بې روحه راغلمه په سا پسې راورسيدم
د خپل وجود په انتها پسې راورسيدم
د پيزيبونو شور او ساز بې برکته نه شي
د ډمې پېغلې په ګډا پسې راورسيدم
چې د جلاد په مخ کې ودرېدم څېره مې نه وه
زه په دې ښار کې په باچا پسې راورسيدم
مورې! له تانه وړاندې نه وې د جنت منارې
بيرنه راستون شوم په دعا پسې راورسيدم
که څو فنا شوې په رنګينو فلسفو کې رانه
خو ستا د سترګو په مانا پسې راورسيدم
زه به ترې شاته شوم طالبه! بې امکانه غوندې
که به څو ځلې په بلا پسې راورسيدم
طالب منګل
وروستي