رهبري غورده که مدیریت؟

د رهبرۍ او مدیریت له توپیرونو او ورته والي سره آشنا شئ.
 
غوره مدیر اوسېدل د دې سبب نه ګرځي، چې فرد په یوه پیاوړي رهبر باندې بدل شي. ډېری کسان د مدیریت او رهبرۍ اصطلاحګانې یوه د بلې پرځای کاروي، په داسې حال کې، چې دا دوې اصطلاحګانې له یوبل سره توپیرونه لري.
 
د رهبرۍ او مدیریت ترمنځ په توپیرونو باندې پوهېدل، له تاسو سره مرسته کوي، چې په یوه سازمان کې خپل رول په ښه توګه درک کړئ.
 
د شته توپیرونو په ټاکلو سره کولای شئ، خپلې وړتیاوې پیاوړې کړئ او غوره کاري وړتیا ته لاسرسی پیدا کړئ. دا چې پوه شئ، څه څیز د مدیریت او رهبرۍ برخې سره جلا کوي، له تاسو سره مرسته کوي، چې په دې برخه کې تر ټولو ښه توازن رامنځته کړئ.
 
په دې لیکنه کې هڅه کوو، چې د رهبرۍ او مدیریت ترمنځ ورته والي او توپیرونه وڅېړو او وګورو، چې کوم یو یې کولای شي، غوره کړنې ترسره کړي.
 
مدیریت او رهبري څه څیزونه دي؟
د رهبر ځواک له نورو څخه د هغه له جلا کولو او د ملاتړ لپاره د هغوی له هڅولو څخه سرچینه اخلي، دا کسان له خپلو وړتیاوو او اغېز څخه د تګلارو، د رامنځته کوونو د لارښوونو او نوښتونو د ننګولو لپاره ګټه اخلي. رهبران په ځینو مواردو کې، د خپلو اړتیاوو پر بنسټ قوانینو ته بدلون ورکوي.
 
پیټر ډاکر په دې اړه داسې وایي:
د رهبرۍ یوازینی تعریف، هغه فرد دی، چې د خپل ځان لپاره څارونکي لري، دې تعقیب کوونکو ته د رسېدو لپاره، فرد اغېز ښندنې ته اړتیا لري، خو نباید د یووالي حس نالیدلی ونیول شي.
 
مدیران ډاډا ترلاسه کوي، چې کارمندانو یې شته معیارونه درک کړي دي او شته سیاستونو ته پایبند دي. دوی ډاډمن کېږي، چې د رهبرانو موخه یې په سمه توګه ترلاسه کېږي. دا کسان پیاوړي دي.
 
په دندو باندې د تمرکز پر وړاندې په موخو باندې تمرکز کول
رهبران معمولاً د سازمان له موخو او معلوماتو سره لېوالتیا لري، هغوی د سترو انځورونو په لټه کې دي او هڅه کوي، چې د خپلو معلوماتو د واقعي کولو لپاره، نویو تګلارو ته لاسرسی پیدا کړي.
 
رهبران نوي مسایل ازمویي او تل خپلو آیډیاوو ته د شرکت له ماموریت سره تړاو ورکوي.
په دې لړ کې، مدیران د دندو د ترسره کولو په هڅه کې دي، له دې سره سره، چې دا افراد د شرکت معلوماتو ته پایبند دي، خو دنده یې سیاستونو ته پایبندي ده. مدیران د خپل سازمان د رهبرانو لپاره سترې نظریې ترسره کوي.
پلورل د ویلو پر وړاندې
له هغه ځایه، چې رهبران تل د رامنځته کوونو او نوښتونو په لټه کې دي، باید نور دې باور ته ورسوي، چې نظریې ارزښتمنې دي.
 
په یاد ولرئ، چې هغوی خپل اعتبار، په دې توګه ترلاسه کوي، چې نور هڅوي، ترڅو په خپل فکري تګلوري کې مېشت شي. له بلې خوا مدیران خپلې آیډیاوې نه پلوري، ځکه د هغوی رول د سیاستونو ترلاسه کول او ترسره کول دي، کارمندان هم هماغه کار ترسره کوي، کوم چې د مدیرانو له خوا یې ورته ویل شوي دي.
 
د خطرونو د کمښت پر وړاندې خطر منل
هر کله، چې نوې آیډیا ازمویل کېږي، ښایي خطرونه هم ولري. رهبران خطر منونکي دي، ځکه تر ډېره د بدلون د رامنځته کولو په لټه کې دي، په دې حالت کې مدیران هڅه کوي، تر کومه ځایه یې، چې په توان پوره وي، شته خطرونه را کم کړي.
 
