د مدیریت لس مهارتونه، چې د هر پیاوړي رهبر باید زده وي

هېڅوک نړۍ ته رهبر نه راځي، هرڅوک کولای شي د لس مدیریتي مهارتونو په زده کولو سره په یوه پیاوړي رهبر باندې بدل شي.
 
د رهبرانو په اړه ډېرې زیاتې مقالې، کتابونه او پروګرامونه تولید شوي دي او د یوه رهبر د ځانګړتیاوو په اړه ډېرې زیاتې خبرې شوې دي، خو هغه څه چې ډېر زیات ارزښت لري او په اړه یې ډېرې کمې خبرې شوې دي، دا دي، چې څنګه کولای شو، په یوه پیاوړي رهبر باندې بدل شو. رهبر اوسېدل په یوې ځانګړې دندې پورې تړاو نه لري او په هغه چا پورې هم نه دي ځانګړي شوي، چې د یوه شرکت یا دولت د سازماني چوکاټ په رأس کې قرار لري.
 
هېڅوک یوازې دا چې مدیر دی، په یوه پیاوړي رهبر باندې نه شي بدلېدای.
مهمه نه ده، چې یو کاروبار مو نوی پیل کړی دی یا د یوه ستر او پخواني شرکت مدیر یاست، د دې مقالې لوستلو ته دوام ورکړئ، ترڅو د یوه پیاوړي رهبر د اړتیا وړ لس مدیریتي مهارتونو سره آشنا شئ.
 
۱ ـــ یو پیاوړی رهبر د خپل ټیم الهام بښونکی دی
د یوه رهبر دنده، یوازې موخوته په رسېدو، د پلور یا ګټې ډېرښت او دې ته ورته کارونو پورې نه محدودېږي، دا کارونه د شرکت د پانګه والو او ګټه کوونکو له نظره ډېر زیات ارزښت لري، خو د یوه پیاوړي رهبر په توګه ستاسو یوه له اصلي دندو څخه، خپل ټیم ته پام کول دي.
تل هغه ځایونه او شرایط، چې ورسره مخامخ کېږئ، وسنجوئ او د خپل ټیم په غړو باندې زړه خوږی او مهرباني وکړئ.
 
په لاندې تګلارو سره کولای شئ، د خپل ټیم الهام بښونکی واوسئ:
ـــ د خپلو کارمندانو ترمنځ حضور پیدا کړئ او هغوی ته انګېزه ورکړئ، تاسو هېڅکله نه شئ کولای، چې په خپل دفتر کې پټ شئ او تمه ولرئ، چې په یوه پیاوړي رهبر باندې بدل شئ.
 
ـــ له خپل ټیم سره د پروژو په بشپړولو کې مرسته وکړئ، ستاسو مرسته او همکاري هغوی ته انګېزه وربښي.
 
ـــ د هر شخص پیاوړي او کمزروي ټکي وپېژنئ او هڅو ته یې ارزښت ورکړئ.
 
ـــ د خپل ټیم له غړو سره نږدې اړیکې ولرئ.
 
ـــ هغو کلیمو ته پام کوئ، کومې چې ترې ګټه اخلئ، په سختو شرایطو کې د سمو او مناسبو کلیمو ټاکل، دا څرګندوي، چې واقعاً یو پیاوړی رهبر یاست.
 
۲ ـــ پیاوړی رهبر، په ډېرې هوښیارۍ سره، دندې وېشي
ښکاره ده، چې تاسو نه شئ کولای، ټول کارونه په یوازې توګه ترسره کړئ، که کولای هم شئ، نباید ټول کارونه په یوازې ځان ترسره کړئ، که وکولای شئ، د خپل ټیم د افرادو ترمنځ په ښه توګه دندې ووېشئ، نو دا ښکاره کوئ، چې په هغوی باندې اعتماد لرئ او په دې باندې پوهېږئ، چې څوک کوم کار په ښه توګه ترسره کولای شي.
 
د دندو وېش هغه ښه کار دی، چې کولای شئ ترسره یې کړئ، ترڅو د خپل ټیم چاپېریال فعال وساتئ.
 
