په افغانسان کې ښوونیز نصاب

زموږ ننۍ ستونزې له څه شي ریښه اخلي؟ ولې کړاوونه له موږ ګرد-چاپېر دي؟ لوستي کدرونه ولې ستونزې زېږوي؟ عامه پوهاوي ته ولې تر بل هر وخته ډېره اړتیا لیدل کېږي؟ فرهنګ،  اقتصاد،  سیاست،  نړیوالې او خپلمنځي اړیکې ولې پېچلې دي؟ ولې په نامه سره یو؛ خو حقیقت سره بېل یو؟ دې او د دې په څېر نورو پوښتنو ته به دلته ځوابونه په ګوته شي.
 
په کلام او لیکنه کې منطقي تسلسل؛ مخاطبینو ته د خپل فکر د سمې پوهونې لامل کېږي.
د افغانستان ښوونیز نصاب په نړۍ یو له وروسته پاتې نصابونه څخه شمیرل کیږي، دغه نصاب چې، تقریباً د تیر شلو کلونو راهیسې تدریس کیږي، دهیواد د ښوونې په برخه ناکام ثابت شوی دی.
 
د افغانستان ښوونیز ( تعلیمي)  نصاب له پیله تر پایه همغږی تسلسل نه لري،  د ښوونیز نصاب په بند-بند کې بې شمېره پرېکون ښکاري،  زده کوونکو ته ځینې داسې مضمونونه ښوول کېږي؛ چې ښکاره اړتیا یې نه لیدل کېږي،  استعدادونه د اصلي مسیر او موخې بدلون ته اړ کېږي،  نن به د یو شي مسوولیت درکول کېږي؛ خو سبا ته یې ارزونه له یاده وزي،  وخت وژنه،  استعداد وژنه او په ټوله کې تعلیمي ناورین ته لاره هوارېږي،  چې تعلیمي ناورین بیا د ستونزو د زېږون زېرمتون دی.
 
د افغانسان په ښوونیز نصاب په ځانګړی توګه د ښوونځي په سیسټم باید تغیرات را منځ ته شي، دولس کاله ډير زیات وخت دی، باید ډیر څه پکی لاس ته راوړل شي خو له بده مرغه زمونږ له ښوونځیو ډیری ځوانان داسی فارغیږي چې لیکل او لوستل هم نشي کولی، نو پر دې بنسټ ښوونیز نصاب باید ډیر ځیرک اوسي تر څو استعداد وژنه رامنځ نشي، ډیر ځوانان د ښوونځي له ډیرو مضامینو ستړي شي او پای کې له زده کړو زړه تورن کیږي، چې په ټولنې کې د یو لوی ناورین د رامنځ ته کیدو لامل کیږي.د ښوونځي دولس کاله دې داسې ترتیب کړای شي، چې په لومړیو شپږو کلونو کې دې د لیک او لوست د مسلکې زده کړی تر څنګ یو اندازه ټولینز او دیني مضامین هم تدریس شي،  په څلورو نورو کلونو کې دی عمومي مضامین( تاریخ، جغرافیه، اسلامیات، مدني زده کړی،  او ادبیات) ریاضیات او ساینس په عمومي ډول تدریس شي، او په وروستیو دوو کلونو کې دی زده کوونکي خپلو مسلکي برخو ته وویشل شي،  او دغه دوه کلونه دې د یو انسټیټیوټ په ډول ترتیب شي،  تر څو زده کوونکي یی خپلو اړوندو پوهنځیو ته د چمتوالي په موخه ولولي، او په راتلونکي کې به هر زده کوونکی د لوړو زده کړو په برخه کې هیڅ ستونزه ونه لري په اسانۍ به کولی شي خپلی زده کړو ته دوام ورکړي.
 
د ښوونیزنصاب مضامین باید طبقه بندي شي، د زده کوونکي وړتیاوو ته په کتو باید مضامین ورته غوره شي، که چیرې یو زده کوونکی غواړي ټولنیزو علومو ( حقوق، ژورنالیزم، ادبیات، ارواه پیژندنه او سیاسي علوم) کې باید عمومي او ټولنیزو مضامینو ورته تدریس شي، که چیرې یو زده کوونکې غواړي په طبي علومو کې زده کړې وکړي هغه ته باید بیولوژیکي او نور د طب اړوند مضامین تدریس شي او همدارنګه که چیرې یو زده کوونکی خپله وړتیا او مینه په ریاضیاتو کې ګوري هغه ته باید د ریاضیاتو، فزیک او همداسې نورو مضامینو د زده کړې لاره برابره شي.
 
