د سازماندهۍ یوولس مهارتونه، چې هر هوښیار رهبر ورته اړتیا لري

د سازماندهۍ نه شتون، تر ډېره د ګډوډۍ یا لږ تر لږه د سټرس د کچې د لوړتیا سبب ګرځي، کله چې رهبر یاست د سازماندهۍ د لرلو د وړتیا اړتیا ډېر ارزښت پیدا کوي، له دې وروسته، ټول خلک د زده کړو لپاره تاسو ته راځي، خو د ډېرې سازماندهۍ لپاره، له کومه ځایه یې پیل کړو؟ په دې لیکنه کې هوډ لرو، چې د سازماندهۍ په یوولس مهارتونو باندې، چې باید د هر رهبر زده وي، رڼا واچوو، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
۱ ـــ د وخت د مدیریت تګلاره
د وخت کمزوری مدیریت، په یوه شرکت کې د ډېرو ستونزو جرړه ده، د یوه رهبر په توګه دا ستاسو مسؤولیت دی، چې ډاډ ترلاسه کړئ، هر څه د ساعت په څېر کار وکړي، دا یوازې له هغه څه څخه د یوه پیاوړي درک په لرلو سره، چې باید ترسره شي، شونی دی.
 
په دې برخه کې ماتې د دې سبب ګرځي، چې ونه شئ کولای په خپله دنده کې سم کار وکړئ، په ناڅاپي توګه، د هر څه پر وړاندې ستاسو وړتیا را کمېږي.
 
له لاندې مواردو څخه خبر واوسئ:
ـــ هغه دندې، چې باید بشپړې شي
ـــ وروستۍ نېټه یې
ـــ د اړتیا وړ کار کچه
ـــ هر هغه څه، چې په هېڅ توګه ځنډول کېدای او له پامه غورځېدای نه شي
ـــ هره ورځ یې یاددښت کړئ
 
۲ ـــ د پروګرام جوړونې وړتیا
پروګرام جوړونه د دې سبب ګرځي، چې سازماندهي آسانه شي، خو کله چې له پروګرام جوړونې څخه خبره رامنځته کېږي، خو تر ډېره، ډېری کسان پکې له ستونزو سره مخ کېږي. بیا هم کمزورې پروګرام جوړونه په سازمان کې د ګډوډۍ او په تاسو باندې د لا ډېر فشار سبب ګرځي.
 
په یاد ولرئ، چې پروګرام جوړونه، بېلابېلې بڼې لري، لکه د وخت مدیریت او د یوې پروژې د ترسره کولو بڼه، په عین حال کې یو هوښیار رهبر باید یو ګام مخکې پورته کړي، ترڅو توپیر رامنځته کړي، تاسو باید دغه راز د نورو پروګرامونو څخه خبر واوسئ.
 
۳ ـــ پروګرام جوړونه
پروګرام جوړونه نورو ته دا ښکاره کوي، چې تاسو د هغه څه په اړه، چې ترسره کوئ یې، معلومات لرئ، همدا راز څرګندوي، چې د هغه څه په تړاو، چې ترسره کېږي، په دقیقه توګه معلومات لرئ او د پروژو په بشپړولو کې هېڅ ستونزه شتون نه لري.
 
د پروګرام جوړونې په برکت، په بېلابېلو برخو کې، له وخت څخه ستاسو درک ښه کېږي، دا له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د پروژې کنټرول خوندي کړئ او دغه راز د پېښو په درک سره، ستونزې حل کړئ.
 
۴ ـــ د سرچینو د سازماندهۍ وړتیا
مهمه ده، چې له خپلو سرچینو څخه ډېره زیاته ګټه واخلئ او دا سازماندهۍ ته اړتیا لري، حتا له دې سرچینو څخه د ګټه اخیستنې په وخت باندې پوهېدل هم مهم دي، ترڅو له ستړیا څخه مخنیوی وشي یا په ناسمو وختونو کې ترې ګټه وانخیستل شي.
 
سازماندهي په دې مانا ده، چې په شدیده توګه له هغو سرچینو او کسانو څخه، چې شونې ده، له یوې پروژې سره اړیکه ولري، خبر واوسئ.
 
