د رهبرۍ څوارلس مهمې ځانګړتیاوې

د رهبرۍ مهمې ځانګړتیاوې؛ هغه ځانګړتیاوې چې هر رهبر یې باید ولري
د یوه شرکت یا یو سازمان رهبر اوسېدل ډېر سخت او ستونزمن کار دی او حتا په ځینو مواردو کې، ناهیلی کوونکی کار دی؛ خو کولای شي د پام وړ ګټه ولري. کېدای شي تاسو د یوه مدیر په توګه خپل کار نوی پیل کړی وي او یا د یوې مودې لپاره په دې برخه کې کار کوئ، په هر حال، غوره ده، چې د رهبرۍ مهمې ځانګړتیاوې زده کړئ، ترڅو په خپل کاروبار کې بریا ته ورسېږئ.
 
بریالي او اغېزناک رهبران هغه کسان دي، چې د خپل ځان لپاره یې د یوه مدیر یا رییس لقب ثابت کړئ دی، هغوی دې لوړ مقام ته د رسېدو لاره، د کاریزما، انګېزې او خپل ځان ته د درناوي له لارې پیدا کړې ده، البته کېدلای شي د خپلې رهبرۍ په مهمو ځانګړتیاوو باندې یې د ښه چانسۍ او له وخت څخه د سمې ګټه اخیستنې لږ دوز هم ور زیات کړی وي.
 
ښایي ځینې کسان د رهبرۍ د استعداد له نعمت سره زېږېدلي وي، خو حقیقت دا دی، چې د رهبرۍ مهم مهارتونه او ځانګړتیاوې کولای شي زده او ترې کار واخیستل شي، دغه راز په تمرین او تکرار سره پیاوړي شي. لکه څنګه چې د رهبرۍ مهمو ځانګړتیاوو ته ور ننوځو، کولای شئ د اغیزناکو مدیرانو چلندونه او اخلاق هم زده کړئ.
 
د خپل کیفیت د کچې د لوړولو لپاره ځینې ټکي
۱ ـــ بصیرت او مسؤولیت
له هغو کارونو څخه د یوه روښانه او مشخص انځور درلودل، چې ترسره کولو ته اړتیا لري، کولای شي د یوې اغېزناکې او ګټورې رهبرۍ یوه له مهمو ځانګړتیاوو څخه وي، دا بصیرت کولای شي، د ماموریت او د مدیر د مسؤولیتونو په چوکاټ کې راڅرګند شي، د بېلګې په توګه، د سټار باکس سټراټیژي په دې برخه کې داسې ده: څه څیز کولای شي، چې زموږ بصیرت زیات کړي؟ ټول هغه کارونه، چې باید ترسره شي او ټول هغه اقدامات، چې لوړ مقام ته د رسېدو لپاره باید ترسره شي، مشخص کوو.
 
۲ ـــ دنننۍ انګېزه
دا په هېڅ وجه چانس نه دی، چې ټول بریالي مدیران، ډېره زیاته دنننۍ انګېزه لري. له ډېرې دنننۍ انګېزې لرلو پرته، تاسو په یوه ښه او د درنښت وړ مدیر باندې د بدلېدو لپاره، له ډېرو زیاتو ستونزو سره مخامخ کېږئ، که څه هم اوس مهال ډېره زیاته انګېزه نه لرئ، اندېښنه کولو ته اړتیا نه شته.
 
د دنننۍ انګېزې د ډېرښت لپاره، یوه له لارو څخه دا ده، چې تل د خپل ځان لپاره موخه وټاکئ. ځینې خلک د دې کار پرځای، هڅه کوي له هرې کوچنۍ یا سترې بریا وروسته خپل ځان ته ډالۍ ورکړي، همدا ده، چې تاسو کولای شئ، خپل ځان له انګېزې او پشتکار څخه مالامال وساتئ.
 
۳ ـــ مثبت فکر کول
مثبته انرژي تل پراخه او ساري ده. بې ساري مدیران هغه کسان دي، چې له دننه خوا په لوړه کچه په مثبته انرژي کې ډوب شوي دي. مثبت مدیران هغه کسان دي، چې له هغوی سره کار کول ډېر آسانه دي او تل د الهام اخیستلو او نویو آیډیاوو لپاره، ښه سرچینه دي.
 
