طبيعي او بشري سرچينې

زه کله ناکله له ځانه سره په دې موضوع، چې ددې جغرافيې د شپيته سلنه انسانانو هغه ارزښمن وخت، چې بايد ددې جغرافيې په رغون او سمون کې مصرف شوی وای او يا د يو منظمې حکومتي دستګاه په مټ مصرف کړل شوی وای، بيځايه مصرفيږي او حتی په ځينو مواردو کې يې په ضد؛ بحث کوم نو ذهن يو ځواب راکوي:

«موږ تر هغو ددې جغرافيې  سيندونو نه شو مهارولی، ډک غرونه نه شو استخراجولی او نورې طبيعي سرچينې يې د خپل ځان په ګټه نشو مصرفولې تر هغو يې چې د بشري سرچينو په قدر نه يو پوه شوي! خدای ج بيشکه چې دا وطن د طبيعي سرچينو له اړخه بډايه پيدا کړي خو ددې تر څنګ يې په همدې جغرافيې کې ددې قيمتي سرچينو د استخراج لپاره په همغه اندازه ذکي او قيمتي بشري سرچينې هم ميشت کړي. له موږ کار په کوم ځای کې خراب دي، چې موږ ددې وطن د طبيعي سرچينو په قدر پوهيږو خو د همدغه وطن د بشري سرچينو قدر نه کوو! 

ددې وطن د آبادۍ او سوکالۍ راز په دې کې دی، چې په کې ميشتې بشري سرچينې په هغه اندازه وروزل شي، وخت ورکړل او قدر يې وشي تر هغو چې په کې پټې طبيعي سرچينې په خپل مټ راوسپړي او دا ملي چاره ژمنتيا، تساهل او لوی مدارا ته اړتيا لري!