پنځه ویشت څیزونه، چې پیاوړي رهبران یې خپلو کارمندانو ته وایي

د خپلې رهبرۍ پیاوړې نړۍ ته د ګام ایښودلو لپاره، یوه ډېره ښه لاره داده، چې د هغو څیزونو ویل پیل کړئ، چې مخکې مو نه دي ویلي، که هر څومره ډېر په خپلې ژبې باندې پوه شئ، نو اغېزناک رهبر به وئ.
 
تر ډېره نویو رهبرانو زده کړي دي، چې په پروګرامونو، اټکلونو او پړاوونو باندې تمرکز وکړي، دا یې نه دي زده کړي، چې د خپل ټیم د غړو خبرو ته غوږ ونیسي.
 
ډېر زیات نوي رهبران شته، چې نه یې دي زده کړي، د خپل ټیم له غړو څخه پوښتنه وکړي «حالت مو څنګه دی؟» یا کله چې یو ښه او فوق العاده کار ترسره کوي، ترې ملاتړ وکړي، دا د شرم خبرده، ځکه په یوه ټیم کې د اعتماد او ښې انرژۍ رامنځته کول د یوه مدیر تر ټولو مهمه دنده ده.
 
کار ځای یو انساني ځای دی، د یوه رهبر په توګه ستاسو تر ټولو غوره لومړیتوب په خپله څانګه کې د اعتماد د خوندي چاپېریال رامنځته کول دي، دا یوازې هغه تګلاره ده، چې د ټیم لپاره مو ارزښت لري.
 
کاروبار د هغې انرژۍ په وسیله، چې د ټیم غړي یې په ګډه رامنځته کوي، اداره کېږي، دا چې انرژي خرابه شي، تر ډېره د دې لپاره، چې د انسانانو چاپېریال، د موخو، سیاستونو، له تېروتنه کولو څخه د وېرې یا د یوه مدیر د غوسې د را پارولو د پېټي لاندې کوچنی کوي، دا چاره د دې لامل ګرځي، چې وکولای شئ په خپل ټیم کې د هر ښه څیز رامنځته کېدل هېر کړئ.
 
کله چې د مدیریت ډول مو د وېرې پر بنسټ وي، په تر ټولو ښه حالت کې به، د خپل ټیم د غړو له لېوالتیا پرته جوړښت پیدا کړئ.
 
د وېرې پرځای د اعتماد له لارې د خپل ټیم د رهبرۍ د پیلولو لپاره، یوه ډېره ښه لاره دا ده، چې د خپل ټیم له غړو سره نوې خبرې اترې شروع کړئ، نوې خبرې اترې نباید ډېر درانده څیزونه یا د خپل ټیم د غړو شخصي حریم ته داخلېدل وي. د خپل ټیم له غړو سره د نویو خبرو اترو پیلول، تر هر څه ډېر د خپلې ساتنې د مسئلې را ټیټول دي.
 
په همدې خاطر د یوه رهبر په توګه د ورځې په اوږدو کې باید خپلو افکارو او احساساتو ته پام وکړو، باید هوښیار او ځیرک پاتې شو، ترڅو پوه شو، چې څه وخت د بریا احساس کوو، څه وخت ستړي یو، څه وخت بې وسه یو او څه وخت شونې ده (د بې پامۍ په صورت کې) د خپل ټیم د سټرس لپاره (چې وېره ده) یو بد یا نا اړین څیز په خوله راوړو.
 
هر څوک مدیر یا نه مدیر، چې د خپلو اړیکو پراختیا ته لېواله وي، کولای شي د نویو څیزونو په اړه د خبرو کولو لپاره د پخوانیو خبرو اترو له بېلګو څخه بهر شي او د خبرو کولو په پرتله ډېر غوږ ونیسي.
 
دلته پنځه ویشت څیزونو ته اشاره کوو، چې ښه مدیران او پیاوړي رهبران یې تل د خپل ټیم غړو ته وایي، کوم یو یې کولای شئ همدا اوس یې وازمایئ؟
 
۱ ـــ د هغې خارق العاده نظریې لپاره مننه کوم.
 
۲ ـــ پوهېږې، ته په دې برخه کې واقعاً ښه یې، ډېر زیات خوشاله یم، چې په دې پروژې باندې کار کوې.
 
۳ ـــ څنګه کولای شم، درسره مرسته وکړم، کوم څه چې ستا په لاره کې خنډ ګرځي، لیرې شي؟
 
۴ ـــ که له کوم خنډ سره مخامخ شوې پرېږده چې پوه شم، په دې ځای کې ستا بریا، زما لپاره یو ستر لومړیتوب دی.
 
۵ ـــ په ځواب یې نه پوهېږم، ستا نظر څه دی؟
 
۶ ـــ زه ورسره تعصب لرم، خو غواړم ستاسو له افکارو څخه یې واورم، ډاډه یم، چې هغوی زما له لیدلوري څخه ملاتړکوي.
 
