نوې طبي موندنه: بيخي ډېر کم خوب او له حد زيات خوب ګلوکوما پيدا کوي 

ګلوکوما د سترکې يوه عامه او سخته ناروغي ده. ګلوکوما په دې مانا چې سترګې هغه عصاب چې سترګه له دماغو سره نښلوي، زيامن شي او پايله کې د سترګو نظر له منځه ځي يا ډېر زيات کمزوری کېږي. 

يوې نوې طبي موندنې په ګوته کړې ده، چې  له حد ډېر کم او همدا ډول له حد ډېر زيات خوب کول، سببېږي چې دغه عصاب زيانمن شي او پايله کې ګلوکوما رامنځته شي. 

دغه څېړنه کې ښوودل شوې ده، چې د ګلوکوما وروستی حد ړوندوالی دی او وړاندوينه دا ده، چې  تر ۲۰۴۰ کال پورې به د نړۍ په کچه ۱۱۲ مېليونه کسان په دې ناروغۍ اخته شي.