څنګه له خپل ژوند څخه منفي افکار لیرې کړو؟

موږ په خپل ذهني لید سره نړۍ ته ګورو، که تر ډېره دا لید منفي وي، کولای شي په هر څه باندې، لکه روغتیا، کورنۍ او نورو مواردو باندې اغېزه وښندي، خو په ژوند کې په منفي ټکو باندې له تمرکز کولو څخه د خلاصون لپاره، ځینې لارې چارې شتون لري، چې لاندې پرې رڼا اچول کېږي.
 
موږ ټول کله وخت له منفي افکارو سره لاس و ګرېوان کېږو، خو د منفي افکارو نالیدلي نیول او منل، زموږ په هوډ پورې تړاو لري، د دې افکارو د منلو او په ذهن کې په هغو باندې د مرور کولو په صورت کې، باید په خپل ژوند کې یې د پایلو په تمه هم واوسو، ځکه چې منفي افکار دا وړتیا لري، چې زموږ د ژوند کیفیت تر اغېزې لاندې راولي، له موږ څخه مثبت فکر کول لیرې کړي، په نفس باندې اعتماد مو خرابوي او زموږ په خپله ژبه، ورځ مو توروي. کېدای شي ټول خلک د ورځې په اوږدو کې بې شمېره منفي افکار ولري، خو مهمه ده، چې د مخنیوي د څرنګوالي په اړه یې لارې چارې ولټوئ.
 
ولې ذهن ته منفي افکار راځي؟
د ورځې زرګونه افکار زموږ ذهن بوختوي، چې د یوې څېړنې پر بنسټ اتیا سلنه یې منفي دي، له دې امله منفي افکار کله نا کله طبیعي دي او کابو ټول افراد د خپل ځان، نورو او راتلونکې په اړه منفي افکار تجربه کوي، خو بېلابېل لاملونه په ذهن کې د منفي افکارو د رامنځته کېدو سبب ګرځي.
 
زموږ احساس، زموږ د فکر په بڼې باندې اغېزه کوي، کله چې خپه یو، تر ډېره منفي افکار زموږ خواته راځي یا کله چې خواشیني یو، تر ډېره د بدو پېښو په اړه اندېښنه کوو، خو له احساساتو پرته، منفي افکار کولای شي د له بریده زیات فکر کولو پایله وي، دا حالت معمولاً د یوازېتوب او بېکارۍ په وختونو کې یا دغه راز کله چې ډېر کم ګډوډ حواس لرو، رامنځته کېږي، په همدې دلیل کله چې د شپې اوږد غځېږئ تر ډېره ذهن ته مو منفي افکار راځي. باید دې ته پام وکړئ، چې منفي افکار کولای شي، په ډېرې آسانۍ سره شدت پیدا کړي او منفي احساسات پیاوړي شي، دا دوران کولای شي د اندېښنې او ناڅاپي وېرې سبب شي.
 
آیا منفي فکر د مغز لپاره زیان لري؟
پوهان په دې باور دي، چې منفي افکار کولای شي د مغز لپاره زیان ولري. د لندن د کېنګ کالج څېړونکو وموندله، چې منفي تکراري فکر ښایي  الزایمر (هېرې) په ناروغۍ باندې د اخته کېدو خطر زیات کړي، دا څېړنې څرګندوي، چې په اوږدمهالي منفي فکر باندې روږدي کېدل، په فکر کولو، استدلال کولو او خاطراتو باندې په مرور کولو باندې د مغز وړتیا را کموي.
د امریکا د نورولوژي په مجله کې بله څېړنه څرګندوي، چې بدبینانه تفکر هم د عقل د له منځه تګ خطر زیاتوي.
 
کله چې منفي افکار زموږ په لور راځي، څه پېښېږي؟
د مغز ثبات خوښېږي، له دې امله کله چې کوم کار ترسره کوي، چې مخکې یې په هغه کې ښه کړنه درلوده، ګټور عمل کوي. ښه یا بد افکار په مغز کې داسې تګلوري رامنځته کوي، کله چې د منفي افکارو په اړه فکر کوئ، نو هغو افکارو ته دوام ورکول آسانه کېږي، په حقیقت کې د فکر دا بڼه د ذهن په انګېرنه باندې بدلېږي او په منفي افکارو باندې په تمرکز کولو سره، ناخبره مغز د منفي افکارو په تولید او حتا د منفي څیزونو په لیدلو کې ښه عمل کوي.
 