۷ ـــ غوږ ونیسه، زه باور لرم، چې تاسو دا پروژه په هغه غوره بڼه، چې په اړه یې فکر کوئ، ترسره کولای شئ، د مهربانۍ له مخې یې طرحه جوړه کړه او ماته یې را ښکاره کړه، له دې وروسته کولای شم، چې تائید یې کړم او ترسره یې کړې.
 
۸ ـــ د لومړیتوبونو د بدلون په اړه له تاسو څخه غوښتنه لرم، آیا مناسب وخت دی، چې په اړه یې خبرې وکړو؟
 
۹ ـــ د هغې خارق العاده هڅې لپاره، چې په هغې پروژه کې دې وکړه، مننه کوم.
 
۱۰ ـــ متوجه شوم، چې فلانکي ته دې وروښودل، چې څنګه په هغه راپور باندې کار وکړي او دا کار دې ستایم.
 
۱۱ ـــ د کار کوونکو په ناسته کې مې څه څیز وویل، چې ته یې ودرولې؟ په څېره کې دې بدلون رامنځته شو او کولای مې شول ووینم، ته مې حیران یا خواشینی کړې، کولای شې راته ووایې، څه وو؟
 
۱۲ ـــ پوهېږم ناهیلی شوې، چې پروژه مو له هغه څه څخه توپیري سازماندهي کړه، کوم چې تاسو یې وړاندیز کړی و او غوښتل مې درته ووایم، چې وړاندیزونه دې ستایم، کولای شم، د دې په اړه درته دلایل وړاندې کړم، چې پروژه مې په توپیري توګه سازماندهي کړه، نه غواړم داسې احساس وکړې، چې نظرونه دې نالیدلي نیسم او غواړم، چې همداسې په دوامداره توګه نظرونه دې راسره شریک کړې.
 
۱۳ ـــ څه کولای شم، چې ستا لپاره یو پیاوړی مدیر واوسم او تر ډېره له تا سره مرسته وکړم؟
 
۱۴ ـــ غوښتل مې درته ووایم، له تا څخه مې ډېر زیات څیزونه زده کړي دي، ډېره زیاته مننه.
 
۱۵ ـــ له ما څخه د څه څیز تمه لرې، چې تر اوسه مې له تا سره په اړه یې خبرې نه دي کړي؟
 
۱۶ ـــ داسې تر سترګو کېږي، چې ستا او د فلانی د رول ترمنځ او ستاسو دواړو کسانو د دندې په تعریف کې ګډوډي شتون لري، آیا اړینه ده، چې په اړه یې خبرې وکړو؟
 
۱۷ ـــ څنګه پرمخ ځې؟ کاري پنډوالی (حجم) دې څنګه دی؟
 
۱۸ ـــ غوښتل مې همدا اوس درته وایم، چې د مدیرانو په ناسته کې، ټولو ستاسو معلومات او د وړاندې کولو بڼه یې خوښه کړه، په کار کې دې ستونزه نه وه.
 
۱۹ ـــ په شرکت کې څه شی غواړې، چې زده یې کړې، چې زه مرسته وکړم زده یې کړې؟ غواړې د چا په اجرایه ټیم کې لیده کاته وکړې؟ پرېږده، چې ور ودې پېژنم.
 
۲۰ ـــ غواړې له نظرونه دې ملاتړ او دود یې کړم او ستا مرستې ته اړتیا لرم، کولای شې استدلال دې د کاغذ پرمخ ولیکې، ترڅو پرې مرور وکړم؟
 
۲۱ ـــ غوږ ونیسه، ته په دې ټیم کې یو ډېر مهم فرد یې، غواړې ډاډه شم، هغه معلومات، ملاتړ او وسیلې، چې ورته اړتیا لرې، ترلاسه کوې، که دا کار نه کوم، نو راته ووایه.
 
۲۲ ـــ پوهېږې، چې شرکت څنګه پیسې ګټي او سازمان څنګه کار کوي؟ غواړم، چې پوښتنې دې واورم او هغو ته ځوابونه ورکړم، ځکه هر څومره، چې ډېر پوه شې، کولای شې په خپله دنده کې اغېزناک واوسې او لا ډېرې فوق العاده آیډیاوې ولرې.
 
۲۳ ـــ پرون مې واورېدل، چې له پېرېدونکي سره دې یوه بده ورځ درلوده، له اورېدو څخه یې خواشینی یم، غواړې، چې په اړه یې خبرې وکړو؟
 
۲۴ ـــ څنګه کولای شم، درسره مرسته وکړم، چې په خپله دنده او مسلک کې خپلو موخو ته ورسېږې؟
 
۲۵ ـــ مخکې مې درته ویلي وو، په دې ځای کې ستاسو له کار کولو څخه څومره منندوی یم؟  پرېږده، چې یو ځل بیا ووایم.
 
هرڅومره، چې د خپل ټیم له غړو سره ښه چال چلند ولرئ، نو په هغوی کې لا ډېر اعتماد رامنځته کوئ، له دې وروسته ګورئ، چې کار آسانه کېږي، د فضا کیفیت ښه کېږي او د ټیم اعتماد مو پر تاسو او دغه راز په یو بل باندې بېخي ډېر زیاتېږي.