هغه عادتونه، چې مغز ته زیان اړوي

موږ څو کارونه ترسره کوو او په دې باندې پوهېږو، چې نباید ترسره یې کړو، خو ځینې دا بد عادتونه کولای شي، چې په مغز باندې اغېزه وکړي، د بېلګې په توګه: د خوب کمښت کولای شي، یو د عقل د زوال له دلیلونو څخه وي، لکه الزایمر (هېره). 
 
غوره ده، چې د خوب منظم ساعتونه ولرئ، که د خوب ستونزه لرئ، د شپې له مخې، له کافئینو او برېښنایي وسایلو څخه ګټه مه اخلئ او له خوب څخه مخکې آرامتیا جوړونه یا مډیټېشن وکړئ.
 
ډېر یوازېتوب 
انسان باید ټولنیزه اړیکه ولري، مهمه دا نه ده، چې په ټولنیزو شبکو کې څو ملګري ولرئ، هغه څه چې مهم دی، د اړیکو د ټینګښت رښتینی احساس دی. هغه کسان، چې حتا له خپلو څو صمیمي ملګرو سره په اړیکه کې دي، خوشاله او ګټور دي، هغوی ډېر کم د عقل له زوال او الزایمر څخه ځورېږي. که د یوازېتوب احساس کوئ، له خپلو دوستانو سره اړیکه ټینګه کړئ یا یو نوی کار پیل کړئ، د ټنیس او ورزش په څېر فعالیتونه ترسره کړئ، چې اړینه ده، له یو بل فرد سره په اړیکه کې واوسئ. 
 
له ناسالمو خوړو څخه له بریده زیاته ګټه اخیستنه 
هغه کسان، چې په خپل خوړنیز رژیم کې، تر ډېره له برګر، سره کړو آلوګانو، چپس او غاز لرونکو څښاکونو څخه ګټه اخلي، د مغز هغه برخې یې، چې له زده کولو، حافظې او اروایي روغتیا سره تړاو لري، کوچنۍ کېږي. له بلې خوا توتان، بشپړې غلې دانې، وچې مېوې او هغه سبزیانې، چې پلنې پاڼې لري، د مغز کړنې خوندي کوي او د عقل د زوال بهیر پڅوي. له دې امله که بل ځل مو وغوښتل، چې یو کڅوړه چپس وخورئ، د دې پرځای یو موټی وچه مېوه وخورئ. 
 
د غوږۍ (هډفون) لوړ غږ
د غوږۍ په لوړ غږ سره کولای شئ، یوازې په ۳۰ دقیقو کې د خپل اورېدلو ځواک ته همېشنی زیان واړوئ، خو یوازې غوږ زیان نه ویني، په کمزورې بڼه اورېدل، په لوړ عمره کسانو کې، له مغزي ستونزو، لکه الزایمر او د مغزي جوړښت له لاسه ورکولو سره تړلي دي او ښایي په دې دلیل وي، چې مغز باید د هغه څه د درک کولو لپاره، چې په شاوخوا کې یې تېرېږي، په ډېرې سختۍ سره کار وکړي او هغه څه ونه شي کولای، چې په حافظه کې یې زېرمه کړي، کوم چې اورېدلي یې دي. له دې امله د غوږۍ غږ ټیټ کړئ او غږ یې نباید د دستګاه د غږ له شپېته سلنې څخه زیات وي او هڅه وکړئ، چې له دوه یا درې ساعته څخه زیات له غوږۍ څخه ګټه وانخلئ. 
 
لږ خوځښت (تحرک)
هر څومره، چې ډېر بې نظمه ورزش وکړئ، نو د عقل په زوال باندې د اخته کېدو احتمال ډېرېږي او دغه راز د شکرې او زړه په ناروغۍ او دغه راز د وینې په لوړ فشار باندې د اخته کېدو احتمال ډېر دی، چې دا ټول کېدای شي، له الزایمر سره هم تړاو ولري، اړینه نه ده، چې د دو ماراټن لوبه ترسره کړئ، په چاپېریال کې نیم ساعت چټک پلی مزل کول  ګټور دی، مهم ټکی دا دی، چې په اوونۍ کې یې لږ تر لږه درې ورځې ترسره کړئ. 
 
سګرټ څکول 
سګرټ کولای شي، چې مغز کوچنی کړي او اصلاً له سګرټو څخه ګټه اخیستل ښه نه دي، حافظه کمزورې کوي او د عقل په زوال او الزایمز د اخته کېدو احتمال دوه برابره کوي، دغه راز د زړه او د شکرې ناروغۍ او همدا راز د مغزي سکتې او د وینې د لوړ فشار سبب ګرځي. 
 
ډېر خوراک کول 
که له بریده زیات خواړه وخورئ؛ حتا که د ډېرو مناسبو خوړو مصرف هم وي، معز نه شي کولای، چې د اړیکو پیاوړې شبکه جوړه کړي، په سمه توګه فکر وکړي او حافظې ته معلومات وسپاري. که د اوږدې مودې لپاره ډېر خوراک وکړئ او تر ډېره بریده وزن زیات کړئ، کېدای شي، د زړه، د شکرې او لوړ فشار ناروغۍ سبب شي، چې دا ټولې ناروغۍ له مغزي او د الزایمر له ستونزې سره تړلې دي. 
 
په تیاره کې اوسېدل
که کافي او طبیعي رڼا ترلاسه نه کړئ، ښایي خپه شئ او دا کړنه کولای شي، مغز پڅ کړي. دغه راز څېړنې څرګندوي، چې د لمر وړانګې او رڼا د مغز د سمو کړنو سبب ګرځي.