د اوکراين د جګړې حقايق

په لومړي سر کې وايم دا ليکنه له روسيې څخه د طرفداري په معنی قطعا نه ده. نو که د امريکا،ناټو اوبرتانيا خواخوږي ياست او معلومات مو له غربي رسنيو ترلاسه کوئ دا ليکنه مه لولئ ځکه کېدای شي شوک شئ! خو که د اوکراين د خلکو طرفدار ياست د سولې طرفدار ياست او غواړئ چې د درواغو پرځای ، د بې ځايه هيلو پرځای، په ترخو او درنو حقيقتونو پوه شئ دا ليکنه حتمآ ولولئ. دا هغه ترخه حقيقتونه دي چې غربي رسنۍ یې نه نشروي، خو بايد خبر شئ چې اوکرايني ملت د امريکا او برتانيا د قدرت طلبي ښکار شوی دی، هيڅ ځواکمن هېواد د خپل دروازې به خوله کې خپل دښمن نشي تحمل کولای.

په ناټو کې د اوکراين ورګډېدل د روسيې لپاره د حيات او ممات مسئله ده. دا خبره تېر شل کاله متواتر روسانو غرب ته رسولې ده او ګوتڅنډه یې ورته کړې ده چې له دې کاره لاس واخلئ ،خو امريکا او برتانيا  د روسيې خبرې بابېزه ګڼلې او د روسيې پرخوا د ناټو له پراخولو څخه نه دي کېناستلي.

د ۲۰۰۸ کال په فبروري کې د امريکا د استخباراتو (سي ای اې) اوسني رييس ويليم برنز چې هغه وخت په ماسکو کې د امريکا سفير و، يو ياداښت د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ته ولېږه چې عنوان یې وو (نېت د نېت په مانا  دی) ، په دې معنی چې په روسي ژبه کې (نه) ته نېت ویل کېږي نو روسان په ناټو کې د اوکراين شموليت ته (نېت) يا نه وايي او زياته یې کړه چې که اوکراین په ناټو کې شمولیت اختيار کړ ، روسان به اوکراین حمله وکړي نو بناء د ټولو لپاره دا واضح وه چې روسان په ناټو کې د اوکرآین ورګډېدل په هيڅ حال نه تحمل نه کوي او لکه څنګه چې نړۍ شاهده ده د ويليام برنز دا خبرداری دادی په واقعيت بدل شو.

تمه وه چې دا جګړه به په لومړيو مياشتو کې د استانبول د توافق بر اساس ختمه شي او پای ته به ورسېږي، خو امريکا د برتانيا صدراعظم (بوريس جانسن) کييف ته ولېږه او د سولې ټولې هڅې یې له خاورو سره خاورې کړې ،ځکه امريکا او ناټو اعلام کړی و چې هدف یې د روسيې ستراتيژيکه ماتې او د روسيې د اقتصاد له منځه وړل دي.

د ۲۰۲۲ په فبروري کې کله چې روسي ځواکونو په اوکراين حمله وکړه ، د اوکرآین مسلح ځواک ۴۰۰ زره فعاله اردو، ۲۰۰ زره د احتياط قوه لرله، چې له ۲۰۱۴ را وروسته د ناټو لخوا تجهيز او تعليم ورکړل شوی وو، خو تر دې اوس مهاله د اوکراين اردو دوه ځلې چې له ۲۰۱۴ را وروسته د ناټو لخوا تجهيز شوې وه له منځه تللې ده. همدا اوسني عسکر د اوکراين درېيمه اردو ده چې عمدتآ د اوکراين په ګاونډيو هېوادونو کې د ناټو د افسرانو لخوا تربيه کېږي او د ناټو په وسله مجهز د جګړې په ميدان کې جنګېږي.

