څوک ستاسو ذهن کنټرولوي؟

څوک مو ذهن کنټرولوي؟ په خپله تاسو؟
څوک ستاسو ذهن او هغه افکار چې بوختوي یې، کنټرولوي؟
 
آیا کولای شئ تصمیم ونیسئ، چې د کومو افکارو په اړه فکر وکړئ او کوم رد کړئ؟ د نورو افکارو او د هغو افرادو د افکارو په اړه، چې ورسره لیده کاته کوئ او یا دغه راز د هغو آیډیاوو او معلوماتو په اړه، چې له ټلویزیون او ټولنیزو رسنیو څخه یې ترلاسه کوئ، څنګه؟ آیا هغوی ستاسو پام ځانته را اړوي؟ په ډاډ سره ویلی شم، چې هغوی دا کار ترسره کولای شي.
 
ډېری خلک له هغو ټولو افکارو څخه، چې له ذهن څخه یې تېرېږي، خبر نه دي، ځکه ډېری افکار په اتومات ډول ترسره کېږي. کله وخت ذهن د یوه کوچني ماشوم په څېر کړنې ترسره کوي، هر څه چې ویني یا یې اوري، له قضاوت او د پایلو له پام کې نیولو پرته یې مني، که ذهن ته مو اجازه ورکړئ، چې دا ډول چلند وکړي، نو خپله آزادي له لاسه ورکوئ.
 
موږ تل له افکارو، معلوماتو او آیډیاوو څخه مالامال یو، چې د پنځه ګونو حواسو، نورو افرادو، ټلویزیون او ټولنیزو رسنیو له لارې راځي، دا افکار، آیډیاوې او معلومات په ذهن کې خپرېږي، که له دې تګلارې څخه خبر واوسو یا نه، زموږ پر کړنو او ذهني وضعیت باندې اغېزه کوي.
 
د افکارو دا بهیر زموږ په چلند او غبرګونونو باندې اغېزه کوي او دغه راز دا زموږ د فکر په بڼه، ټاکنو، لېوالتیاوو او هغه څیزونه، چې نه مو خوښېږي، اغېز ښندي، معمولاً دا افکار په اتومات ډول منو او هغوی ته اجازه ورکوو، زموږ په ژوند باندې اغېزه وکړي. دا په حقیقت کې په دې مانا ده، چې موږ خپله ذهني آزادي له لاسه ورکړې ده.
 
ستاسو د افکارو سرچینه
ـــ آیا فکر کوئ او په دې باور یاست، چې ټول افکار مو له تاسو څخه سرچینه اخلي؟
 
ـــ آیا تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی دی، چې آیا افکار، غوښتنې، مینه لرل او مینه نه لرل مو ټول ستاسو خپل دي؟
 
ـــ آیا په ذهن کې مو تېر شوي دي، چې ښایي له بهر او نورو افرادو څخه راغلي او تاسو په ناخبره توګه د خپلو افکارو په توګه منلي دي؟
 
د پورته کلیمو له لوستلو وروسته، آیا لا هم په دې باور یاست، چې خپل ذهن کنټرولوئ یا له تاسو څخه بهر ځواکونه یې کنټرولوي. که هغه افکار، چې ستاسو ذهن ته راځي، فلټر نه کړئ، نور نو یو آزاد انسان نه یاست او اجازه ورکوئ، چې هر فکر ستاسو ژوند کنټرول کړي.
 
کېدای شي مخالفت وکړئ او ووایئ کوم افکار، چې ستاسو له ذهن څخه تېرېږي، په تاسو پورې تړاو لري، خو آیا هغوی دي؟ آیا تاسو په قصدي ډول او په دقت سره، هر فکر مو چې ذهن ته راغلی، نو رامنځته کړی مو دی؟
 
لکه څنګه چې وویل شول، موږ هره ورځ له ډېرو زیاتو معلوماتو سره مخامخ کېږو، چې د کورنۍ، همکارانو، ښوونکو، راډیو، ټلویزیون، ورځپاڼو او ټولنیزو رسنیو له لارې ترلاسه کېږي، دا معلومات زموږ نظر او افکار رامنځته کوي.
ـــ ولې اجازه ورکوئ، چې بهرنۍ اغېزې ستاسو ذهن او ژوند کنټرول کړي؟
ـــ ولې اجازه ورکوئ، چې د نورو افکار ستاسو ژوند او ذهن کنټرول کړي؟
ـــ آیا غواړئ، چې د خپلو افکارو په ټاکنه کې خپلواک واوسئ یا غوره ګڼئ، چې د نورو د باورونو او افکارو اسیر شئ؟
 
که ذهن مو د هر فکر لپاره، چې تېرېږي، پرانیستی پرېږدئ، نو ژوند مو نورو ته سپارئ او پرته له دې، چې متوجه شئ، نو د هغوی افکار منئ او له هغو سره سمې کړنې ترسره کوئ.
 
