له ریاست څخه رهبرۍ ته د لیدلوري بدلون
تاسو باید په دې مسئلې باندې پوه واوسئ، که وغواړئ په یوه رهبر باندې بدل شئ، باید هغه ذهنیت، چې له پخوانۍ رهبرۍ څخه ستاسو په ذهن کې رامنځته شوی دی بدلون ورکړئ، د دې لپاره چې «په نننۍ نړۍ کې یو رییس، په هېڅ وجه یو رهبر نه دی!»
رییس هغه څوک دی، چې یوازې په دستور ورکولو سره تاسو ته وایي، چې باید څه وکړئ. په ډاډ سره ویلی شم هر څوک له دې څخه، چې یو رییس ولري، کرکه لري، د هیچا نه خوښېږي، چې کوم فرد له پاسه هغه ته وګوري او داسې ښکاره کړي، چې له نورو نه په ډېرو څیزونو باندې پوهېږي او باید نور یې له اوامرو څخه پیروي وکړي، حتا که دا دستورونه سم هم وي.
رهبران، مدیران هم نه دي، مدیران هغه کسان دي، چې نور هڅوي، د مکافاتو په اندازه کار وکړي، مدیران نورو ته زړورتیا او جرات ورکوي، چې مخ پر وړاندې لاړ شي او هغه کارونه ترسره کړي، چې په خپله یې نه ترسره کوي. مدیران هېڅکله ارزښتمن افراد نه دي، هغوی یوازې د مکافاتو په ژمنې سره کولای شي، نور د ځینو کارونو ترسره کولو ته وهڅوي، له بلې خوا مدیران به هېڅکله د کارکوونکو له نظره دومره ارزښتمن نه وي، ترڅو کارمندان وغواړي د هغوی په څېر چلند او عمل وکړي یا هغوی د خپل ځان لپاره بېلګه ونیسي.
معمولاً رهبران چلندیزې بېلګي دي، داسې چې نور د هغوی د چلندونو او کړنو په لیدلو سره، له دې پرته، چې په اړه یې فکر وکړي او یا یې تجزیه او تحلیل کړي، واقعاً غواړي، چې هغوی ته ورته شي. رهبران تل د مبارزې په لومړۍ کرښه کې مېشت کېږي، هغوی د هر کار په ترسره کولو کې مخکښ کېږي او د دوه برابره انګېزې په لرلو سره هڅه کوي، کوم کار یې چې پیل کړی دی، پای ته ورسوي او په کاروبار کې بریا ته ورسېږي، خو تاسو ته په ډاډ سره ویلی شم، چې دا کار د هغو کسانو لپاره، چې له یوه بل فرد څخه دستور اخلي، هېڅکله نه رامنځته کېږي.
رهبران د خپلو کارمندانو ترڅنګ دي، نه د هغوی له پاسه
یو بریالی مدیر هڅه کوي، ترڅو دندې په کارمندانو باندې په سمه توګه ووېشي، خو یوازې هغه څه چې له دې مسئلې څخه هغوی ته رسېږي، د نیمې پایلې ترلاسه کول دي، خو یو رهبر په خپله مخ پر وړاندې حرکت کوي، مشخصې موخې ټاکي او حتا تر ټولو سختې دندې هم په خپله غاړه اخلي، ترڅو خپلې لوړې موخې، یانې په کاروبار کې بریا ته لاسرسی پیدا کړي، هغه تل هڅه کوي، ترڅو په ډېرې زیاتې انرژۍ سره، مخ پر وړاندې حرکت وکړي او پاتې لاره نورو ته تشریح کړي او هغوی ته په انګېزې ورکولو سره، داسې یو کار وکړي، ترڅو د زړه له کومې یوې ګډې موخې ته د رسېدو په لاره کې ګام پورته کړي.
که د هغو افرادو له ډلې څخه یاست، چې غواړئ نور ستاسو لپاره کار وکړي، باید په خپله لاس په کار شئ او په خپله تر ټولو غوره کارونه په خپل واک کې واخلئ. یو رهبر د دې پرځای، چې له خپلو کارمندانو وغواړي، چې د شرکت د محصولاتو او خدماتو د معرفي کولو لپاره، بېلابېلو افرادو ته ورشي او له هغوی سره اړیکه ټینګه کړي، په خپله هم له هغوی سره یو ځای کېږي او په دې پېچلې لاره کې له هغوی سره مرسته کوي. په حقیقت کې رهبران د خپلو کارمندانو ترڅنګ دي، نه د هغوی له پاسه. رهبران په خپل کاروبار کې بریا ته د رسېدو لپاره، مخکښ کېږي او د هغو کارونو د ترسره کولو په لور ځي، چې وېرونکي تر سترګو کېږي او یوازې هغه وخت، چې کومه هیله شتون نه لري، دا رهبران دي، چې مخ پر وړاندې د حرکت په حال کې دي.
