د هغو کارمندانو پنځه عادتونه، چې په کار ځای کې لوړتیا ترلاسه کوي

په دې باندې هرومرو پوهېږئ، هر څوک دومره ښه چانسی نه دی، چې په کار ځای کې ترې ستاینه وشي او لوړتیا ترلاسه کړي، که څه هم داسې افراد شته، چې ډېر زیات کار کوي او په کار ځای کې بریالي دي، خو د هغوی د بریا راز څه دی؟ آیا په کار کولو کې له ځانګړو اصولو او تګلارو څخه کار اخلي؟ یا هغه عادتونه، چې په کار ځای کې د لوړتیا سبب ګرځي؟ په دې لیکنه کې په بریالیو کسانو او په کار ځای کې د هغوی د بریا په راز باندې رڼا اچول کېږي، که چېرې تاسو هم غواړئ، چې په دې موضوع باندې پوه شئ، نو لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
د روښانه موخو ټاکل او د پرمختګ منظمه ارزونه
بریالي کارمندان د موخو د ټاکلو په ارزښت باندې پوهېږي، دا ډول کارمندان د خپلو کړنو د انعکاس لپاره وخت په پام کې نیسي او موخو او د پروګرامونو ترسره کولو ته د رسېدو لپاره، منظمې سټراټیژیانې لري، چې ترې پیروي کوي.
 
د مثبت لید لرل
هغه کارمندان، چې تل لوړتیا ترلاسه کوي، په کار ځای کې له مثبت لید لوري او خوش بینانه تګلارې څخه برخمن دي. هغوی په دې باور دي، چې کولای شي په خنډونو باندې غلبه وکړي او تل او دغه راز په هر ډول شرایطو کې کولای شي پرمختګ وکړي، په همدې دلیل نرم او انعطاف منونکي افراد دي، هغوی کولای شي له ننګوونو سره مخامخ شي او همدا راز په پرېکنده ډول له ستونزو سره مخامخ شي، دا ډول کارمندان تل خوشاله دي، په کاري ټیم کې له حضور لرلو څخه خوند اخلي او نور هم خوش بینۍ ته هڅوي.
 
تر ډېره هغه کسان په کار ځای کې لوړتیا ترلاسه کوي، چې په خپل کار او مسلک کې، له زده کړې او ودې سره ډېره زیاته مینه او لېوالتیا لري، هغوی تل د پراختیا او بدلون په حال کې دي، دا کارمندان د ډېرو معلومات لرونکي او تازه دي، چې د خپل مسلک په تګلوري کې، خپلو تخصصي مهارتونو ته ښه والی ور بښي، ترڅو وکولای شي، ننګونې له منځه یوسي او مسؤولیت منونکي افراد واوسي.
 
د اغېزناکې اړیکې ټینګښت
ښه اړیکیز مهارتونه، په کار ځای کې د بریا او لوړتیا یو مهم لامل ګڼل کېږي، هغه بریالي کارمندان، چې د یوه فرمان په وسیله یې لوړتیا ترلاسه کړې ده، کولای شي خپلې آیډیاوې او نظرونه، په روښانه، لنډه او مسلکي توګه بیان کړي، هغوی دغه راز ښه اورېدونکي دي او کولای شي د نورو نظرونو او لیدلورو ته غوږ ونیسي او د هغوی په درک کولو سره، په کاري ټیم کې غوره کړنې ترسره کړي. د اغېزناکې اړیکې مهارتونه، له همکارانو او لوړ رتبه کار کوونکو سره د پیاوړو اړیکو د رامنځته کېدو سبب ګرځي، ترڅو له دې لارې وکولای شي، له نویو فرصتونو څخه برخمن شي.
 
د کړنو نوښت
هغه افراد، چې تر ډېره لوړتیا ترلاسه کوي، فعال په خپلو کړنو نوښت را منځته کوونکي کارکوونکي دي، دا کارمندان په تمه نه پاتې کېږي، چې نور ورته ووایي، چې باید کوم کار ترسره کړي، په بدل کې یې خپل پیاوړي ټکي پېژني او په کار کې د پرمختګ لپاره اقدام کوي، هغوی ستونزو ته د حل لارې پیدا کولو او له نویو ننګوونو سره د مقابلې لپاره، تل مخکښ دي، دا چاره د دې سبب ګرځي، چې مشران یې د کارمند له مسؤولیت منلو څخه باخبره شي او د شرکت د بریا لپاره د هغه په تګلارې باندې پانګونه وکړي.