ستاسو ځواک باید له اړینو اړتیاوو سره د سمو سرچینو نښلون هم وي، د دې کار نه ترسره کول، د سرچینو د بېځایه لګولو په مانا دی.
 
د دې لپاره، چې په دې اړه، له سازماندهۍ څخه ډاډ ولرئ، لومړی باید د یوې نوې پروژې له پیلولو مخکې خپلې سرچینې وپېژنئ، دا تاسو ته د دې شونتیا درکوي، چې د ستونزې پرمهال، ترې ګټه واخلئ.
 
۵ ـــ د سپارلو وړتیا
سپارل هغه هنر دی، چې ټول پرې واک نه لري، یو اغېزناک رهبر همدا راز د کومې ستونزې له رامنځته کېدو پرته د یوې پروژې د ترسره کولو ارزښت درک کوي.
 
ناشونې ده، چې د یوې پروژې ټول اړخونه په یوازې توګه خپله اداره کړئ، په دې ځای کې د دندو سپارل، له تاسو سره مرسته کوي، له دې څخه په خبرون، چې څوک د یوه ځانګړي کار د ترسره کولو لپاره غوره دی، د پروژې په ټولو اړخونو باندې د څار لپاره به تاسو آزاد کړي.
 
یو منظم رهبر په دې باندې پوهېږي، چې ټیم یې له خپلو پیاوړو او کمزورو ټکو څخه خبر دی، مخکې تر مخکې خبر اوسېدل په دې مانا دی، کله چې یوه ستونزه رامنځته کېږي، وارخطا نه شئ، ځکه تاسو پوهېږئ، چې له چا څخه د مرستې غوښتنه وکړئ.
 
د سازماندهۍ په برکت به ستاسو ټیم ډېره زیاته وړتیا ولري او کارونه به ستاسو په اوږو باندې په ډېر کم فشار سره ترسره کېږي.
۶ ـــ د لومړیتوبونو درک کول
لومړیتوب بندي به ستاسو ژوند آسانه کړي. د کارونو د لړلیک رامنځته کول او له دې څخه خبر اوسېدل، چې د کوم یو وخت یې د پای ته رسېدو په حال کې دی، د غوره پروګرام جوړونې او د ډېر کم سټرس سبب ګرځي. لکه څنګه چې تجربه ترلاسه کوئ، د تر ټولو مهمو دندو په پېژندنه کې به په نفس باندې ډېر زیات اعتماد ولرئ.
 
دا یوه تېروتنه ده، چې په کم ارزښته موضوعاتو باندې خپله انرژي متمرکزه کړئ او تر ټولو مهم څیزونه نالیدلي نیول کېږي، لومړیتوب بندي تاسو په هغه تګلوري کې مېشتوي، چې په هغه کې اړتیا لرئ، هر څه بشپړ کړئ.
 
۷ ـــ په ګډه د کار کولو وړتیا
سمه همکاري، ژوند آسانه کوي، یوازې ستونزه داده، چې ستاسو له لوري سازماندهۍ ته اړتیا لري. یو منظم رهبر هغه افراد، چې ښایي د یوه ځانګړي کار د ترسره کولو لپاره تر ټولو غوره فرد وي، پېژني. د سازماندهۍ نه لرل، تاسو د مرستې د لټون لپاره سرګردانه کوي.
 
۸ ـــ د موخو ټاکل
د یوه منظم فرد لپاره د موخو ټاکل آسانه او وروسته ورته لاسرسی لاپسې آسانه دی. یو هوښیار رهبر کولای شي، نورو ته دا ښکاره کړي، چې موخې ټاکلی شي، هغو ته د رسېدو لپاره کار وکړي او په پای کې هغو ته لاسرسی پیدا کړي، د دې کار ترسره کول یوازې د سازماندهۍ په وسیله شونی دی.
 
که د خوځېدو له تګلوري څخه ناخبره واوسئ، نه شئ کولای، چې موخې ته ورسېږئ، تاسو باید هغه اقدامات، چې اړین دي، درک کړئ، له دې پرته هېڅکله به کوم څیز ته لاسرسی پیدا نه کړئ. سازماندهي له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو هر پړاو او په هغه پورې اړونده ستونزه  وپېژنئ.
 
