په ماشومانو کې په نفس باندې د اعتماد د پیاوړتیا لپاره دولس تګلارې، چې هر پلار او مور باید پرې پوه شي

له زېږون سره سم، ماشومان په چټکۍ سره نوي مهارتونه زده کوي او تر څنګ یې نوې وړتیاوې، په نفس باندې اعتماد او له هغو څخه ګټه اخیستنه زده کوي. په ماشومانو کې په نفس باندې د اعتماد پیاوړتیا کولای شي، د مهارتونو د ترلاسه کولو په اندازه مهم وي، ماشومان باید په خپلو وړتیاوو باندې باور ولري او په عین حال کې باید په دې باندې پوه شي، که په کوم کار کې بریالي نه دي، په ډېرې هڅې سره یې ترسره کولای شي. د تجربې په ترلاسه کولو او له ماتې څخه په درس اخیستلو، په هغوی کې په نفس باندې سالم اعتماد رامنځته کېږي.
 
په دې لیکنه کې به دولس تګلارې ووینئ، چې د هغو په مرستې سره کولای شئ په نفس باندې ډېر اعتماد لرونکی ماشوم وروزئ، نو دا لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
۱ ـــ احساسات یې ومنئ
کله چې ماشوم مو تاسو ته راغی او په نفس باندې د اعتماد په اړه یې ستونزه لرله، مهمه ده پوه شئ، چې ولې خواشینی او بې حوصلې دی، دا له تاسو سره مرسته کوي، اصلي ستونزه وپېژنئ او د حل اغېزناکه لاره پیدا کړئ.
 
۲ ـــ ناسمې عقیدې او باورونه تشخیص کړئ
انسانان داسې عادت شوي دي، چې په خپل ځان باندې تر ټولو بد نقد کوونکي وي او دا موضوع په ځانګړې توګه د ماشومانو په اړه صدق کوي، خو کله چې نه شي کولای هغه ناشوني معیارونه (کله وخت غیر منطقي) چې ټاکي یې تر لاسه کړي، په نفس باندې اعتماد یې له منځه ځي، د وضعیت په اړه بې لوري او خوش بینانه لیدلوری کولای شي، په چټکه توګه افکار یې بدل کړي. د بېلګې په توګه: که ماشوم تل وایي، چې په ریاضي کې کمزوری دی او ښه زده کوونکی نه دی، هغه ته ووایئ، چې ښه زده کوونکی یې او یوازې اړتیا لرې، چې په یوې موضوع باندې لږ څه ډېر وخت مصرف کړې.
 
۳ ـــ له نورو سره یې مه پرتله کوئ
له دې څخه هېڅ څیز بد نه دی، چې د خپلې خور یا ورور ښېګڼه نه غواړئ، د پرتلنو په لیرې کولو سره، د خپل ماشوم په نفس باندې اعتماد زیات کړئ او د خور او ورور ترمنځ سیالي (رقابت) ډېرې ټیټې کچې ته ورسوئ.
 
۴ ـــ هغه ته یو خوندي ځای جوړ کړئ
ویل کېږي، چې بښنه له کوره پیلېږي، په نفس باندې اعتماد هم همداسې دی. د ډېرو کمو بدلونونو په رامنځته کولو سره، کولای شئ، داسې یو خوندي ځای جوړ کړئ، چې ستاسو د ماشومانو په نفس باندې اعتماد زیاتوي او هغه ته ورزده کړئ، چې له نورو سره مرسته وکړي، هغه کسان، چې د خپل ځان بې اعتمادۍ کې ډوب دي.
 
۵ ـــ د لویانو په مخکې یې وستایئ
په ماشومانو کې په نفس باندې د اعتماد د ډېرښت لپاره، بده نه ده، چې هغه د لویانو پر وړاندې وستایئ. کله چې د خپل ماشوم ستاینه کوئ، تر ډېره په یوه غوږ یې اوري او له بل څخه یې بهر کوي، خو کله چې د خپلې کورنۍ یا د خپل دوست پر وړاندې د خپل ماشوم د بریاوو په اړه خبرې کوو، تر ډېره یې مني. کله چې په عاجزۍ او خاکسارۍ سره په خپل ماشوم باندې ویاړئ، دا ثابتوئ، چې دا څیزونه یې په نفس باندې د اعتماد د ډېرښت لپاره نه وایئ، بلکې په دې دلیل یې ووایئ، چې پرې باور لرئ.
 
