د یوه مړه شوي ولس بیا حیات- درېیمه برخه

     دا چې موږ ولې د مسلمان په تېر تاریخ یوه الهامي رڼا واچوله دا په دې دلالت کوي، چې اسلام دین کمزوری او مسلمانان دایم اړمن نه ول. دا چې اوس ولې مسلمان په کمزوري حالت کې دي، ددې ټولو خبرو دلیل دا دی، چې مسلمان په عدالت ژوند نه کوي.    
 
موږ معاصرو مسلمانانو هېڅ وخت په عدالت ژوند نه دی کړی، ځکه موږ په هر شي کې زیاتی او کمی (افراط او تفریط) کړی دی او  عدل دا دی، چې په هر شي کې منځنۍ لاره غوره کړې.
 
     موږ د جابر په مقابل کې را ولاړ شوي نه یو او له مظلوم سره مو مرسته نه ده کړې. موږ په هر شي کې منافقت کړی او منافقت دا دی، چې موږ له عدل څخه منحرف شوي یو.
 
     زه ګورم، چې زموږ ځینې مسلمانان د عدالت له مخې سیاسي چارې پر مخ نه وړي. د عامو په ذهن کې یو ډول تشویش او حسد را پاروي. پخدای چې دغه زموږ لپاره ډېره بدبخته کوونکې لاره ده.
     د رسول اکرم (ص) د ژوند یوه ښه بېلګه دا ده، چې د صحابه کرامو په منځ کې یې باور او اخوت پیدا کړی و. د صحابو کرامو ملګرتیا ددغې لارې سره داسې ثابته ده، چې په هر ځای کې مومن د بل مومن ورور دي، مګر نن ګورو چې د ځینو منحوسو ګټو په خاطر غندل، دوکه او یو بل ته کنځا او رنګارنګ جابرانه خشونتونه په ولسونو کیږي او دا چاره هیواد یو ناکام پړاو ته ښکته کوي. موږ ګورو، چې ډېر سیاسي احزاب د فتنې د ایجادولو لپاره له ځینو ارزښتونو ناوړه استفاده کوي. په دې توګه د ولسونو په منځ کې یو ډول شیطاني فتنې سازوي. دوي په اصل کې د عدالت او برابرۍ رعایت هیڅ نه کوي او په دې توګه یې ولس له سختې بدبختۍ سره مخکړی دی.
 
زه په هغوی افسوس کومه، چې په کیمپونو کې ناست دي او امریکاه ته دعا کوي، چې پر افغان ولس یو ځل بیا تجاوز وکړه؛ مګر حقیقت دا دی، چې هغوی دومره کمزوري شوي او ډار شوي دي، چې بیا یې په سر کې دا اوبه نه راجګیږي، ځکه چې دا ولس له جګړې او شهادته نه دی ستړی. او که را هم شي، نو یو ځل به بیا افغان ولس خپله مبارزه ور سره کوي.
 
 او دا ازموینې دي، چې موقف طلب به پکې عیان شي. او د خپلې خود ارایۍ په بنا به یو ډول بیا د کفر غلامي شروع کړي او یو بله سنګینه جګړه به شروع شي. خو دا ومنۍ، چې هغوی ناکامه جګړه را دمخه کوي، چې بغیر له بدبختۍ به بل څه نه وي. دا خلک اوس ټول ولس ته معلوم دي، چې دوی د کفر د غلامۍ لپاره ان د مور وطن پر سر معامله کوي. دا په کیمپونو کې ناست جاهل مبلیغین خاص د اسلامي نظام په خلاف ولاړ دي، دا ځکه چې اسلامي نظام د کفارو د خوښې نه دی. او کفار دا غواړي، چې مسلمان په بدبختۍ کې وي.
 
    شلکنه جګړه یوازې د همدې موخې لپاره وه او دوی فکر کوي، چې موږ نه پوهیږو، حال دا، چې دوی موږ ته غټ جاهلان ښکاري، ځکه چې دوی د اسلام سره وران دي. دوی ملحدین دي او ملحد د اسلام لوی تخریبوونکی دي. نو په دې توګه دوی په عدالت ژوند نه کوي. دغه اشخاص هیڅ په عدالت ولاړ نه دي، ځکه چې دوی په خپلو معلوماتو کې منافقت کوي.
 
 په مسلمانانو کې منافقین په ډېر جاهلانه انداز ژوند کوي او د خلکو ذهنونه مشوشوي، زهرجنې نظریې او خراب تهذیب په خلکو کې رواجوي. دوي په دین کې بدعتونه او په سنتو پورې رشخند وهي او هېڅ وخت د یوه خدای (ج) لارې ته نه را کرځي او نورو هم د ځان ملګري کوي. په رښتیا دوی ټول د شیطان په لار روان دي او  شیطان رټل شوی او سپک شوی حیثیت لري او دا هغه مرحله ده، چې په چا کې هیڅ عدالت نه وي.
 
زموږ ځینې جاهلین د رسوال اکرم(ص) د ژوند له یوه بابه هم خبر نه دي او په خلکو کې یوه ناقصه نظریه پاشي او وایي، چې موږ د ټولنې د پرمختګ لپاره معلومات لرو.
 
زموږ ښځمنو دا افکار خپل کړي دي، چې موږ په رښتیا په نرواکه ټولنه کې ژوند کوو، مګر له دې خبر نه دي، چې موږ ژوند د چا لپاره کوو؟؟؟
 
دوی لا د اسلام له سهي عمل خبر نه دي او په دې توګه یې له دیموکراسۍ ډېره ناقصه استفاده کړې او په خلکو کې یو ډول حسد او کینه رامنځته کوي. زموږ اوسنیو ځینو ځوانو ښځو بلخصوص ښځمنو شاعرانو، خبریالانو دا عادت خپل کړی دی، چې د نر انسان بده ستاینه وکړي. یو علت یې دا دی، چې زموږ ټولنه کې نرینه خپل جنسي تمایل دایم په غلطه لاره اشباع کوي او ښځې یې یوازې د خپلې جنسي غریزې د ښکار لپاره کرځولې دي، مګر دوی په رښتیا مانا بد خلک دي، ولې ټول نرینه بد نه دي او دا ډول نظریه پاشول یو ډول تعصب او بدبختي رامنځته کوي.
 
