د ماشومانو په ژړا، خپګان او خوښۍ پوهېدل

د Cognitive Science ،Neurosciences او Barcelona پوهنتون ساينس پوهانو په ګډه پر داسې یوې ټېکنالوژۍ کار کړی، چې په مرسته يې د ماشوم ژړا، خپګان او خوښۍ مفهوم په ليکنه  بڼه وړاندې کوي. 

ددغه ټېکنالوژۍ په مرسته د نوي زېږيدلي  ماشوم په سر باندې يو ډول برېښنايي آلې تړل کېږي کومې چې د کمپيوټر سکرين سره وصل شوي دي. ددغه آلو په وسيله د ماشوم مغز او د کمپيوټر سکرين سره اړيکه پيدا کوي. 

هر کله چې ماشوم د لوږې احساس کوي، د بيرون تګ غوښتنه لري، د وجود د کومې برخه  د درد له امله ناارامه وي او يو بله ستونزه ولري، نو دغه مسايل يې له مغزو يې اخېستل کېږي او په ليکلي بڼه وړاندې کيږي.