 ۶ ـــ له هغه سره بې قید و شرطه مینه وکړئ
کله چې په کور کې ثابت ملاتړیز سیستم شتون ولري، د ماشومانو لپاره په سختیو باندې غلبه کول، ډېر آسانه کار دی. خپلو کوچنیو ماشومانو ته یادونه وکړئ، چې په ښه او بد حالت کې د هغوی ترڅنګ یاست او حتا کله چې تېروتنه هم کوي، نو ورسره مینه به ولرئ.
 
۷ ـــ کله وخت ترې مرسته وغواړئ 
کله چې ماشومانو ته لا ډېر مسؤولیتونه ورکوئ، حتا یو ډېر کوچنی څیز، لکه د خځلدانۍ بهر ته وړل، د دې ښکارندویي کوي، چې لویان یې په وړتیاوو باندې باور لري، دا د دې سبب ګرځي، چې په خپل ځان باندې ډاډه شي، نو شک مه کوئ، چې د ترسره کوونکو کارونو په لړلیک باندې یې یو څو کارونه نور هم ور زیات کړئ (په ځانګړې توګه که ستاسو پېټی سپک کړي).
 
۸ ـــ بریاوې یې ولمانځئ
ماشوم مو، چې هرې بریا ته رسېږي، نو وې ستایئ. کله چې ماشوم مو وویني، چې څومره پرې ویاړئ، خپله هم په خپل ځان باندې ویاړي او د خپل ځان په اړه ښه احساس پیدا کوي.
 
۹ ـــ د هغوی لپاره ښې بېلګې واوسئ
په هغه څه باندې، چې په بشپړه توګه پوهېږئ باید ترسره یې کړئ، که خپل ځان ناپوه تصور کوئ یا له ننګوونو څخه لیرې والی کوئ، په دې صورت کې ماشوم مو هم هماغه کار ترسره کوي. دا مسئله د یوه فرصت په توګه په پام کې ونیسئ، چې نه یوازې ماشوم په نفس باندې اعتماد پیدا کوي، بلکې په خپل نفس باندې اعتماد لا پسې ډېروي.
 
۱۰ ـــ د خپلو تېروتنو لپاره مه خپه کېږئ
اجازه ورکړئ، چې ماشوم مو وویني، چې کېدای شي هر څوک تېروتنه وکړي او دا د چارې پای نه دی. هغه کسان، چې په نفس باندې اعتماد لري، اجازه نه ورکوي، چې ماتې یې موخو ته له رسېدو څخه را وګرځوي.
 
۱۱ ـــ په ماشومانو کې په نفس باندې د اعتماد پیاوړتیا؛ هغوی د نویو کارونو د ترسره کولو لپاره هڅوي
د دې پرځای، چې خپله ټوله انرژي په هغو کارونو باندې، چې په هغو کې ښه دي، متمرکزه کړئ، د ماشومانو لپاره تنوع رامنځته کړئ. نویو مهارتونو ته لاسرسی د دې سبب ګرځي، چې ماشومان د دې ډاډ او وړتیا ولري، چې کولای شي، خپلې ستونزې حل کړي.
 
۱۲ ـــ ماشومانو ته اجازه ورکړئ، چې ماتې وخوري
طبیعي ده، چې وغواړئ، د ماتې پر وړاندې له خپل ماشوم څخه ساتنه وکړئ، خو ازموینې او تېروتنې د ماشومانو د زده کړې لپاره یوه تګلاره ده او هغوی زده کوي، چې ماتې خوړل د هېڅ وېرونکې پېښې د رامنځته کېدو سبب نه ګرځي.