په یاد مو وي، چې د لوړې مثبتې انرژي په موندلو کې یو له تخنیکونو څخه دا دی‎، چې خپلې شاوخوا ته دا ډول انسانان را ټول کړئ او تل د دې موضوعاتو په اړه خبرې وکړئ او مثبت کارونه ترسره کړئ، ترڅو وکولای شئ په خپل کاروبار کې بریا ته ورسېږئ.
 
۴ ـــ احساسي ثبات
د مدیریت په برخه کې، کولای شي ناهیلي او ورځني سټرسونه ډېر زیات رامنځته شي، په همدې دلیل د رهبرۍ یوه له مهمو ځانګړتیاوو څخه دا ده، چې یو بریالی مدیر باید له خپل احساسي ثبات څخه ډاډ ترلاسه کړي. هغوی نه شي کولای، چې خپل ځان ته اجازه ورکړي، چې د احساساتو له هرې چټکې څپې سره، له خپل ځانه ناخبره شي.
 
که تاسو د دا ډول پېښو د رامنځته کېدو پرمهال، خپل احساسي ثبات له لاسه ورکوئ، په پایله کې کولای شئ، د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره، له دې تخنیکونو څخه ګټه واخلئ: د څو ثانیو لپاره د ژورو ساه ګانو ایستل، په طبیعت کې قدم وهل، د چای یا قهوې پرځای د یوه اندازه اوبو څښل او په هغو څیزونو باندې تمرکز کول، چې کولای شي، تاسو په ښه توګه بوخت کړي.
 
۵ ـــ په نفس باندې اعتماد
بریالي رهبران هغه کسان دي، چې په خپل نفس باندې لوړ اعتماد لري او د همدې کار لپاره جوړ شوي دي، په حقیقت کې هغوی هغه کسان دي، چې په نفس باندې د اعتماد ډېرې برخې ته یې په خپل دننه کې ځای ورکړی دی، د دې چارې یو له دلیلونو څخه دا دی، څوک چې په نفس باندې اعتماد لري، کولای شي نور دې ته اړ کړي، چې له ده څخه پیروي وکړي او د خپل ځان په اړه د هغوی درنښت ترلاسه کړي.
 
۶ ـــ پرېکنده توب
مدیران هغه کسان دي، چې تل باید بېلابېل تصمیمونه ونیسي، حتا ځینې مدیران د ورځې د خپل شرکت او سازمان لپاره لس بېلابېل تصمیمونه نیسي، په حقیقت کې کولای شو ووایو، چې د تصمیم نیونې مهارتونه، د مدیریت لپاره یو له مهمو مهارتونو څخه ګڼل کېږي.
 
غوره ده، چې د خپل وخت یوه برخه د بریالیو مدیرانو په ننداره کولو باندې تېره کړئ، وګورئ چې څنګه کولای شي، په کم شوني وخت کې مهم تصمیمونه ونیسي، هغوی له تصمیم نیونې څخه خوند اخلي، خو عادي انسانان د یوې تصمیم نیونې پرمهال، وارخطا او په سټرس باندې اخته کېږي.
 
د رهبرۍ د مهمو ځانګړتیاوو د زده کولو لپاره، کولای شئ خپل ځان د یوه مدیر په مقام کې مېشت کړئ، په کوچنیو تصمیمونو سره یې پیل کړئ او له دې وروسته د سترو تصمیمونو په لور خپله لاره پرانیزئ. کله چې خلک وویني، په تصمیم نیونه کې ستاسو ځواک څومره لوړ دی، په اتومات ډول ستاسو په لور در ماتېږي او په خبرو باندې مو عمل کوي.
 