هر فرد په توپیري ډول د بهرنیو افکارو تر اغېزې لاندې راځي، موږ ځینې افکار او آیډیاوې نالیدلې نیسو او نور موږ چټک اقدام ته اړ کوي. د هغو څیزونو په اړه افکار، چې خوښېږي مو، د نورو ټولو افکارو په پرتله، په موږ باندې ډېر زیات ځواک لري، په دې حالت کې، که په پرله پسې توګه له هغو افکارو او آیډیاوو سره مخامخ شو، چې راته مهم نه دي، نو په پای کې اجازه ورکوو، چې په موږ باندې اغېزه وکړي.
 
هر څوک هیلې، مقام غوښتنه او خوبونه لري، چې کېدای شي له ماشومتوب څخه یې وپالي، په دې حالت کې ځینې یې د والدینو، ښوونکو او دوستانو افکار وي، چې د هغوی په ذهن کې ځای لري.
 
آیا دا افکار اړین دي؟ آیا موږ دې ټولو افکارو ته له بریده زیاته اړتیا لرو؟
اړینه نه ده، ټول هغه افکار، چې ذهن ته راځي ومنئ، د دې لپاره چې وکولای شئ دا کار ترسره کړئ، د خپل ذهن د کنټرول د وړتیا یوې خاصې درجې او افکارو ته اړتیا لرئ. هغه مهال کولای شئ، چې دا وړتیا ترلاسه کړئ، چې ذهن ته مو ورزده کړئ، چې په یوه وخت کې په یوه څیز باندې تمرکز وکړي.
 
په خپل ژوند کې د بهرنیو افکارو د اغېزو د ځواک د کمښت په موخه، باید له هغو افکارو او غوښتنو څخه، چې ذهن ته مو داخلېږي، خبر واوسئ او له ځانه وپوښتئ، چې آیا واقعاً ورسره مینه لرئ او غواړئ یې او آیا له دې سره لېوالتیا لرئ، چې ژوند ته مو داخل شي؟
 
لاندې پړاوونه وڅارئ
۱ ـــ داسې یو ځای پیدا کړئ، چې وکولای شئ د څو دقیقو لپاره یوازې واوسئ او خپلو افکارو ته پام وکړئ، د ځانګړو څیزونو په اړه فکر مه کوئ، یوازې له هغو افکارو څخه، چې په ذهن کې مو تېرېږي، خبر واوسئ او له ځانه وپوښتئ، چې آیا دا افکار مو خپل دي یا د نورو. که چېرې متوجه شئ، چې ډېری یې بې ارزښته افکار دي، نو حیران به شئ، چې د خپل چاپېریال، خپلو شاوخوا خلکو یا د خپل ژوند د پېښو په اړه ستاسو غبرګون دی.
 
۲ ـــ دغه راز تصمیم ونیسئ، چې آیا دا افکار ستاسو لپاره ګټور دي یا نه او آیا هغه ستاسو په ګټه دي، چې وې څارئ، دا د تفکر په بهیر باندې د لا ډېر کنټرول سبب ګرځي.
 
دا لومړنی ګام دی، تر څو ذهن مو له بهرنیو اغېزو څخه آزاد او کنټرول کړئ، دا د دې لپاره لومړنی ګام دی، چې وکولای شئ افکار مو وټاکئ.
 
ښایي په پیل کې یې ترسره کول آسانه نه وي، ځکه ذهن مو د دې کنټرول پر وړاندې بغاوت کوي، په عین حال کې، که غواړئ د خپل ذهن او ژوند خان او مشر واوسئ، نباید اجازه ورکړئ، چې په ژوند باندې مو د نورو افکار حاکم شي.