برېښنايي واسکټ چې ۲۴ ساعته د زړه روغتيا درته مالوموي 

د Texas پوهنتون ساينس پوهانو وکولی شول چې د زړه روغتيا لپاره داسې آله جوړه کړې، چې د ډاکټر په نشتون کې ۲۴ ساعته د انسان د زړه روغتيايي وضعيت مالوم کړي. 
 
دغه آله د electronic tattoo په نوم ده چې تغير منونکې او برېښنايي ده. electronic tattoo په سينه اغوستل کېږي او هره شيبه د زړه د روغتايي حالت په اړه مالومات درکوي. 
 
جوړه شوې آله يوازې ۲.۵ ګرامه وزن لري چې د کاليو لاندې اغوستل کېږي؛ يوه بټري لري چې د ۴۰ ساعتونو لپاره چارج ساتي او د زړه ناروغانو ته تازه مالومات او د زړه روغتيا ښيي.