د فلج کسانو لپاره ټير لرونکې څوکۍ (wheelchair) چې د دماغو په وسيله حرکت کوي 

ټير لرونکې يا آرابه لرونکې څوکۍ چې wheelchair ورته وايي د ناروغانو د لېږد - رالېږد، تشناب او نورو ځايونو ته د ناروغانود تلو  لپاره غوره او اسانه وسيله ده. خو تر ډېره دغه څوکۍ د يو بل کس په وسيله ناروغ پسې وړل کېږي. 

د ټېکنالوژۍ او طبابت په ګډو هڅو سره اوس داسې ټير لرونکې څوکۍ جوړ شوې دي، چې د دماغو په وسيله کنټروليږي او داسې مصنوعي ځېرکتيا يا  artificial intelligence په کې کارول شوی، چې دماغو سره اړيکه لري. 

د بېلګې په ډول کله چې ناروغ وغواړي تشناب ته لاړ شي، نو دغه ټير لرونکې څوکۍ د مصنوعي ځېرکتيا پر بنسټ تشناب پېژني او هغه خوا حرکت کوي. د ناروغ کښته کېدو او پورته کېدو لپاره هم څوکۍ د ناروغ د دماغي غوښتنې اړوند فعاليت کوي. 

دغه څوکۍ اوس مهال يوازې د روغتون او کور دننه د دماغو اړوند حرکت او خوځښت کوي خو ټاکل شوې ده، چې پرمختللې بڼې به يې داسې وي، چې بهر او په سړکونو به هم پرته له دې چې ناروغ سره بل کس اوسي، حرکت او کنټرول ولرلی شي.