خپل ځان ته د بدلون ورکولو لپاره غوره تګلارې

موږ ټول ځینې ځانګړتیاوې لرو، چې نه مو خوښېږي او غواړو چې خپل ځان ته بدلون ورکړو، خو څنګه په خپل ځان کې دا بدلون را منځته کړو؟ موږ به یې تاسو ته ووایو. که داسې احساس کوئ، چې د ژوند تګلوري مو ناسم دی، باید په هغه کې مثبت بدلونونه رامنځته کړئ، د دې بدلونونو لپاره لنډ مهالې او اوږد مهالې موخې وټاکئ او یوه بېلګه پیدا کړئ، چې په دې تګلوري کې تاسو ته لارښوونه وکړي.
 
په پیل کې بدلون درک کړئ
له خپل ځانه وپوښتئ، چې آیا زه دا ډول بدلون غواړم؟ د یوه بدلون د رامنځته کولو لپاره باید واقعاً یې وغواړئ، د خپل ژوند ټولو اړخونو ته فکر وکړئ او دا چې آیا غواړئ پکې بدلون رامنځته کړئ؟
 
د خپل ژوند تګلوری وارزوئ
درک کړئ، چې د ژوند کوم یو فعالیت مو بدلون ته اړتیا لري.
 
که باور مو دا دی، چې نه شئ کولای دا بدلونونه رامنځته کړئ، نو خپل ځان ماتې ته چمتو کړئ. دمګړۍ چې پوه شوی یاست، غواړئ بدلون وکړئ، باید په دې باندې پوه شئ چې آیا د بدلون وړتیا لرئ، کېنئ او له خپل ځان سره فکر وکړئ:
د بدلون وړتیا ته اړتیا لرئ.
د بدلون وسایلو ته اړتیا لرئ.
د بدلون وخت ته اړتیا لرئ.
د بدلون لپاره ملاتړته اړتیا لرئ.
 
له خپل ځان سره رښتینی واوسئ او په ذهن کې له خپل ځان څخه توپیري انځور مه جوړوئ
له خپلو دوستانو څخه وپوښتئ، چې ستاسو په اړه څه فکر کوي؟ که له هغه ذهنیت سره، چې تاسو له خپل ځان څخه لرئ، توپیري وي یانې له خپل ځان سره رښتینی نه یاست.
 
کوم تصمیمونه، چې د ورځې په اوږدو کې نیسئ لامل یې وارزوئ، د دې تصمیم نیونو لامل تاسو هغه ځای ته رسولی یاست، چې دمګړی یاست. د بدلون لپاره باید د نویو دلیلونو پر بنسټ تصمیم نیونه وکړئ. د بېلګې په توګه: که مو تصمیم نیولی وي، چې په کور کې پاتې شئ، له خپلو ملګرو سره بهر مه ځئ، د دې تصمیم نیونې لامل وارزوئ.
 
پایلې ولیکئ، د دې تګلارې لپاره وروستۍ موخه وټاکئ او وې لیکئ، په داسې یوه ځای کې یې ولګوئ، چې سترګې مو پرې لګېږي او تاسو ته انګېزه درکړي.
 
یوه بېلګه پیدا کړئ
دا بېلګه کولای شي، چې هر شخص وي: له تاسو څخه ځوان یا هم له تاسو څخه زوړ، یو دوست، د خپل قوم یو غړی او یا یو مشهور فرد، هغه هماغه شخص دی، چې غواړئ د هغه په څېر واوسئ، په اړه یې څېړنې وکړئ او وګورئ، د دې لپاره، چې د هغه په څېر شئ، له هغه څخه باید د کومو کارونو تقلید وکړئ.
 
له مناسبو افرادو سره په اړیکه کې واوسئ، خپله شاوخوا په مثبتو افرادو سره ډکه کړئ، هغه کسان، چې له تاسو سره ګډې موخې لري او دغه راز هغه کسان، چې ستاسو اوسنیو موخو ته رسېدلي دي.
 
محسوسې موخې وټاکئ
ورځنۍ او اونیزې موخې ولیکئ، باید یوه ستره موخه په کوچنیو موخو باندې ووېشئ. هره موخه د وروستۍ  پایلې په لور یو ګام دی، دا موخو باید محسوسه او د اندازه کولو وړ وي.
 
د بېلګې په توګه: یو ښه انسان شم، دا یوه محسوسه موخه نه ده، بلکې باید ولیکئ، چې هره ورځ د نورو لپاره دوه ښه کارونه ترسره کړم او یا مه وایئ، چې ډېر ورزش وکړم، بلکې باید ووایئ، چې په اوونۍ کې باید څلور ځله ورزش وکړم او موخه محسوسه کړئ. که نه شئ کولای، چې خپلو موخو ته ورسېږئ پکې بدلون رامنځته کړئ، باید موخې مو واقعي وي. د بېلګې په توګه: که موخه مو دا ده، چې د ورځې اووه ساعته مطالعه وکړئ، خو د کاري او درسي پروګرام په خاطر نه شئ کولای، دا کار ترسره کړئ، هغې ته په ورځ کې څلور ساعته مطالعې ته بدلون ورکړئ.
 
خپلې ډېرې کوچنۍ بریاوې ومنئ او وې لمانځئ، همدا کوچنۍ موخې دي، چې تاسو پایلې او وروستۍ موخې ته رسوي.
 
بدلونونه مو وارزوئ
ښایي په پیل کې خپل بدلون ته مو پام نه شي، خو که چېرې کېنئ او هغې موخې ته، چې د کاغذ پرمخ مو لیکلې ده وګورئ، حیرانېږئ، چې څنګه په کوچنیو بدلونونو سره توانېدلی یاست، هغه څه ته ورسېږئ، چې غوښتنه مو یې کوله او په بشپړه توګه مو بدلون کړی دی. نوې موخې وټاکئ، کله چې خپلې موخې ته ورسېدئ، درېږئ مه او له بریا څخه د دې لپاره، چې یو غوره فرد شئ، انګېزه واخلئ. د تېر په څېر یوه ستره موخه وټاکئ او په کوچنیو موخو باندې یې ووېشئ، په دې صورت کې په یوه موخه لرونکي فرد باندې بدلېږئ.