په دې کار سره، په یوه غشي دوه ښکارونه کوئ:
هم خپل سټرس را کموئ او هم دا ښکاره کوئ، چې د خپلو افرادو په وړتیاوو باندې باور لرئ او دوستانه چاپېریال رامنځته کوئ.
 
څنګه د افرادو ترمنځ په غوره بڼه دندې ووېشئ؟ د دندو د وېش او یوه شخص ته د کار د ځانګړي کولو پرمهال لاندې درې کړنې په پام کې ونیسئ:
 
ـــ نوموړی شخص باید د هغه کار د ترسره کولو لپاره، د اړتیا وړ مهارتونه او تجربې ولري.
 
ـــ د هغه د کار تګلاره په پام کې ونیسئ (آیا هغه ډله ایز کار ترسره کولای شي یا خوښېږي یې په یوازې توګه کار وکړي؛ آیا هغه داسې موخې لري، چې د پام وړ کار سره سمون لري؟).
 
ـــ تر لاس لاندې کارونو حجم په پام کې ونیسئ (آیا هغه د نویو مسؤولیتونو د منلو لپاره کافي وخت لري یا باید د دې نوې دندې لپاره، په خپل پروګرام کې بدلونونه رامنځته کړي).
 
۳ ـــ پیاوړی رهبر مسؤولیت منونکی دی او نور نه رټي
له ماتې څخه ډډه نه شي کېدای، دا واقعیت ومنئ او زده کړئ، چې څنګه ورسره مخامخ شئ، د ګرم په لټه کې مه اوسئ، باید له خپل ټیم سره د رامنځته شوې تېروتنې مسؤولیت ومنئ.
 
په خپلو لاس لاندې کسانو باندې ټینګار وکړئ، چې هرڅوک د هغه تصمیم مسؤول دی، کوم چې نیسي یې.
 
باید په یاد ولرئ، چې تاسو د هغوی رهبر یاست، له دې امله د هغوی د کړنو د یوې برخې مسؤولیت ستاسو پر غاړه هم دی.
 
کله چې ښې کړنې ترسره کوي، نو وې هڅوي، خو هېڅکله یې د ماتې لپاره مه رټئ.
 
له هغوی سره مرسته وکړئ، ترڅو خپلې ماتې ومني او په خپل کار کې پرمختګ وکړي. که چېرې د خپل شرکت مسؤولیت ومنئ او د ماتو د پېټي لاندې اوږې تشې نه کړئ، خپلو کارمندانو ته انګېزه ورکوئ.
 
هېڅکله بهانې مه کوئ، په بدل کې یې:
ـــ د ماتو مسؤولیت ومنئ.
ـــ د رامنځته شوې ستونزې لپاره د حل لارې په لټه کې واوسئ.
ـــ فکر وکړئ او وګورئ، چې له دې تېروتنې څخه د مخنیوي لپاره، کوم کارونه مو ترسره کولای شول او په راتلونکې کې څنګه کولای شئ، چې ښې کړنې ولرئ.
 
۴ ـــ پیاوړی رهبر، د خلاقیت او نوښت هڅوونکی دی
نوښت او خلاق تفکر، هغه ځانګړتیاوې دي، چې تاسو له نورو څخه جلا کوي او د دې سبب ګرځي، چې خارق العاده پایلې ترلاسه کړئ.
ډېری کسان نوښت ته مثبت لید نه لري او د نویو قوانینو منل ورته سخت دي، په همدې خاطر تاسو باید خپل کارمندان نوښت او د خلاق تفکر لرلو ته وهڅوئ.
 
څنګه کولای شئ، چې خلاقیت دود کړئ؟
ـــ د خپلو کارمندانو لپاره بېلګه واوسئ او څرګنده کړئ، چې واقعاً نوښت ته ارزښت ورکوئ.
ـــ په کاري چاپېریال کې یوه داسې فضا رامنځته کړئ، چې هرڅوک وکولای شي په آزاده توګه خپل خلاقیت څرګند کړي.
ـــ د خلاقو نظریو د موندلو لپاره، له بېلابېلو تګلارو او لارو چارو څخه ګټه واخلئ.
ـــ هغه کسان، چې نوې آیډیاوې وړاندې کوي او نوښت کوي، وې هڅوئ او هغوی ته مکافات ورکړئ.
 
