د بریالۍ پلان جوړونې ۷ رازونه

پلان جوړونه د کاروبارونو یوه له مدیریتي وسیلو څخه ده، دغه راز کولای شي ستاسو په شخصي کارونو باندې هم اغېز ولري. د بریالۍ پلان جوړونې راز دا دی، چې پلان په تاسو پورې تړاو ولري او ستاسو لپاره طرحه شوی وي، نو باید خپلو وړتیاوو او موخو ته رجوع وکړئ، موږ له تاسو سره په یوه ځانګړنې پلان جوړونه کې مرسته کوو او تاسو ته به د یوې معیاري او بریالۍ پلان جوړونې د اساس، چوکاټ او بنسټ په هکله معلومات درکړو. د دې لیکنې لوستل کولای شي، ستاسو په ژوند کې د یوې ښې پېښې د رامنځته کېدو پیل وي، په دې شرط چې هوډ او عمل وکړئ.
 
په دې لیکنه کې لاندې پوښتنو ته ځواب ورکوو:
ـــ یوه بریالۍ پلان جوړونه کومې ځانګړتیاوې لري؟
ـــ ډېډ لاین څه ته وایي؟
ـــ د بریا تعریف څه دی؟
ـــ سم استراحت په بریا باندې څه اغېزه لري؟
 
د راتلونکې لپاره څنګه پلان جوړ کړو لپاره اووه رازونه 
۱ ـــ له پلان جوړونې څخه موخه څه ده؟
د پلان جوړونې او یا بل هر کار د پیل کولو لپاره اړینه ده پوښتنه وکړئ، چې موخه مو څه ده؟ که پلان جوړونه د خپلو هغو هیلو یو لېست ګڼئ، چې ور وبه نه رسېږئ؛ ښایي په راتلونکې کې ناهیلی شئ، ځکه په بریالۍ پلان جوړونه کې موخې باید ځینې ځانګړتیاوې ولري، د لاندې شپږو ځانګړتیاوو پرمټ په  ډېر آسانۍ سره کولای شئ، چې خپله موخه، د هغې پلان جوړونې لپاره، چې په بریا سره پای ته رسېږي، مشخصه کړئ.
 
واقع بینانه: یوه طرحه او موخه یوازې هغه ارزښت لري، چې په عملي توګه د ترسره کېدو وړ او واقع بینانه وي، باید د پلان جوړونې محدودیتونو ته په پام سره طرحه شي، که طرحه په تیوري کې ښه، خو په عمل کې بده وي، ګټه نه لري.
 
روښانه: له روښانه موخو سره یو ښه پلان، په ښه توګه تعریفېږي او په آسانۍ سره د درک وړ دی، ټولیزې موخې، لکه د روحیې ښه والی یا د ګټې ډېرښت، مبهم ماهیت لري او له ځانګړو بهیرونو او پروګرامونو سره مرسته نه کوي، د شونتیا په صورت کې موخې د آسانه کېدو لپاره باید اندازه شي، په یوه ښه پلان کې نباید مبهم او نامشخص څیزونه وي.
 
بشپړ: په یوه بریالي پلان کې باید هر هغه څه شامل وي، چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره اړین دي. که د ټول سازمان یا ژوند لپاره یوه بشپړه طرحه جوړه شي، ګټوره به وي، ځکه کولای شو ووینو، چې له هغې څخه کوم څه نه دي پاتې او تاسو له بریا سره ډېر کم واټن لرئ.
 
انعطاف منونکې: یوه انعطاف منونکې طرحه له کوم ځنډ پرته د پلانونو بدلونونه تنظیموي، له دې امله یوه طرحه نباید سخته او کلکه وي، یو پلان باید په کافي اندازه پراخ وي، ترڅو وکولای شي له راتلونکو ننګوونکو او نه پرېکنده توب سره مخامخ شي.
 
ګټې ته نږدې: خپل پلان باید شته سرچینو ته په پام او له بودیجې سره مناسب جوړ کړئ، په بل عبارت یو پلان باید خپل لګښت بېرته جبران کړي.
 
متوازن:
اړینه ده، ډاډ ترلاسه شي، چې د بېلابېلو پلانونو، لکه، د لنډ مهالو او اوږد مهالو پلانونو ترمنځ مناسبه همغږي شتون لري، په کاروبار کې د خپلو پلانونو هره برخه تنظیم کړئ، دا د مدیریت کار دی، چې وګورئ، ټول پلانونه په توازن کې دي یا نه.
 
۲ ـــ په پلان جوړونه کې ډېډلاین
وخت او ضرب العجل وټاکئ. ضرب العجل په انګلیسي کې د «Dead line» په مانا دی، یانې د خپلو لنډ مهالو، منځ مهالو او اوږد مهالو موخو لپاره وخت وټاکئ. تجربه څرګندوي، کله چې وخت مشخص نه کړئ، نو کار له خپل طبیعي مهال څخه ډېر وخت نیسي. که د یوه کتاب د مطالعه کولو لپاره، یوه میاشت وخت وټاکئ؛ یوه میاشت وخت نیسي، ترڅو یې ولولئ، خو که چېرې یوه اوونۍ مشخصه کړئ؛ نو وینئ، چې د یوې اوونۍ په پای کې مو هغه کتاب مطالعه کړی دی، نو مناسب ډېډلاین یا ضرب العجل وټاکئ، ترڅو د کارونو موده اوږده نه کړئ او وې لیکئ او په هغه ځای کې یې کېږدئ، چې د ورځې په اوږدو کې مو څو ځله پرې سترګې ولګېږي.
 
