ټاکنیزه پاملرنه

زموږ مغز د یوه غوره فلټر په څېر کړنې ترسره کوي او د دې سبب ګرځي، ترڅو په هره شېبه کې یوازې په مهمو او اړینو معلوماتو باندې تمرکز وکړئ او نورو هغو مواردو ته، چې تاسو یې را چاپېر کړي یاست، پام ونه لرئ.
 
د دې وړتیا په وسیله کولای شئ، چې له غرمې وروسته د ښوونځي په یوه له ګوڼه ګوڼې څخه ډک رسټورانټ کې د ریاضي د آزموینې لپاره مطالعه وکړئ او چمتووالی ونیسئ یا په داسې حال کې، چې د کورنۍ ټول غړي مو په خبرو بوخت دي، تاسو خپل یوه ملګري ته پیغامونه ولېږئ.
 
کله وخت دا فلټر کول د «ټاکنیزې پاملرنې» په نامه پېژندل کېږي
کله چې د منفي فکر کولو عادت ولرئ، نو پام مو په منفي پېښو باندې متمرکز کېږي او د بدو او منفي څیزونو په اړه په فکر کولو سره، خپل ټول وخت بېځایه تېروئ.
 
په دې حالت کې تاسو نه شئ کولای، چې قضیې ته له پاسه وګورئ او سلګونه بوختوونکې، شور را پارونکې، ښې او خوشاله شېبې له پامه غورځوئ، په پایله کې ناهیلي ستاسو مېلمه کېږي او ټولې لاسته راوړنې او خوښۍ به له لاسه ورکړئ.
 
داسې فرض کړئ، چې د تاریخ په ټولګي کې مو د یوې پوښتنې د ځوابولو لپاره لاس پورته کړ او ناسم ځواب مو ورکړ او د تاریخ  ښوونکی مُسکی شو. د منفي فکر کولو عادت د دې سبب ګرځي، چې ونه شئ کولای، له هغه فکر څخه بهر شئ او د هغې ورځ ټول ښه او په زړه پورې معلومات د فوټبال لوبې او یا له ټولګي مخکې له دوستانو سره د ټوکو ساعت فلټر کوئ، لکه: ښوونکي هرومرو یوه موخه درلوده! نن واقعاً یوه بده ورځ وه.
 
ستونزه په دې کې ده، چې له دې فکر سره، حافظه مو تړل کېږي او یوازې بدې او ناهیلې کوونکې پېښې  په یاد راوړي او څو څو ځله په هغو باندې په مرور کولو سره، د هرې هغې خاطرې مخه مو نیسي، چې ستاسو د خوښۍ او خوشالۍ سبب ګرځي.
 
د ژوند د پېښو فلټر کول او په بدو او ناهیلي کوونکو پېښو باندې ټاکنیزه پاملرنه، د خپل ځان او نورو په اړه ستاسو احساس بد کوي، د راتلونکې په اړه بدبین کېږئ او له دې چې ژوند مو تل بد او منفي وو، د غوسې او وېرې احساس به وکړئ. د وخت په اوږدو کې په منفي جزئیاتو باندې تمرکز کول، تاسو به له نورو څخه لیرېوالي، د کارونو له ترسره کولو څخه وېرې، غم او خپګان ته به ور وکاږي.
 
له دې ناسم عادت سره د مقابله کولو کیلي دا ده، چې په خپلې پاملرنې باندې پام وکړئ
کله وخت واقعاً بدې پېښې رامنځته کېږي، چې باید ورته پام وکړئ او د هغو په بررسۍ سره، مناسب غبرګون ښکاره کړئ. که چېرې یوه تېروتنه مو کړې ده، نباید هېره یې کړئ او باید ترې درس واخلئ، خو دا پام نباید د یوه بې پایه څرخ په څېر دوام پیدا کړي، داسې چې خپل ژوند هېر کړئ او یوازې له خپل ځان سره په همدې منفي فکر باندې مرور وکړئ.
 
موخه، رښتیني لیدلوري ته رسېدل او مناسب او متوازن درک دی، په بل عبارت، باید هڅه وکړئ، چې ټولې ښېګڼې او بد ګړې ووینئ.
 