۵ ـــ پیاوړی رهبر، په هر ډول شرایطو کې مثبت فکر کوي
 حتا په سختو شرایطو کې هم باید د خپلو کارمندانو لپاره یوه ښه بېلګه واوسئ، ځکه تاسو هغه څوک یاست، چې لارښوونه کوئ، له دې امله ټینګ واوسئ او له خپله ځانه مثبت چلند ښکاره کړئ.
د دې لپاره چې وکولای شئ، تل خوشبین واوسئ او مثبت فکر وکړئ:
ـــ په کاري چاپېریال کې دوستانه او آزاده فضا رامنځته کړئ.
ـــ کله چې ستونزه رامنځته کېږي، خپل ځان مه بایلئ.
ـــ کله چې اوضاع د خوښې وړ نه ده، خپل ټیم ته انګېزه ورکړئ.
 
۶ ـــ پیاوړی رهبر د خپلو کارمندانو د پرمختګ په فکر کې دی
په یاد ولرئ، چې د نورو افرادو له حضور پرته، د بریا تګلوری په آسانۍ سره نه طی کېږي، له دې امله په خپل پرمختګ سربېره، د خپل ټیم د افرادو د پرمختګ په فکر کې هم واوسئ.
 
د کارمندانو په پرمختګ سره، هم هغوی نوي مهارتونه ترلاسه کوي او د خپل ځان لپاره ښه سي وي لیکي او هم دندې په ښه او آسانه توګه ترسره کېږي. سره بېره پر دې، د هغوی روحیه او انګېزه زیاتېږي.
 
د خپلو کارمندانو د پرمختګ لپاره لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:
ـــ له کاري ناستو څخه د زده کړې لپاره د یوه فرصت په توګه ګټه واخلئ.
 
ـــ د خپلو کارمندانو لپاره، د متخصصینو په حضور سره، کلني روزنیز پروګرامونه  ترسره کړئ.
 
ـــ هغوی وهڅوئ، ترڅو نوي مهارتونه زده کړي.
 
ـــ له خپل ټیم سره، خپله پوهه شریکه کړئ.
 
۷ ـــ پیاوړی رهبر له تېرو تجربو څخه ګټه اخلي
د راتلونکې په اړه فکر کول، تل ښه دي، خو تېر او خپلو تجربو ته له ورګرځېدلو پرته، نه شئ کولای، چې بشپړې بریا ته ورسېږئ. تاسو معمولاً د مدیریتي تصمیمونو د نیولو لپاره، دا لاملونه، لکه: خپل مهارتونه، شمېرې، ګټه کوونکي یا نوي او نوښتیز چلندونه په پام کې نیسئ.
 
خو سربېره پر دې، باید له خپل تېر څخه ځینې درسونه هم په پام کې ونیسئ. که وکولای شئ، په سم وخت کې، سم تصمیم ونیسئ، کولای شئ، د ډېرو افراد په ژوند باندې اغېز وښندئ.
 
په لاندې تګلارو سره کولای شئ، ښه تصمیم ونیسئ:
 
ـــ په خپل مدیریتي لید باندې باور وکړئ.
 
ـــ هڅه وکړئ، چې د هغه تصمیم  او هغو درسونو ترمنځ اړیکه ټینګه کړئ چې له تېر څخه مو زده کړي دي.
 
ـــ کله چې مهم تصمیمونه نیسئ، نو یاددښت یې کړئ؛ دغه راز ښې یا بدې پایلې یې ولیکئ، ترڅو وکولای شئ په راتلونکې کې، ورته مراجعه وکړئ.
 
۸ ـــ پیاوړی رهبر، په نفس باندې ډېر اعتماد او کاریزما لري
معمولاً افراد له هغو کسانو څخه ډېره پیروي کوي، چې ورسره مینه لري، په همدې خاطر طبیعي ده، چې یو پیاوړی رهبر کاریزما لري.
 
