د ۳۴مېليارده ډالرو څښتن جک ما د پوهنتون استادۍ ته مخه کړې

د علي بابا په نوم د چينايي شرکت بنستګر او مېلياردونه - شتمنۍ - لرونکي جک ما د خپلې سوداګرۍ او اقتصادي بوختياوو ترڅنګ علمي چاپيريال ته مخه کړې او تدريس کوي.
 
جک ما چې څه د پاسه ۳۴ مېليارده امريکايي ډالر پانګه لري، توکيو پوهنتون کې يې نوې دنده اخېستې چې مسووليت يې د پوهنتون استادانو ته لارښوونې کول، پوهنتون کې څېړنې او په علمي ناستو او کنفرانسونو کې برخه اخېستل دي.
 
دغه چينايي پانګوال ته اړوند وېب سايټ ليکلي دي، چې د جک ما موخه خپلې عملي تجربې له استادانو او محصلينو سره شريک کول دي. نوموړی پخوا د انګلېسي ژبې استاد هم پاتې شوی وو.