۳ ـــ بریالی ټیمي کار
ډله ایز کارونه ښې او غوره پایلې لري، په دې شرط، چې له خپلو موخو سره سم ټیم جوړ کړئ، په ټیمي کار کې دوه ټکي په یاد ولرئ:
د ټیم مشارکت: پلان جوړونه نباید د ډلې د مدیر انحصاري مسؤولیت وي، که چېرې د طرحې په جوړونه او تطبیق کې ټول ګډون او ورسره لېوالتیا ولري، نو یو کس به مسؤول نه وي، همدارنګه په پلان جوړونه کې ګډون په عمومي ډول د پلان د بریالیتوب لپاره د دوی رښتینې او جدي هڅې تضمینوي.
 
یووالی: د ډلې هره برخه د کار په اوږدو کې بېلابېلو پلان جوړونو ته اړتیا لري او په یوه مشخص کار باندې تمرکز کوي، یوه ښه او بریالۍ پلان جوړونه، دې ټولو برخو ته پخپل ځان کې ځای ورکوي او د کاروبار په ډله کې د ثبات د خوندیتوب او د موخې د متمرکزې کېدو سبب ګرځي.
 
۴ ـــ په کاري چاپېریال کې استراحت
استراحت هېرنه شي! موږ ډېر ساعتونه په کار باندې بوخت یو، کله وخت داسې فکر کوو، که د وخت په وروستیو کې هم څو دقیقې ډېر کار وکړو، نو ډېره ګټه به مو کړې وي، په داسې حال کې، چې له دمې پرته کار کول، کولای شي، چې ستاسو په جسم او انرژي باندې منفي اغېزه وکړي، دغه راز استراحت باید ګټور وي. د بېلګې په توګه: کله چې په یوه سخت ذهني کار باندې بوخت یاست، نو غوره ده، چې د استراحت لپاره یو سپک فزیکي کار ترسره کړئ، چې یو ځل بیا ستاسو فکر او ذهن بوخت نه کړي.
 
۵ ـــ پلان جوړونه او اغېزناکه څارنه
پلان جوړونه یو بهیر دی، یوازې نه یو پروګرام. په دې مانا، چې د ترسره کېدو پرمهال باید بررسي یې کړئ، ترڅو کارونه له هغه سره سم پرمخ لاړ شي او شرایطو ته په کتو ښایي اړینه وي، بدلونونه رامنځته کړئ.
 
۶ ـــ د پلان جوړونې ارزونه
له هرې تجربې وروسته، اړینه ده، بېرته را وګرځئ، د خپلې پلان جوړونې ډول او د خپلې بریا فیصدي وارزوئ، په دې توګه تاسو په بله پلان جوړونه کې وده کوئ او ډېرې کمې تېروتنې به ولرئ.
 
۷ ـــ په الله (ج) باندې توکل وکړئ
په ژوند کې ښایي له دېرش سلنه څخه لږ پیښې ستاسو تر کنټرول لاندې وي، زموږ شاوخوا ته ډېرې پېښې او بهرني لاملونه شتون لري، د ټولو بهرنیو لاملونو او احتمالاتو لپاره نه شو کولای، یو ځانګړی پروګرام جوړ کړو، کولای شئ د یوې بریالۍ پلان جوړونې لپاره په الله (ج) باندې توکل وکړئ او دغه راز خپله ټوله هڅه وکړئ، له الله (ج) څخه وغواړئ، چې خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کې له تاسو سره مرسته وکړي، ستاسو له لارې څخه ټول خنډونه لیرې کړي او تاسو خوندي وساتي او دغه راز موخې مو له بهرنیو لاملونو څخه خوندي کړي.
 
وروستۍ خبره
یوه بریالۍ پلان جوړونه انګېزې او هڅې ته اړتیا لري، کله چې تاسو د دې لیکنې د مطالعه کولو په حال کې یاست، یانې نیمه لاره مو، چې معلومات دي، وهلې ده او نیمه نوره، چې عمل دی، ستاسو په تمه ده.       د بریالۍ پلان جوړونې اووه کیلي ګانې په یاد ولرئ او ځینې غټ ټکي یې خپل د یاددښت په کتابچه کې ولیکئ، ترڅو تل ورته رجوع وکړئ او خپل ځان ته ترې یادونه وکړئ. بریا د هر فرد لپاره خپله ځانګړې مانا لري، یو کس یو بریالی پلار یا یوه بریالۍ مور ده او بل یو ښه ښوونکی او بل فرد په خپل په انټرنېټي کاروبار کې بریا تعریفوي، له دې کارونو څخه هېڅ یو یې نباید ستاسو لپاره بېلګه وي، بریا یانې له خپلې ودې څخه دنننۍ خوښي او رضایت او دغه راز د هر فرد د استعدادونو او وجودي وړتیاوو پیاوړي کول دي. وګرځئ او خپل ځان پیدا کړئ او د ودې په لاره کې خوند واخلئ.