یانې اسلام ښځه د نرینه تمایل غلامه نه ده ګرځولې او نه یې د سکسي لذتونو لپاره وسیله ګرځولې، بلکې ښځه یې د خپل فطرت له مخې پیدا کړې ده او د ښځې تر ټولو لویه فطري تمنا مورولي ده او کله چې ماشومې انجونې لوبې کوي، نو دوی د مور ولۍ سټایلونه کوي.
 
دا چې ځینې منحوس نرینه انسانان ښځو ته یا غلامي ورکوي او یا فحشا ورکوي، نو دوی په عقیدوي لحاظ خراب دي او د ابوالکلام ازاد له انده (( عمل د عقیدې زیږنده ده.)) نو په رښتیا چې د دوی عملونه خراب دي  او هغه ښځې چې دا ډول تمایلو درلودونکې وي او یا د غلامۍ له وېرې له نره بیخي منګرې شوې دي، نو د دوی عملونه دروست نه دي او دا د دوی لپاره یوه غټه بدبختي ده، ځکه چې بشري حقونه  انسان ته فطري ورکړل شوي دي او دین هیڅ وخت د فطري خویونو خنډ نه دی.
 
زموږ ځینې وګړي د مذهبي ناپوهۍ له امله د عامه حقونو په غضب قانع شوي دي. دوی د خپلو شیطاني عملونو د تر سره کولو  لپاره  له ولسه د الې استفاده کوي او حقیقت دا دی، چې ولس ړوند دي، ځکه چې ولسونه خپله ځان په هلاکت کې اچوي او د نا پاکو ملګرتیا کوي. او په دې شکلن نظام شاهدي ورکوي، چې ټوله چارواکي غلامه او د کفارو د ګټې لپاره وه، چې مسلمانان یې سخت وځپل.
 
 کفارو، چې کله د ځان د خطر اړتیا احساس کړې ده، نو ځینې بې وجدانه مسلمانان یې په پیسو اخیستي او د هغوی یوازیني موخه دا وي، چې په مسلمانانو کې د امر بالمنکر نهی عن المعروف خور کړي او په شر یې واړوي. په دې ډول د ځینو عامو انسانانو ذهنونه مشوش کوي او تبلیغات کوي.
 
مګر ځینې مسلمانان په دې ډول منحوسو اهدافو پوه وي او ځینې، چې نه پوهیږي، هغوی ته یو ډول د بیرغ احساس او د سرود احساس ور اچوي او د اسلامي نظام په خلاف یې ودروي؛ ځکه چې ټول  انساني صفتونه یو ډول نه وي، ځینې انسانان دومره عاطفي وي، چې په هر شي کې یوازې یوه رضا غواړي او هر شی د هغه د رضا لپاره کوي، تصوف وایي چې تاسې چې څومره عاطفي کېدای شي، نو هغومره شئ، ځکه بریالۍ او د امن او سوکالۍ لاره یوازې یوه لاره ده، چې هغه د انس او عاطفې لاره ده.
 
ابوالکلام ازاد په خپلو لیکنو کې ویلي دي : ((د زړه کور د مینې لپاره ځانګړی کړئ)) او په رښتیا چې د حمزه بابا دا قول ډېر یقیني او منل شوی حقیقت دي چې ویلي یې و: ((د اسلام اساسي روح په تصوف کې دی.)) او تصوف هیڅ وخت جهالت ته غاړه نږدي. تصوف د عمل نوم دی او باید هر انسان د عمل په لحاظ صوفي شي او تصوف کوم مذهب او ډله نه ده، بلکې دا د عمل نوم دی او د خاکساري نوم دي او د چوپړ نوم دی.
 
هر شی چې مذهبي یا یوه ډله ییز شو، نو هغه بیا دا نه شي درکولای چې په نوره نړي کې څه ویل کیږي. هغه دری شپیته کلن مزل، چې رسول اکرم (ص) پرې تللی د ټولو ستونزو د هوارۍ سبب ګرځېدلی دی، نو په رښتیا سره دا د سعادت او خلاصون لاره ده. راشئ دا زموږ او ستاسې یوازینۍ هغه لاره ده، چې موږ ته خپل حیثیت راکولای شي.
 
موږ ته یوازې یوه لاره پاتې ده، هغه دا ده، چې هره چاره کوو، د یوه رضا لپاره باید وشي. د ژبې، قوم، مذهب په نوم دې هیڅ چاره نه کیږي او دا هغه لاره ده چې موږ بریالي کوي.
 
راځي هر څه د خدای (ج) د عبادت په نوم و کړو، سیاست کې د خدای (ج) په بندګانو رحم وکړو او نور د هغو له شتونه ناسالمه استفاد ونه کړو. دا هیواد په سخت کمزوري او ماتېدونکي حالت کې شتون لري. راځئ د یوه خدای(ج) په نوم سوګند وکړو او د خدای(ج) لپاره دښمني او دوستي وکړو او ووایو، چې په هغه لاره به قدم وهو، کومه چې د سعادت او نیکبختۍ لاره ده، کومه چې د رسول اکرم(ص) پلیوني ده او پرینږدو، چې ولس دې څوک رانه په ډلو وویشي، او فکري زهرجنې نظریې دې پر موږ ګې وشیندي.