زمونږ پارلمان  به ګوندي وي كه ملي؟

 په يو ديموكراتيك نظام كې ټاكنې يو له مهمو فعاليتونو  څخه شميرل كيږي ، په دې دليل چې ټاكنې خلكو ته موكه وركوي چې له يوې  خوا د خپلو ټاكليو استازيو كړنې تر قضاوت او عدالت لاندې ونيسي  او له بلې خوا د نويو ټاكل كيدونكو  استازو په اړه سوچ او فكر وكړي. څومره چې په يوه ټولنه كې د خلكو د سياسي شعور او بصيرت كچه لوړه وي نو په همغه اندازه د خپلو استازيو  په اړه ژور سوچ او فكر هم كولاى  شي، كوم ځاى كې چې ځان غوښتنه د ملت غوښتنې په روحيه وژل شوي  وي نو هلته پارلمانونو يا ملي شوراګانو ته داسې خلك لار پيدا كوي چې په ريښتينې مانا سره د ملت په درد  او غوښتنو خبر وي برخلاف په كومو ټولنو  كې چې سياسي شعور او بصيرت وده  نه وي كړي نو پرته له شكه چې هلته د  خلكو ترمنځ ټاكنې د قوم، نژاد،  ژبې او سيمې پربنياد ترسره كيږي. هر څومره چې د يو هيواد ملي شورا ملي رنګ ولري نو په همغه اندازه ورسره ملي ګټې هم خوندي او پياوړي وي، څومره چې د ملي شورا په منځ كې هيوادنۍ احساس او د خلكو پر وړاندې د مسووليت احساس پياوړى وي نو له شك پرته چې هلته په ټولنه باندې اقتصادي، سياسي، فرهنګي او ټولنيزه وده حاكمه وي. شك نه شته چې په يو ديموكراتيك نظام كې پارلمان يا ملي شورا مهم او حياتي رول لوبوي، همدا لامل ده چې ملي شورا ته د ملت كور هم وايي څومره چې ددې كور غړي ويښ او بيدار وي نو په همغه اندازه ددې كور له چاپيريال څخه هم پالنه او ساتنه كولى شي. افغانستان هم يو له هغو هيوادونو دى چې د نظام د سيستم ولي او ريښې يې په ولسواكۍ ولاړي دي، دا دويم ځل دى چې افغانان د همدې ديموكراتيك نظام لاندې خپلې پارلماني يا د ملي شورا د غړيو د غوره وي له پاره ټاكنې ترسره كوي، تېرو د لومړۍ دورې ټاكنو ته په پام سره خلك په دې باور و چې دا ځل به ټاكنې له يوې خوا رڼې او شفافي وي او له بلې خوا به پكې تر ډېره حده ملي روحيه پياوړي خو متاسفانه چې نه په ټاكنو كې په هغه شان رڼوالى موجود و لكه څه ډول چې د ملت او قانون غوښتنه وه او نه هم خلكو ملي روحيې ته په پام سره چاته رايې وركړې، هغه څوك چې د شتو او زور خاوندانو و هغوى وكولاى شول چې د ملت ريښتينې رايه هم په تقلبي رايه بدله كړي او بالاخره داسې خلكو پارلمان ته لار پيدا كړه چې تر ډېره حده د ملت له ستونزو او مشكلاتو څخه بې خبره دي. له بلې خوا د ولسواكۍ يو اصل هم دادى چې په ديموكراتيك نظام كې به اكثريت پر اقليت حكومت كوي خو د اقليت حقوق به په پام كې لري، خو دا ځل ليدل كيږي چې ملي شورا يا پارلمان ته زياتره اقليتونو لار موندلي كوم چې له يوې خوا په ټاكنو كې د پراخو درغليو د شتون ښكاره ثبوت كيدلى شي او له بلې لورې د اولسواكۍ د اصولو سره هم په ټكر كې ده، د ملت د اكثريت ( پښتنو) سلنه هومره راټيټه شوي چې چا يې تصور هم نه شو كولى. تاسو وګورئ نوي پارلمان ته داسې خلكو هم لار موندلي چې اصلا د افغانيت له ټكي سره هيڅ جوړ نه دي ، ځان د افغان پر ځاى افغانستانى بولي كومه چې د اساسي قانون سره ښكاره په ټكر كې ده، هغه كسان چې تر پرونه يې د پښتو او نورو ژبو د وايوونكو ترمنځ د تعصب اورته لمن وهله څه ډول به وكولاى شي چې په ملي شورا كې د ملي يوالي او وحدت له پاره كار وكړي پوښتنه هم داده چې زمونږ نوى پارلمان په ځانګړي ډول اولسي جرګه به ملي وي كه خزبي؟ كه انسان له حقيقت سترګې پټې نه كړي نو پرته له شكه ويلى شي چې زمونږ پارلمان به دا ځل مطلق خزبي شكل ولري، داسې ګوندي يا خزبي پارلمان نه چې په هغه كې د يو سياسي ګوند استازي د ملي ګټو په خاطر د حكومت له پاليسيو سره په ټكر كې وي بلكې د ګوندي لفظ د كارولو څخه زما هدف هغه كوچنى ډلي دي كومو چې پرته د هيواد د ويشنې او پرچه كونې بله روحيه نه لري، هغوى پرته له دې چې په ملي ګټو تمركز وكړي ټول تمركز به يې د خپلو كوچنيو او معتصبو ډلو له پاره د امتياز غوښتل وي. د يو داسې ملي پارلمان په هيله چې په رښتيا هم ددې ملت او خاورې له پاره ريښتينى او ژور ارمان ولري.
ميرولي جان  لكڼوال