ېړنه: ښايي جنسي نېږدوالی د ناڅاپي مړينې سبب شي

د ښځې او خاوند ترمنځ د نېږدوالي (جنسي اړيکو) د لسګونه روغتيايي ګټو ترڅنګ شونې ده، چې دغه اړيکه د ناڅاپي مړينې سبب شي. روغتياپالانو د لسو کالونو په موده کې د هغه کسانو په اړه سروې کړې، چې د زړه حملو له امله په ناڅاپي ډول مړه شوي دي. دوی ته دا پايله په لاس ورغلې چې يو شمېرو کسانو ته د زړه حمله د جنسي اړيکو پر وخت پيدا شوې.
 
وروستيو کالونو کې د ۴۵۰۰ کسانو په اړه شوې سروې ښيي، چې دغه کسانو کې ۳۴ په کې هغه وو، کومو ته چې د جنسي اړيکو پر مهال د زړه حمله پيدا شوې او مړه شوي وو او پاتې نور ټول  کسان د لسو کالونو په موده کې د زړه حملې له امله مړه شوي.
 
د ۳۴ کسانو له منځ يې ۳۲ نارینه او ۲ ښځې ښوودل شوي. له دغه سروې وروسته روغتياپالان دې پايلې ته ورسېدل، چې په هرو ۱۰۰ د زړو حملو کې چې سړيو ته پېښيږي يو سلنه  يې په کې د جنسي اړيکو له امله وي‌. همدا ډول په هرو زرو ښځو کې چې د زړه حملې له امله مري، يوه په کې د جنسي اړيکو پر اساس د زړه پر حمله اخته کيږي.
 
که څه هم د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړيکې د زړه د حملې شونتيا کموي خو په ورته وخت کې په غير نارمل ډول نېږدوالی چې ژور ذهني فشار او درانه فزيکي حرکتونه ولري، د زړه حملې شونتيا زياتوالی شي.