د دې کار یوه له غوره اغېزو څخه، د ژوند مثبتو او عادي پېښو ته پام کول دي، چې د رضایت او هیلې سبب به شي، په یوې کوچنۍ برخې باندې د تمرکز کولو پرځای، د یوه پراخ لید په لرلو سره دا پیدا کوئ، چې په ټول ژوند باندې مو تیارو او ناهیلیو تور څادر نه دی غوړولی او له ښو او خوشاله شېبو څخه په خوند اخیستلو سره، له نورو سره به په خوښۍ کې شریک شئ.
 
تر ټولو غوره کړنې ترسره کړئ
موخه، دې فکر ته رسېدل چې: راځئ قضیې ته له پاسه وګورو، ادارکي بیا رغونه مرسته کوي، ترڅو بېرته شاته وګرځئ او بهیر په بشپړه توګه بررسي کړئ، په دې مهارت کې به زده کړئ، چې د ژوند ټولې ښې، عادي او بدې پېښې یوه د بلې ترڅنګ رامنځته کېږي.
 
د رښتینولۍ د آزموینې له لارې د منفي پام په شواهدو پسې ګرځئ او بالاخره زده کوئ، چې څنګه سر پورته کړئ او د یوه پروګرام په ترسره کولو، هغه څه چې پېښ شوي دي، په یوه متوازن وضعیت کې ووینئ.
 
ادراکي بیارغونه تمرین کړئ
فېروز د نهم ټولګي زده کوونکی او د فوټبال لوبډلې یو لوبغاړی دی، هغه په تېر فصل کې د تمې پر خلاف ښه لوبه کړې وه او د راتلونکې پنجشنبې د مسابقې لپاره ډېره زیاته لېوالتیا او هیجان لري، ځکه چې فکر کوي، ډېر ښه تمرین یې کړی دی، چانس یې درلوده، چې د لوبې له پیله د لوبې په ډګر کې وي، خو داسې ونه شول او روزونکي هغه د لوبې په دویمه نیمایي  کې د لوبې ډګر ته واستاوه.
 
که څه په هغه ورځ ډېر ښه ولوبېده او لوبډله یې هم بریالۍ شوه او که څه هم د خپل ټیم له بریا څخه ډېر زیات خوشاله و، خو له ځانه سره یې ویل، دومره ښه نه وم، چې د لوبې له پیله په لوبه کې وای، ژوند مې وېرونکی دی، هغه واقعاً ګډوډ شوی و او د بریا د لمانځلو لپاره د ټیم له غړو سره رسټورانټ لاړه نه.
 
د فېروز فکري تېروتنه
نوموړي د هغې ورځ ټولې مثبتې پېښې "په ډګر کې د دویمې نیمایي لپاره لوبېدل، په مسابقه کې خپلې کړنې، د ټیم بریا"  او د هغې ورځې ټولې خوندورې شېبې یې د منفي فکر له یوه فلټر څخه تېرې کړې او د هغو ټولو پرځای یې یوازې په یوې ناهیلې کوونکې موضوع باندې تمرکز وکړ.
 
په پایله کې منفي فکر کول، څه کوي او څه نه کوي؟
فېروز په بیړه له لوبغالي څخه بهر شوی او په مستقیمه توګه خپل کور تللی او د بریا د لمانځلو مراسم یې له لاسه ورکړي دي.
هغه څه احساس لري؟
فېروز د ناکرارۍ، خپګان او اندېښنې احساس لري.
په دې وضعیت کې د هغه بدن څه غبرګون لري؟
اوږې یې کلکې شوې دي، خېټه یې درد کوي او خپله انرژي یې له لاسه ورکړې ده.
 
د رښتیاوو ازمویل
فېروز د دې ناسم عادت پرځای، باید خپل ځان ته څه ووایي؟
هغه باید د خپلې کمزورې لوبې او د خپلې ورځې د خرابېدو د شواهدو په لټه کې واوسي او له ځانه وپوښتي: ډېر بد کار وشو، چې له پیله په ډګر کې نه وم، خو باید له پاسه ورته وګورم، آیا واقعاً په لوبه کې مې ګډون نه درلوده؟ آیا موږ بریالي شوي نه یو؟ د لوبې په لړ کې کومې ښې پېښې رامنځته شوې دي؟ نن کومې ښې پېښې رامنځته شوې؟