د کچالو په وسيله درې مهمې درملنې 

۱- که چېرې د کوم کس لاسونه تور شوي او يا پرې تور داغونه پيدا شوي وي، نو کچالو يې کورنۍ - طبيعي درملنه ده. دوه واړه کچالو چې جوش شي او بيا د زيتون په غواړیو کې ګډ شي، د لاس دقيقو لپاره پر لاسونو وموښل شي، نو توروالی له منځه وړي. 
 
۲- کچالو مرسته کوي چې سوځېدلې برخه ورغوي. که چېرې د کچالو نرۍ ټوټه پر سوځېدلي ځای کېښودل شي، له يوا خوا به سوځېدنه ښه کړي او له بلې خوا به د سوځېدلي ځای تور داغ پاتې نه شي. 
 
۳- د ځينو کسانو مخ او يا په ځانګړي د سترګو ښی او چپ اړخونه د لمر له امله سوځېدلي وي. د کچالو ټوټه پر لمر سوځېدلې برخه کېږدئ او د لسو دقيقو لپاره يې پرېږدئ، نو ور سره پيدا شوی تور داغ له منځه ځي.