هغوی ډاډ ترلاسه کوي، چې کارمندان هغه څه چې تعریف شوي دي، په سمه توګه ترسره کوي، کله چې ستونزه رامنځته کېږي، نو مدیران ستونزې رهبرانو ته راجع کوي، ترڅو سم سیاستونه تر لاس لاندې ونیسي.
 
د دستور پر وړاندې هڅوونه
په دې برخه کې د مدیریت او رهبري ترمنځ کرښه خورا تیاره ده او په دې پورې تړاو لري، چې د خپلو دندو پر وړاندې د مدیرانو تګلاره څه ده.
رهبران تر ډېره خپل کارمندان هڅوي، چې په ښه توګه فکر وکړي او له راتلونکې څخه یو ستر انځور ولري، په عین حال کې مدیران معمولاً د خپلې کاري برخې په بېلابېلو اړخونو کې روښانه کړنلارې لري، هغوی هم کولای شي، چې خپل کارمندان وهڅوي، خو اصلي دنده یې د دستورونو بیانول دي.
 
د اوبو له جریان سره د سم حرکت کولو پر وړاندې د اوبو د جریان پر خلاف حرکت کول
رهبران ننګوونې ته اړتیا لري، هغوی نوي مسایل ازمویي، ترڅو وګوري نوې تګلارې د ستونزو په حل کولو کې اغېزناکه ده او که نه.
 
دا کسان هڅه کوي، چې د سازمان سیاستونه د سازمان له بصیرت سره برابر کړي، په دې حالت کې مدیران هڅه کوي، چې په دې تګلوري کې خپل ځان وساتي، هغوی هڅه کوي، یو لړ لارښوونې تعقیب کړي.
 
د تائید پر وړاندې انګېزه
کله چې یوه نوې موضوع ازمویئ، د ماتې خطر مو هم زیاتېږي. رهبران باید تل انګېزه لرونکي وي او د نورو د انګېزې په ساتلو کې هم غوره کړنې ترسره کړي.
 
هغوی هرڅه ته د سازمان په بصیرت پورې تړاو ورکوي، کله چې یو شرکت پیاوړی بصیرت لري، رهبر کولای شي، له هغه څخه د خپلو کارمندانو د هڅولو لپاره ګټه واخلي، کله چې یو فرد مدیریت کوئ، ستاسو اصلي موخه په سمه توګه د کارونو د ترسره کولو تائیدول دي.
 
له قوانینو څخه د پیروۍ پر وړاندې د قوانینو ماتول
رهبران باید د شرایطو پر وړاندې چټګ غبرګون ولري او په ځینو شرایطو کې قوانین مات کړي. تر ډېره قوانین سخت دي او د نوښتونو د رامنځته کولو اجازه نه ورکوي.
 
د یوه مدیر اعتبار په افرادو باندې د هغه له کنټرول څخه سرچینه اخلي. مدیران د کارونو د سم ترسره کولو لپاره کنټرول ته اړتیا لري.
 
د دندو د ځانګړو کولو پر وړاندې د نظریو پالل
رهبران تل د نویو شرایطو د ښه والي په لټه کې دي او د نویو مسایلو په مرسته، په دې ښه والو پسې ځي، هغوی نوې آیډیاوې او آزاد تفکر پالي، ځکه له خپلو موخو څخه ملاتړ کوي.
 
هغوی په دې باندې په ښه توګه پوهېږي، چې له آیډیاوو څخه یې ډېر افراد ملاتړ وکړي، ټولیز ځواک کولای شي هغوی ته د نویو رامنځته کوونو په لور لارښوونه وکړي.  
 
په دې حالت کې مدیران نه شي کولای شي، د آزاد تفکر ملاتړ وکړي، ځکه د شرکت د تمو د پوره کولو وړتیا نه لري، دا کسان یوازې خپلو کارمندانو ته وایي، چې کوم کار باید ترسره کړي.
 
آیا دا دوه مورده له یوبل څخه غوره والی لري؟
لکه څنګه چې متوجه شوئ، د رهبرۍ او مدیریت ترمنځ ډېر زیات توپیرونه شتون لري، خو دا دواړه د یو بل بشپړونکي دي. رهبران خطر منونکي، رامنځته کوونکي او په شته شرایطو کې بدلون رامنځته کوونکي دي.
 
له بلې خوا مدیران په شرکت کې د یوې پروسې له رامنځته کولو سره مرسته کوي، دا موضوع په دې مانا نه ده، چې له دې وو څخه یو له بل څخه غوره رول دی. شرکتونه مدیرانو او رهبرانو ته اړتیا لري، ترڅو چارې په ډېرې آسانۍ سره ترسره شي.
 