د سزا ورکولو پرځای انګېزه بښل ځای ناستې کړئ
مدیران معمولاً د دې لپاره، چې کار کوونکو ته مخ پر وړاندې حرکت ورکړي، هغوی ته ژمنې ورکوي او یا هغوی ته د سزا ورکولو تصمیم نیسي؛ خو رهبران بل ډول چلند کوي، هغو په دوامداره توګه د انګېزې بښلو په حال کې دي. ډېری مدیران د دې لپاره، چې وکولای شي، په خپل سازمان باندې کنټرول ولري او کارکوونکي هر وخت ترې وډار شي، د هغوی سپکاوي او کوچني کولو پر لور ځغلنده ګامونه پورته کوي او ډاډه اوسئ، چې دا ډول چلند به یوازې د کمې مودې لپاره اغېز ښندونکی وي او په اوږدمهال کې د کار کولو لپاره د کارکوونکو د لېوالتیا د له منځه تګ او دغه راز حتا له شرکت څخه د هغوی د کرکې سبب ګرځي، چې په پایله کې به له ځانه سره د کاروبار ماتې او ناکامۍ ولري.
په بدل کې یې؛ رهبران د افرادو له پیاوړي کولو څخه ګټه اخلي، هغوی تل هڅه کوي، ترڅو د خپلو کارکوونکو استعدادونه او همدا راز خلاقیتونه وغوړوي، هغوی له دې څخه وېره نه لري، چې د ده په څېر به یو بل شخص جوړ شي، ځکه په خپله هغوی د بل هر شخص په پرتله په چټګه توګه د ودې او پرمختګ په حال کې دي.
که بریالیو حتا تر ټولو غوره مدیرانو ته وګورئ، نو دې ته مو پام کېږي، هغوی خپل کارمندان لکه څنګه چې دي، ویني یې، په داسې حال کې، چې یو رهبر خپل افراد له هغه څه څخه غوره ویني، کوم چې خپل ځان ښکاره کوي. برایان ټریسي په دې برخه کې وایي: «د رهبرۍ هنر د عادي افرادو له لارې غیر عادي پایلو ته لاسرسی پیدا کول دي.» تاسو په ډېرې هوساینې سره کولای شئ، چې په خپل شرکت کې عادي افراد په کار وګمارئ، هغه افراد، چې له ډېرو کمو تجربو څخه برخمن دي، خو که د هغوی له وړتیاوو څخه معلومات پیدا کړئ، نو په ډاډ سره ویلی شم، هغه موخې به پیدا کړئ، چې د نورو له تصور څخه ډېرې لیرې دي، چې تاسو ته به په ډېره پیاوړې توګه په خپل کاروبار کې د بریا په لور لارښوونه وکړي.
دا چې تاسو یو رییس یا مدیر واوسئ، تر ټولو آسانه کار دی، چې کولای شئ په یوه شرکت یا سازمان کې یې ترسره کړئ. تاسو د مدیریت په برخه کې په زده کړو او په یوه سازمان کې په فعالیت کولو سره کولای شئ ورته لاسرسی پیدا کړئ، خو په یوه بریالي رهبر باندې د بدلېدو لپاره، باید په هغه پورې اړوند مهارتونه زده کړئ او په ښه توګه یې ترسره کړئ، باید وکولای شئ خپل ځان ته لوړتیا ورکړئ او مخکښ واوسئ او تر ټولو مهم ټکی دا دی، چې دا مسایل نه شئ کولای، په هېڅ روزنیز مرکز کې یې پیدا کړئ.
رهبران څه ډول فکر کوي؟
لکه څنګه چې وویل شول، په یوویشتمه پېړۍ کې د دې لپاره، چې په یوه رهبر باندې بدل شئ، باید په هغې پورې اړوند مهارتونه زده کړئ، خو تر اوسه مو د دې مسئلې په اړه فکر کړی دی، چې رهبران څه ډول فکر کوي؟ رهبران دې باور ته رسېدلي دي، چې د هغو پایلو سل سلنه مسؤولیت، چې له خپلو سازمانونو څخه یې ترلاسه کوي، په خپله غاړه واخلي؛ حتا که په خپل کاروبار کې بریا یا ناکامۍ ته ورسېږي.
کله چې یو شرکت له ستونزې سره مخ کېږي، تر ټولو لومړی کار، چې د یوه شرکت رییسان یې ترسره کوي، له دندې څخه د عامل مدیر لیرې کول دي. په حقیقت کې د دې کار ترسره کول یوازې په دې دلیل دي، کله چې په یوه سازمان کې ستونزه رامنځته کېږي، سل سلنه مسؤولیت یې د هغه چا پر غاړه دی، چې په بشپړه توګه یې رهبري په غاړه لري.
نن ډېری کاروبارونه، په داسې حالاتو کې له مسؤولیت څخه غاړه غړوي، هغوی د ستونزې د رامنځته کېدو پرمهال، شرایط یا هغه افراد، چې په شرکت کې په کار بوخت دي، ګرم ګڼي، له همدې امله باید پوه شئ، که چېرې د یوې کورنۍ، کاروبار یا د بل هر څیز د رهبري کولو په حال کې یاست، چې له ستونزو سره مخ شوی دی، دا مورد ستاسو د رهبرۍ له ډول سره مستقیمه اړیکه لري.
وروستي