
ترهګری یا تروریزم اوارهاب هغه کلمې دې چې ډېری اسلام دښمنه یا له اسلام بېخبره کسان او ټولنې یې مسلمانانو ته کاروی هغوی په خپلو ټولنو کې داخبره پټوی هم نه او برالایی وایې خو بیا سیاستوال یې له دې کبله چې د یو نیم میلیارد مسلمانانو له غضب او قهر سره مخامخ نشی داالقاب برالا مسلمانانو ته نه وایې خو په پټه له مسلمانانو سره دښمنی ساتی او نوروته وایی چی هغوی ته ترهګر ووایې، کله ناکله یې خبرې له خولې راوځې او برالا کوی یې دبېلګې په توګه په همدې وروستیو کې دامریکا دفلوریدا په ایالت کې یوکیشش تری جونز وویل چې دمسلمانانو کتاب عظیم الشان قران ته به په عام محضر کې اور اچوی ، او اوسې یې په خپل تازه وړاندیز کې ویلی چې د مارچ دمېاشتې ۳۰ نېټه به نعوذبالله دقران دمحاکمې ورځ ټاکلې په کابل کې چاپېدونکې دراه نجات ورځپاڼه دمرغومی په ۲۷ ګڼه کې دولډ نیوز له قوله لیکي چې دغه کیشش په یو تیوب کې ویلی چې قران به دشاهدانو او وکیلانو په وړاندې محاکمه کړي. ده پخواهم اسلام ته شیطانی دین ویلای او له مسحیانو یې غوښتی چې اسلام دې له مینځه یووسی.
دغه راز مخکې هم په اروپا او امریکا کې ورته خبرې شوې کارتونونه چاپ شوې او په دولتی کچه له هغو نه ملاتړ شوی . نیغ یرغلونه او بربنډه خبرې دې حد ته رسېدلی چې ان په توده جګړه کې ښکېل شول او د راتلونکو خپلو موخو لپاره نور پروګرامونه هم لری.
هغوی خپلو ځینو سوله خوښوونکو خلکو ته وایی چې موږ له تروریزم سره جګړه کوواو زموږ موخه له اسلام سره جګړه نه ده.
خو ترور او ارهاب څوک کوي ؟ او ترهګر څوک دی؟
آیا هغه چې دخپل دین ، خپلې ځمکې دلاسته راوړو او دخپل حق دلاسته راوړو لپاره مبارزه کوی اوکه هغه چې دنورو پرحق دنورو پرځمکه او دین تیری کوی؟
خبره واضح ده هغه څوک چې تیری نه کوی او هغه چې له خپل حق نه دفاع کوی هغه کله هم ترهګر نشی بلل کیدی.
عجیبه بله خبر داده چې که په ډلییزه توګه دالوتکو دبمبارد له لاری یا دکیمیاوی او اتومی وسلو له لاری بیګناه خلک وژل کیږی یا داقتصادی بندیزونو له لاری یاهم دویروسونو دتزریق له لاری یاهم دجاسوسی سازمانونو له لوری دوژنو له لارې خلک وژنی هغه ترهګر نه بلل کیږی!
هغه چې دخلکو عقایدو ته سپکاوی کوی، هغه چې دخلک یو سپیڅلی کتاب چې له خپلو سرونو پر ې ګران دی هغه سوزی او توهینوی یې ، هغه چې هغه ستر شخصیت ته سپکاوی کوی چې مسلمانان پرې ایمان لری هغو ته ترهګر نه ویل کیږی.
څوک نه پوهیږی چې د ترهګری څه ډول تعریف دی؟ خو اوس دخلکو په ذهن کې هغه تعریف منل شوی چې هغه لویدیزې رسنې او تبلیغاتي ذریعې یې بیانوی.
خو اصلی ترهګر باید ټول وپیژنی هغوی هغه څوک دی چې په ډله یزه توګه وژنې کوي ، دډله یزې وژنې وسلې جوړوي هغه کاروی او مظلومان پرې وژني.
یوه وړه بېلګه همدا په تېر نږدې وخت کې دامرېکې او متحدینو یرغل یې په عراق او افغانستان دی ، که هغوی دسپتمبر په یوولسمه نېټه ددرې زره په شاوخواکې مړی وزغمل په مقابل کې یې په دالسو کلونو کې په لکونو کسان په عراق او افغانستان کې ووژل ، ټپیان یې کړل یایې جیلونو ته واچول خو دهغو لکونو انسانانو ژوند ارزښت نه لری او دې عمل ته ترهګری نه ویل کیږی نورو عملونو ته چې دوی ورته تعریف ورکوی ترهګری ورته وایې او په خلکو یې منی ، داسمه خبره ده چې هیڅکله باید دبې پرې او ملکی کسانو وژل تایید نه شی که هغه هرڅوک ترسره کړي خودپام خبر داده چې غټ ترهګری عملونه نه یادیږی او هغه توجیه کیږی خو نور ترهګری عملونه بلل کیږی.
خو عقلمند خلک په دې پوهېږی او اصلی ترهګر پیژني او انشاالله قضاوت به هم پرې کوي
او هغه چې زور ورسره دی او خپل تور ته سپین وایې هغه به انشاالله افشا کیږی او هم به په دنېا اوهم به په اخرت کې خپلې سزا ته رسېږی.