۹ ـــ وړتیا   
سازماندهي او وړتیا له یو بل سره مستقیمه اړیکه لري، ځکه تاسو نه شئ کولای، چې یو مورد ولرئ او بل ونه لرئ، وړتیا د پروګرام جوړونې لپاره د اړتیا سبب ګرځي، نو له دې امله، له ډېرو کمو ستونزو سره به مخامخ شئ.
 
وړ او فعال اوسېدل  تاسو ته اجازه درکوي، په دې باندې پوه شئ، هر شېبه د پروژې په کوم ځای کې قرار لرئ، په دې خاطر، چې تاسو څیزونه داسې سازماندهي کړي دي، ترڅو وکولای شئ، مخکې تر دې چې ستونزه رامنځته شي، له منځه یې یوسئ، په یاد ولرئ، د مسایلو د پېژندنې لپاره ستاسو ځواک او وړتیا، له یو بل سره په همغږۍ کار کوي.
 
د دې مهارت د زده کولو لپاره، تاسو باید د هرې پروژې لپاره وخت ځانګړی کړئ او هغه په بېلابېلو برخو باندې ووېشئ. په دې باندې پوه شئ، چې هر پړاو څنګه پرمختګ وکړي او څوک د هرې برخې مسؤول دی، د ستونزو پېژندل او د هغو حل کول، تاسو ته اجازه درکوي، چې هر څه په منظمه توګه پرمخ یوسئ.
 
وړتیا یو مهارت دی، چې د وخت په اوږدو کې پراختیا مومي، له دې امله په یوه پیاوړي رهبر باندې  د بدلون لپاره په هغه باندې کار کولو او د ستونزو له منځه وړلو ته دوام ورکړئ.
 
۱۰ ـــ روښانه او واضحه اړیکې
یو ځواکمن رهبر باید تل وکولای شي په واضحه توګه اړیکې ټینګې کړي. د سازماندهۍ په مهارتونو سره به ووینئ، چې دا کار آسانه دی.
 
د دې مهارت په برکت، تل پوهېږئ، چې څه پېښ شوي دي او کولای شئ، چې هر ډول مسایل حل کړئ، تاسو دغه راز کولای شئ، دقیقاً هماغه څه، چې ورته اړتیا لرئ، وې لېږدوئ، ځکه منظم یاست او په هغه شېبه کې، شته وضعیت باندې پوهېږئ، په لڼده او آسانه توګه د مسایلو د بیان لپاره ستاسو وړتیا ته پام سره، په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ، دندې ترسره کړئ.
 
د یوه رهبر په توګه، د ښو اړیکو لپاره، باید په خپلو وړتیاوو باندې باور وکړئ، که له هغو بېلابېلو مهارتونو څخه، چې پورته ترې یادونه وشوه، ګټه واخلئ، د خپل غږ په اړه به لا ډېر اعتماد ولرئ، چې په ټیم باندې مثبته اغېزه لري.
 
۱۱ ـــ په خپل ځان باندې د پام کولو وړتیا
که په خپل شخصي ژوند کې سازماندهي ونه لرئ، نو له پورته مواردو څخه هېڅ یو به یې اغېزناک نه وي، په خپل ځان باندې د پام کولو وړتیا هغه مقناطیس دی، چې هر څه د یو بل ترڅنګ ساتي، تاسو باید سالم خواړه وخورئ، ښه ویده شئ او خپلې عمومي روغتیا ته پام وکړئ. سازماندهي ستاسو د ژوند په هره برخه کې اړینه ده، ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې ښه توازن لرئ.
 
په کنټرول کې د نه اوسېدو، ستړیا او د ګډوډۍ احساس یا بل هر منفي څیز، د یوه رهبر په توګه به ستاسو په وړتیاوو باندې ژوره اغېزه ولري. 
 
وروستۍ خبره
دا یوولس مهارتونه، د هر هوښیار رهبر لپاره، چې ډېره سازماندهي غواړي، اړین دي. د خپل ځان په ښه کولو سره، نه یوازې په خپل نفس باندې به د لا ډېر اعتماد حس ولرئ، بلکې له هغو کسانو سره به، چې ستاسو د لارښوونې او الهام په لټه کې دي، ډېره زیاته مرسته وکړي.