لکه څنګه چې ليدل کېږي د روسانو ستراتيژي د جګړې په لومړۍ کرښه چې دوه زره کيلومتره پراخوالی لري( په تدريج سره اعظمي فشار دی. روسان بيړه نه لري، يو اوږد او پراخ دهلېز یې له شرق څخه تر جنوب پورې د اوکرآين په خاوره کې جوړ کړی دی.  

کريميا یې پر روسيې پورې ونښلوله، او هغه سيمې چې د دفاع قابل نه وې او د چريکي تهاجم سره مخامخ وې ژر ترې راووتل، لکه د کييف شاوخوا، خارکيف، د دنيپر سيند شمالي سيمې او خرسون. د دنيپر سیند په جنوبي خوا کې یې کلک دفاعي خط جوړ کړی دی او همدارنګه پلي ځواکونو ته تلفاتو د نه رسېدلو له امله ډېر تمرکز په توپچي او راکټي بريدونو او ډرون الوتکو باندې کوي.

نظامي کارپوهان په دې حيران دي چې د روسيې هوايي ځواک لکه څنګه چې بايد په جګړه کې یې حضور درلودلی په هغومره تعداد کې نشته، خو د معلوماتو له مخې روسانو هوايي ځواک له ناټو هېوادونو سره د مستقيم احتمالي مقابلې لپاره تيارسئ حالت کې درولی دی.

اوکراين د نويو سرتېرو د جلب و جذب له مشکل سره مخ دی، څوک پاتې نه دي چې عسکري ته یې را جلب کړي، ۱۴، ۱۵ کلن  کوچني هلکان یې په زور له اوديسه غوندې ښارونو څخه راټولوي او له دری ورځو نظامي تعليم وروسته یې جنګ لومړۍ کرښې ته لېږي.

د اوکراين د اردو تلفات تر اوسه پورې ۳۲۰ زره نفر دی ، د هرو ۱۰۰ روسي سرتېرو په مقابل کې ۸۰۰ اوکرايني سرتېري وژل شوي دي، که پرتلنه وشي په دويم نړيوال جنګ کې د امریکا تلفات په اروپا او د جاپان په مقابله کې تر دې ډېر کم وو.  د امريکايي متقاعد جنرال (سکاټ رايټر) له قوله يوازې د بخموت او سوليدار په جنګي جبهه کې د اوکرایني سرتېرو تلفات د ۷۰ زرو په شاوخوا کې وو.

تر اوسه يوازې امريکا د ۵۸ ميليارده ډالرو نظامي تجهيزات اوکراين ته لېږلي دي، (د امريکا د دولت راپور). دا اندازه پيسې د استراليا، پاکستان، اندونيزيا، او ان پولېنډ او ايټآليا له نظامي کلنۍ بوديجې زياتې پيسې دي.

روسان په ورځني ډول يو میليون د توپونو او هوانونو مرمۍ د اوږده ۲ زره کيلومتره جنګي کرښې په اوږدو کې د اوکراين د سل زره کسيزه ځواک باندې ور توغوي، چې د اوکرآیني د فيرونو په مقابل کې ۱۲ چنده ډېر دی.

د douglas macgregor توضيحاتو ته چې دامريکا د دفاع وزير لومړی مشاور او جنرال Scott Ritter چې په عراق کې د امريکا د زرهدارو ځواکونو قوماندان او په عراق کې د امريکا د وسلو د پلټنې د ډلې مشر وو غوږ ونیسئ په حقايقو به پوه شئ.

نو په هر حال دا اټکل کول ډیر وختي دي چې اوسنۍ کیسه او جګړه به څنګه پای ته ورسیږي امريکا او ناټو په هرحال غواړي چې روسيه کمزوری کړی خو تر منځ یې اوکراین د همدې  زيلينسکي په ولسمشري کې لوټې لوټې کړ، په ميليونو خلک کډوال شول، د اور لمبې جګېږي، نړۍ په خورا بد حالت کې قرار لري، د امريکا او ناټو په لوبو کې راګيره ده. او ورځ تر بلې حالت د لا خرابېدلو او ويجاړئ پرخوا روانه.