۷ ـــ لېوالتیا او انګېزه  
بالغ، لوړ، هوښیار، فعال او انرژي لرونکی! دا کلیمې د رهبرۍ مهمې ځانګړنې دي، چې یو لېوالتیا لرونکی او بریالی مدیر تعریفوي. ستر رهبران په فعاله او له شوره ډک ژوند سره کولای شي، خپل کارونه ترسره کړي او په ژوند کې موخه وټاکي، همدا د هغوی شوق او لېوالتیا ده، چې کولای شي، له هغوی سره د خپل خوښې وړ کاروبار کې سترو موخو او بریا ته په رسېدو کې مرسته وکړي.
 
که تاسو هم غواړئ، چې دا ډول کړنې ترسره کړای شئ، اړتیا ده، ترڅو د شېبه ایزو کارونو او اوږدمهالو موخو لپاره، خپله لېوالتیا او انګېزه پیاوړې کړئ، پام مو د لېوالتیا هرم او په ژوند کې یې ارزښت ته ور واړوئ او دې ټکو ته پاملرنه وکړئ:
 
د شور او لېوالتیا د ډېرښت یوه له لارو څخه دا ده، هغه کار پیدا کړئ، چې تاسو ته انګېزه درکوي او پرې ډېر زیات تمرکز وکړئ. د بېلګې په توګه: که له نورو سره مرسته کول مو خوښېږي، نو هڅه وکړئ، چې د کار بنسټ مو په همدې چارې باندې ایښودل شوی وي، که پیسې او لوړ معاش مو خوښېږي، نو په هغو کارونو باندې تمرکز وکړئ، چې کولای شي ستاسو معاش لوړ کړي.
 
۸ ـــ مسؤولیت منل او د باور وړ اوسېدل
استثنایي مدیران هغه کسان دي، چې تل کارونه او د هغو د پایلو مسؤولیت په خپله غاړه اخلي.
کله چې منفي مسایل رامنځته کېږي، تاسو ته ډاډ درکوم، چې دا ډول څیزونه کله ناکله رامنځته کېږي. یو ښه مدیر له ځنډ پرته خپل ځان مخکې کوي او د دې هرڅه مسؤولیت په خپله غاړه اخلي. په پیل کې هڅه کوي، چې ستونزه په شونې بیړنۍ توګه حل کړي، که د دا ډول کار امکان شتون ونه درلوده، د پایلو مسؤولیت په خپله غاړه اخلي او د زیانونو د جبران لپاره هڅې کوي.
 
د دې لپاره، چې وکولای شئ، په خپل ځان کې د رهبرۍ مهمې ځانګړتیاوې پیاوړې کړئ، نباید په دې وختونو کې د مسؤولیتونو له منلو او د باور وړ اوسېدو څخه خجالت شئ. که غوره ګڼئ، چې تل له خپلو تېروتنو څخه انکار وکړئ، نو غوره ده، چې له رهبرۍ څخه لاس واخلئ، هڅه وکړئ، چې ستونزې مو ومنئ او د هغو لپاره د حل لاره پیدا کړئ، د دې کار په ترسره کولو سره کولای شئ، له ځنډه پرته د نورو درنښت ترلاسه کړئ.
 
۹ ـــ تمرکز
ګډوډونکي حواس کولای شي د کار او سوداګرۍ په یوه پړاو یا یوه وخت کې رامنځته شي، په دندو او موخو باندې متمرکز پاتې کېدل کولای شي ډېر سخت او ستونزمن وي. تر ټولو غوره رهبران هغه کسان دي، چې دا مسئله درک کوي او له دې چلند څخه د خپل ځان او خپل ټیم د تمرکز د ډېرښت لپاره په لارو چارو پسې ګرځي.
 
د دې کار د ترسره کولو لپاره یوه لاره داده، چې په راتلونکې کې خپل او د خپل ټیم پام په لوی انځور باندې متمرکز کړئ، دا کار ښایي ډېر وخت ونیسي او د کار د ترسره کولو پرمهال د ټولو مواردو او اضافي دندو پاکولو سبب شي، خو بېسارې پایله لري.
 