تر ټولو غوره رهبران هغه کسان دي، چې دوستانه چلند لري، له نورو سره په ښه توګه اړیکه ټینګوي، لوړ کلامي ځواک لري، له نورو سره اتفاق کوي او هغوی ته ارزښت ورکوي. که تاسو هم دا ډول چلند ولرئ، د ټیم غړي یا کارمندان داسې احساس کوي، چې کولای شي، په ډېرې آسانۍ، له تاسو سره اړیکه ټینګه کړي او د زړه له کومې له تاسو نه پیروي کوي.
 
په نفس باندې اعتماد، ستاسو ځواک دی.
یو پیاوړی رهبر په هر ډول شرایطو کې، په نفس باندې خپل اعتماد نندارې ته وړاندې کوي. ستاسو په نفس باندې اعتماد، کارمندانو ته الهام ور بښي او هغوی ډاډه کوي، چې روښانه راتلونکې په مخکې لري او په پایله کې، په کړنو کې یې ښه والی رامنځته کېږي.
 
۹ ـــ پیاوړی رهبر، د شوخ طبیعتۍ حس لري
د رهبر په توګه باید شوخ طبعیته واوسئ. کله چې شرایط سختېږي او ټول تر فشار لاندې دي، له خپلې شوخ طبیعتۍ څخه د کارمندانو د انګېزې د ډېرښت او دغه راز د هغوی د سټرس د کمښت لپاره ګټه واخلئ، که وکولای شئ په هر موقعیت کې خپلې ټوکې ټکالې وساتئ، د ټیم روحیه لوړوئ. دا ځانګړتیا، په ستونزمنو ځایونو کې، د خپل ټیم د ګټورتیا او ښو کړنو د ساتلو لپاره اړینه ده.
 
په سختو شرایطو کې شوخ طبیعتي څه ګټې لري؟
ـــ ستاسو شوخ طبیعتي، ستاسو د ټیم غړو ته ښکاره کوي، چې تاسو له هغوی سره همفکری او مل یاست او ستاسو ترمنځ د ملګرتیا حس رامنځته کوي.
 
ـــ شوخ طبیعتي، د همفکره رهبرۍ اصلي عنصر دی.
ـــ شوخ طبیعتي، ګډ فرهنګ او د ټیم د غړو ترمنځ د یووالي حس رامنځته کوي.
 
۱۰ ـــ پیاوړی رهبر ماتې غنیمت ګڼي
حتا که خپله ټوله هڅه وکړئ، بیا هم ښایي له ماتې سره مخامخ شئ، تاسو دنده لرئ، چې د آرامتیا او وقار په ساتلو سره، ماتې مدیریت کړئ.
ماتې مو مدیریت کړئ:
ـــ آرامتیا مو وساتئ او منطقي فکر وکړئ.
ـــ له خپل ټیم څخه لیرې والی مه کوئ، ځکه کېدای شي، په دې کار سره د خپل ټیم د روحیې د کمزورتیا سبب شئ.
ـــ د ټیم غړي خبرو اترو او بحث ته وهڅوئ، ترڅو وکولای شئ د ستونزې ریښه پیدا او د هغې لپاره د حل غوره لاره ولټوئ.
 
وروستۍ خبره
په یوه پیاوړي رهبر باندې د بدلېدو لپاره، ډېرو زیاتو ځانګړتیاوو او تجربو ته اړتیا لرئ او دا آسانه کار نه دی. تاسو باید خپلو ورځنیو دندو او مسؤولیتونو ته وګورئ او تل په خپل ځان کې د مدیریتي مهارتونو د پیاوړتیا په لټه کې واوسئ.
 
سربېره پر دې، تاسو باید د خپل ټیم د غړو لپاره، د هوښیارتیا، رښتینولۍ، ژمنتیا، تعقل او هڅې بېلګه واوسئ، په همدې خاطر، په یوه پیاوړي رهبر باندې د بدلېدو لپاره، د دې لسو مدیریتي مهارتونو زده کول ډېر زیات ارزښت لري.