د وړانګو په وسيله د سرطان درملنه 

د ځانګړو وړانګو په وسيله د سرطان ناروغۍ درملنه چې ورته  radiation therapy وايي، د سرطاني حجرو د وژنې او له منځه وړنې نوې او پرمختللې بڼه ده، چې د سرطان ناروغۍ درملنه شونې کوي.
 
د سرطان په دې ډول درملنه کې ناروغ د يو پرمختللي ماشين لاندې کېږي او هغه برخه چې سرطاني ده، د وړانګو په وسيله تر بريد لاندې نېول کېږي؛ سرطاني حجرې مړاوې او وژل کېږي. 
 
دغه درملنه تر ډېره د سرطان له جراحي عملياتو وړاندې او وروسته کېږي. کله چې جراحي عمليات وشي، نو په دې پار چې پاتې حجرې بل سرطان جوړ نه کړي، د  radiation therapy په وسيله له منځه ځي.