۱۰ ـــ دوامداره زده کړه
بریالي رهبران تل په دې باندې پوهېږي، چې په دوامداره توګه خپله پوهه او مهارتونه پراخ او لوړ کړي، هغوی په شعوري توګه د خپل شرکت، میکانیزم او خپل مقام په اړه زده کوي او هڅه کوي، چې په همدې زده کړل شویو ټکو باندې په تکیه کولو سره، سم او پرېکنده تصمیمونه ونیسي، له دې امله زده کړه هم د رهبرۍ یوه له مهمو ځانګړتیاوو څخه ګڼل کېږي.
 
۱۱ ـــ یووالی
تر ټولو غوره رهبران هغه کسان دي، چې د ټیم د غړو، مشتریانو او لاس لاندې خلکو احساس او افکار درک کوي او هغوی ته درنښت کوي او دغه راز ارزښت ورکوي، هغوی په دې باندې پوهېږي، چې څه وخت دا کسان مکافاتو او دغه راز څه وخت د خپلو ستونزو په اړه خبرو کولو ته اړتیا لري.
 
د ټیم د غړو ترمنځ د یووالي د احساس له رامنځته کولو پرته، تاسو په یوه بې لېوالتیا، غوسه ناک او د نه باور وړ رهبر او رییس باندې بدلېږئ، چې په دې صورت کې به ستاسو کاري او د کاري فضا انسجام په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.
 
۱۲ ـــ نفوذ
اغېزناکه او ګټوره اړیکه د رهبرۍ له دې مهمو ځانګړتیاوو څخه د هرې یوې په زړه کې یې څپې وهي. ښایي ستاسو ستونزه د پلور یا د یوې اداري ستونزې د حل په برخه کې وي، مهمه نه ده، مهمه دا ده، چې ستاسو د اړیکې لرلو ډول، پایله مشخصه کوي.
 
ډېر نفوذ لرونکي رهبران، لکه د ویرجین مدیر ریچارډ برانسن او د فېسبوک مدیر مارک زوکربرګ، هغه کسان دي، چې له پیاوړو اړیکیزو مهارتونو څخه برخمن دي، هغوی په دې باندې پوهېږي، چې څنګه په خپلو مخاطبینو باندې بریالي شي او د خپل مخاطب او د شرکت د غړو په ذهن کې یوه تل پاتې حیرانونکې اغېزه پرېږدي.
 
۱۳ ـــ د یو ټیم رامنځته کول
که ټاکل شوې وي، چې یوه ډله چانسي انسانان یو د بل ترڅنګ را ټول او ترې یو ټیم تشکیل کړئ، نو احتمالاً د ټیم یا ډلې له جوړولو څخه هېڅ درک نه لرئ. یو واقعي ټیم موخه لري، تګلوری او هغه مدیر لري، چې کولای شي د هغوی لپاره لاره روښانه کړي.
 
که تاسو هم د هغو کسانو له ډلې څخه یاست، چې په بېلابېلو ټیمونو کې مو کار کړی دی او د کار په تګلاره باندې یې پوهېږئ، نو په احتمالي توګه په دې ټکي باندې پوهېږئ: هغه مدیران، چې د خپل ټیم له غړو سره د ماشومانو په څېر چلند کوي، مینه ناک نه دي، خو برعکس هغه مدیران، چې د خپل ټیم له غړو سره د لویانو او رسېدلو خلکو په څېر چلند کوي، کولای شي د هغوی لېوالتیا او درنښت ترلاسه کړي.
 
ننني رهبران باید وکولای شي، چې خپل ټیم ته انګېزه ورکړي او د هغوی لپاره نوې آیډیاوې وړاندې کړي.
 
۱۴ ـــ خلاقیت
بریالي او خلاق مدیران هغه کسان دي، چې کولای شي، د یوې مسئلې په اړه د لید بېلابېلې زاویې ولري او په نوښت سره، د خپل ټیم غړي حیران او له انګېزې څخه مالامال کړي.
 
خلاقیت یوازې په هنر، موسیقۍ او نقاشۍ پورې تړاو نه لري، هغه مدیر، چې یوه منسجم ټیم ته لارښوونه کوي، کولای شي خلاق وي او په نویو آیډیاوو او حل لارو سره، هغوی ته د سترو موخو په لور لارښوونه وکړي.