ساينس پوهانو داسې سېسټم جوړ کړ چې د سونامي په اړه له وړاندې خبرداری ورکوي 

د درېيو پوهنتونونو (California ،Los Angeles ،Cardiff) ساينس پوهانو د مصنوعي ځيرکتيا يا AI څخه په ګټې داسې يو سېستم اختراع کړی دی چې د بحر لاندې زلزلې يا سونامي په اړه له وړاندې خبرداری ورکوي. 
 
دغه سېسټم کې د acoustic  په نوم ټېکنالوژي ځای پر ځای شوې ده او دا وړتيا لري چې د سونامي له پېښدو څو دقيقې وړاندې د بحر شااوخوا خلک خبر کړي تر څو اغېز کېدونکې سيمې پرېږدي. 
 
ددغه سېستم په وسيله د اوبو لاندې ميکروفونونه يا hydrophones  نصبيږي او کله چې د سونامي لومړنۍ څپې پېښې شي، نو بهر لوړ غږونه توليديږي او دې سره خلک له شونې سونامي خبريږي.