لوې مسافر وړونکې الوتکې چې يوه يې ۱۱۰ مېليونه ډالر بيه لري 

د V-22 Osprey په نوم دغه الوتکې پوځي کارونه لري او په يو وخت کې د سلګونه کسانو د لېږد وړتيا لري. دغه V-22 Osprey الوتکو څخه پوځ کې ګټه اخېستل کېږي او په ګڼ شمېر پوځيان يو او بل ځای ته په کې لېږدول کېږي. 
 
د امريکا په شمول د نړۍ يو شمېر پرمختللو هېوادونو پوځيان ورته لاس رسی لري. ددغه الوتکو يو ځانګړنه دا ده، چې د چورلکې په څېر عمودي ناسته او الوتنه کولی شي. 
 
د V-22 Osprey نوې بڼې په ۲۰۱۱ کې توليد شوې چې پرمختللې ټېکنالوژي په کې کارول شوې ده. د يوې V-22 Osprey الوتکې بيه اوس وخت کې ۱۱۰ مېليونه امريکايي ډالرو ته رسيږي.