عبدالرحمن جامع جومات؛ د مولوي محمد جان خدرخیل خاطره

د طالبانو په تېر حکومت کې د عبدرالرحمن په نوم یو تجار و، چې ددغه جومات د جوړولو مصارف یې د خدای تعالی (ج) په لاره کې نذر کړل. د حج اوقافو وزات ته یې خپله غوښتنه وړاندې کړه. لوی ملا صیب ددې جومات د جوړلو امر ورکړو.  دا جومات د زرنګار په پارک کې جوړیده. او زرنګار پارک د پرچمیانو او کمونیستانو د غونډو او لاریونونو یو لوی مرکز و. اناهیتا به په ښکاره نارې پکې وهلې( ما ایزار خوده میکشم به ملا چی) نورو به دا ور سره بدرګه کوله (میکشم، میکشم، به ملا چی). 

کله چې ددې جومات د جوړولو چارې پیل شوې، کمونیستو انجینرانو به یې مخالفت کاوه، چې دا د ماسټر پلان خلاف دی او دا شنه ساحه ده. او د کابل هوټل سره یو نږدې مسجد شته، نو ددې مسجد د جوړولو اړتیا نه شته.

مګر کومه نتیجه یې ور نه کړه، ځکه چې ځینو انجینرانو ورته وویل چې دا د ښار منځ دی او ددې جومات په جوړولو به د ښار ښکلا لا څو چنده زیاته شي. 

کار پرې شروع شو. کله چې یې کونبزه جوړه شوه، یو شمېر کمونیستو انجیران ښاروال ته ورغلل، چې دا کومبزه معیاري نه ده. که چېرې په لمونځ کوونکو را وغورځیده، نو ټول مسوولیت به ستا پر غاړه وي. 

د طالبانو ښاروال د مسجد کارونه بند کړل. مزدوران او انجینران  ماښام د مولوي محمد جان خدرخیل کور ته ورغلل، چې پر موږ یې کارونه بند کړل. مولوي صیب دا کیسه ملا صیب ته وکړه او ورته ویې ویل، چې په دې نقشه د پاکستان په کراچۍ، هیبټ اباد ښارونو کې هم مسجدونه جوړ شوي او همدا راز د پاکستان اسمبليۍ ګمبزه هم همدې افغاني انجینر طرحه کړې ده. ملا صیب  ښاروال ته زنګ وکړ او ورته ویې، چې کارونه دې ولې پرې بند کړي دي؟

دا مهال د ننګرهار په خوږیاڼیو کې د واده په کور یو چت را نسکور شوی و، چې کابو اوولس کسان پکې شهیدان شوي و. ملا حسن ښاروال ته وویل چې ددې واده د کور د مړو شویو مسوولیت چا پر غاړه واخیست؟ که د ا ټول کابل ښاریان ددې ګمبزې لاندې ودرول شي او پرې را وغورځي هم بیا به هم همدا مسجد جوړیږي.  هم هغه و، چې د مسجد کارونه بیا پیل شول.

تحولات راغلل او کرزی په چوکۍ کیناست. د وزیرانو په شورا کې د کمونیستو همدا دلیل بیا وړاندې شو او ویل شوي و، چې دا مسجد د طالبانو دی او باید جوړ نه شي. یونس قانوني په دې شورا کې ددې خبرې مخالفت کړی و او ویلي یې و، چې دا مسجد نه د طالب دی او نه باید کارونه یې بند شي. دا  د ولس مال دی او باید جوړ شي، نو هم هغه و، چې د عبدالرحمن جامع جومات جوړ شو او اوس د ښار ټوله ښکلا همدې مسجد لا سیوا کړې او خلک عبادت پکې کوي.