د مدیرانو ځورونکي عادتونه، چې د هغوی د بریا په لاره کې خنډ ګرځي

ښه مدیر اوسېدل د ټیم د رهبرۍ وړتیا او د سازمان د کارونو په کنټرول کې د لوړ مهارت لرلو په مانا دی، که څه هم مدیران هڅه کوي، چې خپل مدیریتي مهارتونه پیاوړي کړي، خو په عین حال کې ځینې مدیران په خپلو کارونو کې دغه راز کمزورې کړنې ترسره کوي، هغوی تېروتنې کوي، چې نه یوازې د سازمان کارونه ګډوډوي، بلکې د کارکوونکو د خواشینۍ سبب هم ګرځي، دا هغه چلند او عادتونه دي، چې له کارمندانو د کار لېوالتیا او انګېزه اخلي. موږ په دې لیکنه کې، په کاري غونډو کې د مدیرانو په ځورونکو عادتونو باندې رڼا اچوو، چې باید د هغو د لیرې کولو لپاره، هڅې وکړي، ترڅو بریا ته ورسېږي.
 
په کاري غونډو کې د مدیرانو ځورونکي عادتونه؛ د غونډې په خونه کې قدم وهل
ځینې مدیران فکر کوي، چې د استادانو په څېر باید د خبرو کولو پرمهال قدم ووهي، په داسې حال کې، چې کارکوونکي یې له دې کار څخه هرکلی نه کوي.
 
اوږدې غونډې، چې هېڅ پای نه لري
افراد باید وکولای شي، چې له هغوی سره د اړوندې موضوع له پای ته رسېدو وروسته غونډه پرېږدي، خو ډېری مدیران ټینګار کوي، چې ټول، حتا که د هغوی له کار سره تړاو هم ونه لري، هم باید د غونډې تر پایه حضور ولري، په همدې دلیل، ډېری کارکوونکي په ویډیویي غونډو کې خپله کامره ګُل کوي.
 
په کاري غونډو کې د مدیرانو ځورونکي عادتونه؛ یاددښت اخیستنه نه کوي
یاددښت اخیستنه یوازې د کارمندانو لپاره نه ده، بلکې د مدیرانو لپاره هم اړینه ده، ځکه په غونډو کې مهمې موضوع ګانې وړاندې کېږي، چې نه شئ کولای ټولې یې یاد ته وسپارئ، مګر دا چې نابغه واوسئ، دا ټکي نه یوازې ستاسو د حافظې له ځواک سره تړاو لري، بلکې په غونډو کې یاددښت اخیستنه، د ټیم روحیه هم پیاوړې کوي. کله چې داسې ښکاره کوئ، چې د خپلو کارمندانو نظر ته ارزښت ورکوئ، مقابل شخص مو هم له تاسو سره همکارۍ  ته هڅېږي، حتا شونې ده په راتلونکو غونډو کې د کارمندانو له خوا ښې آیډیاوې هم وړاندې شي.
 
د غونډې په بهیر کې د کارمندانو د خبرې پر کول
د مدیرانو یو له ځورونکو عادتونو څخه د کارمندانو په خبرو کې لوېدل دي، ځینې مدیران داسې عادت لري، چې خپل غوره والی د کارمندانو د خبرو په پرې کولو سره ښکاره کړي، که چېرې کوم مدیر د خپل کارمند خبرې پرې کوي، ترڅو ښکاره کړي، چې له نورو څخه ډېر زیات پوهېږي، نو تېروتنه ده. هېڅوک داسې فکر نه کوي، چې مدیر ډېر پوهېږي، بلکې دا کړنه یې بې ادبي او بې احترامي ګڼي.
 
چمتو نه اوسېدل او د غونډې په موضوع باندې واک نه لرل
کله چې غونډې ته ننوځئ، نو باید په دې باندې پوه شئ، چې ټاکل شوې ده، په کومو موضوعاتو باندې بحث او تصمیم نیونه وکړئ. تاسو نه شئ کولای کېنئ او له کارمندانو څخه وغواړئ د غونډې موضوع وټاکي، چمتو اوسېدل او په موضوع باندې د مدیرانو واک لرل، ډېر زیات مهم ټکی دی، چې باید ورته پام وشي، خو له بده مرغه د مدیرانو چمتو نه اوسېدل یو له ځورونکو عادتونو څخه دی، چې کارکوونکي ځوروي.
 
د پای خبره
که غواړئ انګېزه لرونکي کارمندان او کار کوونکي ولرئ، هڅه وکړئ، چې دا ځورونکي عادتونه پرېږدئ. یو ښه مدیر هغه مهال کولای شي، چې خپل ټیم رهبري کړي، چې د خپلو کارمندانو نظر ته درنښت وکړي، په غونډو کې حاضر او چمتو وي او له خپلو کارمندانو سره په ټیمي بڼه کار وکړي.