په همدې دلیل، په پیل کې د فکري بېلګو بدلون او د مثبتو افکارو تولید ستونزمن کار دی، خو د وخت په تېرېدو، دوامداره هڅې او د منفي افکارو پر وړاندې په وړتیا بښلو سره، کولای شو مثبت افکار د منفي افکارو ځای ناستي کړو. په دې تګلاره کې به نوي تګلوري رامنځته شي او ډېر ژر یو مثب فکر بل ته لاره هواروي او دا تګلوری تر هغه ځایه دوام پیدا کوي، چې په ژوند کې د مثبتو ټکو په اړه فکر کول آسانه کېږي.
 
څنګه له منفي افکارو څخه لیرې شو او مثبت فکری واوسو؟
منفي افکار کولای شي، د دا ډول ستونزو سبب شي، لکه: ټولنیزه اندېښنه، خپګان، سټرس او په نفس باندې ډېر کم اعتماد. د منفي افکارو د بدلون کیلي داده، چې اوس څنګه فکر کوئ، له دې وروسته د دې افکارو د بدلون یا د هغوی د کم اغېز لپاره، له ځینو سټراټیژیانو څخه ګټه واخلئ، که څه هم کله وخت زموږ  خواته منفي افکار راځي، خو مهمه ده پوه شو، کله چې دا افکار څرګندېږي، څه باید وکړو.
 
د مثبتو څیزونو ویل تمرین کړئ
د خپل ځان، شاوخوا خلکو او راتلونکې په اړه د مثبتو څیزونو ویل کولای شي، د ذهن په ټولیز وضعیت باندې اغېز وکړي، ځکه چې مثبت افکار د ښو پایلو او منفي افکارو تر ډېره د بدو پایلو سبب ګرځي. د مثبتو افکارو په بنسټیز کولو سره کولای شئ، له منفي کړنو څخه مخنیوی وکړئ، د مثبتو افکارو د بنسټیز کولو لپاره، کولای شئ د بېلګې په توګه: د خپلو مثبتو ځانګړتیاوو لړلیک چمتو کړئ او هغه په داسې ځای کې کېږدئ، چې وکولای شئ هره ورځ یې ووینئ، لکه د مېز یا هیندارې پرمخ.
 
په شېبه کې ژوند وکړئ
په تېرو تېروتنو یا په راتلونکو پېښو باندې تمرکز کول کولای شي، ستاسو په اوسني مثبت اوسېدو باندې اغېزه وکړي او په ذهن کې د منفي افکارو د پیاوړتیا سبب شي، په دې شرایطو کې تر ټولو غوره کار دا دی، چې په ورځنیو فعالیتونو یا دغه راز په هغو فعالیتونو باندې په تمرکز کولو سره، چې ستاسو د آرامتیا سبب ګرځي، حواس مو په بل لوري کړئ.
 
له منفي فکر لرونکو افرادو څخه لیرې شئ
منفي فکر کول، کولای شي ساري وي، له دې امله، له منفي فکر لرونکو همکارانو او آشنایانو څخه د امکان تر بریده د واټن ساتل، کولای شي ستاسو په روحیه باندې مثبته اغېزه وکړي. البته په بشپړه توګه له منفي فکر لرونکو لیرې والی ناشونی کار دی، له دې امله، له دې افرادو سره د تعامل په صورت کې، له هغوی سره، له جرو بحث کولو څخه ډډه وکړئ.
 
ستونزې خوشې کړئ
کله وخت له بدو افکارو سره د مبارزې پرځای، باید ژوره ساه وباسئ، وې منئ او خپل ژوند ته دوام ورکړئ، د دې کار زده کول یو ستونزمن کار دی، خو په دې مهارت باندې واک پیدا کول، د عمر تر پایه له منفي افکارو سره د مبارزې لپاره تر ټولو غوره لاره ده، د بېلګې په توګه: ښایي په دې اړه اندېښمن واوسئ، چې په کار ځای کې د تېروتنې له امله، خپله دنده له لاسه ورکړئ، خو د هغې تېروتنې د تثبیت پرځای، چې کړې مو ده، باید له خپلې تېروتنې څخه درس واخلئ او په راتلونکې کې د نه تکرارولو لپاره یې ځغلنده ګامونه پورته کړئ. بدې پېښې ته د په تمه پاتې کېدو پرځای، په ښه والي باندې تمرکز وکړئ.
 