د مدیریت نه شتون، سازمان له ماتې سره مخ کوي او موخو ته نه شي رسېدای.
 
د رهبر نه شتون، د یوې ناهیلې کاري فضا د رامنځته کېدو سبب ګرځي.
 
کله چې خبره له اعتبار او ځواک څخه رامنځته کېږي، کېدای شي مدیران او رهبران د یوه چوکات په دوو مخالفو لورو کې وي، خو په هماغه ټیم کې دي.
 
رهبر کولای شي، یو ستر لیدلوری ولري، خو د دې مواردو د ترسره کولو لپاره د یوه مدیر له شتون پرته، لیدلوری او بصیرت په واقعیت باندې نه بدلېږي.
 
مدیران باید معیارونو ته درناوی وکړي، خو که هغوی له یوه رهبر څخه الهام نه وي اخیستی، نه شي کولای، چې له کاري ځواک سره خپل لیدلوری شریک کړي.
 
څنګه کولای شو د رهبرۍ او مدیریت ترمنځ توازن رامنځته کړو؟
د رهبرۍ او مدیریت ترمنځ یوه ښه اړیکه شتون لري، په ځینو مواردو کې تاسو داسې یوه فرد ته اړتیا لرئ، چې کارونه په سمه توګه پرمخ یوسي.
 
څه وخت باید د رهبرۍ له مهارتونو څخه ګټه واخیستل شي؟
دا چې څه وخت د رهبر له مهارتونو څخه ګټه واخیستل شي، په کاري ځواک او د شرکت د ترسره کولو په تګلوري پورې به تړاو ولري.
 
که ستاسو غړي د شرکت د موخو او بصیرت په اړه روښانه درک ولري، کولای شي له یو رهبر څخه مرسته وغواړي، هغوی باید په داسې یوه فرد باندې اعتماد وکړي، چې د شرکت  د اوسنیو سیاستونو په اړه معلومات ولري.
 
که په دوامداره توګه د خپل ټیم غړي د خپلو معمولو دندو ترسره کولو ته هڅوئ، نو د آزاد تفکر هڅول به لږ څه درته ستونزمن وي. کله چې یو ټیم له مسلکي غړو څخه تشکیل شوی دی، چې هر یو یې خپل رول په ښه توګه پېژني، نو تاسو یو ښه او هوسا تګلوری په مخ کې لرئ.
 
دا افراد کولای شي، د خپلو مسؤولیتونو په ساتلو سره، په رامنځته کوونو او نوښتونو کې هم ګډون وکړي. کله چې رهبر کار ته داخلېږي، کولای شي نوي مسایل رامنځته کړي.
 
څه وخت د مدیر رول ته اړتیا لرئ؟
کله چې په یوه نوې کاري برخه کې یاست، هغه چاته اړتیا لرئ، چې درته ووایي، څنګه باید خپل کارونه ترسره کړئ. کله چې ستاسو د ټیم غړي نوي دي، د مدیرانو شتون اړین دی.
 
هغوی کولای شي له کارکوونکو سره مرسته وکړي، ترڅو خپل کار په ښه شونې توګه ترسره کړي.
 
مدیران دغه راز پوهېږي، چې کار کوونکي یې څومره کار ترسره کولای شي، هغوی په دې باندې پوهېږي، چې افرادو ته د له بریده زیات مسؤولیت سپارل، کولای شي د هغوی په کړنو او روحیه باندې بده اغېزه وکړي، هغوی د کارکوونکو له ګټورتیا څخه ساتنه کوي او دا درک کوي، چې هر فرد څنګه کار کوي او سټرس ته منفي ځواب ورکوي.
 
سازمانونه تل مدیرانو ته اړتیا لري، ترڅو له هغو کارمندانو سره مرسته وکړي، چې په خپلو کارونو کې پرېکنده توب نه لري. مدیر هغه شخص دی، چې کولای شي له تاسو سره یوې ستونزې ته د حل لارې په موندلو کې مرسته وکړي.
 
هغه شرکت، چې یوازې له رهبرانو څخه تشکیل شوی وي، نه شي کولای، چې خپلې ټولې موخې او بصیرتونه په  واقعیت باندې بدل کړي.
 
د مدیر شتون کولای شي، کارونه تر پخوا ډېر پرمخ یوسي. سازمانونه خپل بشپړ ځواک ته د رسېدو لپاره د مدیرانو او رهبرانو شتون ته اړتیا لري، تاسو نه شئ کولای یو له دې رولونو څخه د بل له شتون  پرته ترسره کړئ.