د دې څیزونو په اړه، لکه: «زه کولای شم، هرڅه کنټرول کړم» «زه نه شم کولای، چې په خپل تېر کې بدلون رامنځته کړم» او «وخت د حرکت په حال کې دی» فکر وکړئ.
 
منفي افکار لیرې کړئ
دا ښایي عجیبه تر سترګو شي، خو د اوهایو په ایالت کې یوې څېړنې څرګنده کړې ده، هغه افراد، چې خپل بد افکار لیکي او وروسته کاغذ لیرې غورځوي، د هغو افرادو په پرتله، چې کاغذ یې ساتلی دی، له خپل ځان څخه ښه انځور لري. لیکل د ستونزو د بیانولو لپاره یوه لاره ده او د هغو له شر څخه خلاصېدل کولای شي، په ذهن باندې مثبت اغېز ولري.
 
خپل اوزګار وختونه ډک کړئ
ډېری بد افکار د یوازېتوب او اوزګارتیا په وختونو کې ذهن ته راځي، ځکه په دې وختونو کې غوره ده، چې د ترسره کولو لپاره کارونه پیدا کړئ، لکه د یوه فلم ننداره کول، ورزش کول، کتاب لوستل، پلی مزل کول او ... یوازې اوسېدل بد نه دي، خو یوازې پاتې کېدل، له دې پرته، چې کوم کار ترسره کړئ، کولای شي د منفي افکارو، اندېښنې او خپګان د رامنځته کېدو سبب شي.
 
په خپل بدن باندې پام کوئ
د اروایي او جسمي روغتیا ترمنځ مستقیمه اړیکه شتون لري، که له یوې څخه یې ناخبره شئ، نو بله یې زیانمنېږي، له دې امله باید خپل بدن ته لومړیتوب ورکړئ، ترڅو مغز له سټرس او منفي افکارو سره د مقابلې لپاره چمتو او سمبال واوسي. د بدني روغتیا ساتنې لپاره، د دې ټکو مراعات کول اړین دي:
ـــ په اوونۍ کې درې تر پنځه ځله، لږ تر لږه د دېرش دقیقو لپاره ورزش وکړئ.
ـــ متوازن خوړنیز رژیم ولرئ او د ناسالمه خوړو له خوړلو څخه ډډه وکړئ.
ـــ هره ورځ له شپږو څخه تر اتو ګیلاسونو پورې اوبه وڅښئ.
ـــ هره شپه شپږ تر اتو ساعتونو پورې منظم خوب ولرئ.
 
مډیټېشن وکړئ
مډیټېشن د مثبت فکر د پیاوړتیا او د اروایي روغتیا لپاره، یوه له غوره لارو څخه ده، چې له منفي افکارو څخه د ذهن د پاکولو سبب ګرځي، له دې امله د ورځې لس تر پنځلس دقیقو پورې مډیټېشن او آرام ناستي ته ځانګړې کړئ، په خپلې ساه ایستنې باندې تمرکز وکړئ او اجازه ورکړئ، چې افکار مو په آزاده توګه حرکت وکړي.
 
د اړتیا په صورت کې متخصص ته ورشئ
که د پورته ټکو په مراعات کولو سره مو ونه شو کولای، منفي افکار مو کنټرول کړئ، نو اړینه ده، چې یوه متخصص ته مراجعه وکړئ، دغه راز که خپه یاست، د ځان وژنې یا خپل ځان ته د تل پاتې زیان اړولو هوډ لرئ، نو باید ژر تر ژره یوه ارواه پوه ته ورشئ؛ هغوی د مثبتو افکارو د بیا موندنې په تګلوري کې د مناسبو روزنو پرمټ له تاسو سره مرسته کوي او د زده کولو پرمهال له تاسو څخه ملاتړ کوي.