یو ځوان چې د ریاضیاتو، او ساینسي مضامینو سره مینه لري او غواړي په راتلونکي کې یو انجینر شي، تل به په خپلو وړتیاوو باور لري، ډيری لوړی هیلي لري تر څو ټولنې ته د  چوپړتیاوو سبب وګرځي، خو کله چې په ښوونځي کې هم د څه کم شلو مضامینو سره مخ وي، کانکور یی هم مخې ته وي، فشار هم پری زیات وي، او بیا په کانکور کې د خپلې خوښی پوهنځي ته بریالی نشي، نو دغه په عامه اصطلاح د یو ځوان هیلې وژني، چې پایله یی ځان وژنه او یا هم اوروپا یی هیوادونو ته د غیر قانوني لارو د تګ زمینه برابروي.
 
د دې سره علاوه ؛ زده کوونکو ته د قرآنکریم له منځه ریښتینې او د پیغمبرانو کیسې باید واورول شي،  د ملي سندرې په اړه باید ذهنیت خلق شي،  زده کوونکو ته باید ملي ارزښتونه وروپېژندل شي،  د زده کوونکي-ښوونکي ترمنځ اړیکه باید د سمو اصولو پر بنسټ ټینګه شي،  د کورنۍ ترڅنګ ښوونکي هم باید د زده کوونکو د معاشرتي آدابو د ودې او تربیې په برخه کې ونډه واخلي،  زده کوونکو ته باید مثبت فکر او انګېزه ورکړل شي،  د عامه نظم او ډسپلین لپاره باید لارې-چارې رامنځته شي،  د اړتیا وړ مضمونونو پر محتوا ژوره کتنه او کار وشي،  علمي-تعلیمي نصاب رامنځته شي،  د پاکو او خړو اوبو توپیر وشي،  د استعدادونو سره سمې طبقه بندۍ رامنځته شي،  د امکاناتو د برابرولو هڅه وشي؛ نه دا چې شته امکانات په خپل لاس له منځه یوړل شي،  ورځ تر بلې د پرمختګ سوچ او فکر رامنځته او پلی شي.
 
ښوونځي کې موږ ان تر ۱۶ مضمونونه لوستل،  پداسې حال کې چې ډېریو ته یې هېڅ اړتیا نه وه.
یو مضمون به دلته یاد کړم هغه هم د حرفې مضمون. دا مضمون د هغه کسانو لپاره ګټور وه چې تخنیکي او مسلکي زده کړو سره یې مینه وه،  هغه کسان چې غوښتل یې د یوه کسب زده کړه ترلاسه کړي؛ خو له بده مرغه په ټولو ټپل شوی و. دا مضمون مې ځکه یاد کړ چې د ښوونې او روزنې په برخه کې باید بنسټیز او له اړتیا سره سم بدلونونه رامنځته شي،  کره او له سلیقو سره سم وېش او مضمونونو باید جوړ شي؛ هغه څه چې هېواد کې یې اړتیا لیدل کېږي او له وخت وژنې مخنیوی کېږي،  له استعدادونو سره همغږی ښوونیز وېش باید رامنځته او هر څوک د خپلې خوښې ډیپارتمنت ته باید واستول شي.
 
بله موضوع هم  د کانکور موضوع چې د ډیرو ځوانانو هیلې یی په اوبو لاهو کړی، او لا هم دغه غیر منظمه برنامه دوام لري. په افغانستان کې باید د کانکور په سیستم کې تغیرات راشي، کم زده کوونکي دې جذب شي خو څوک دې پایلی نه پریږدي،  د کانکور آزموینه باید د هرې طبقې زده کوونکو ته بیلابیله ترتیب شي، د بېلګې په توګه که چیرې یو زده کوونکي  په ټولینز علومو کې مطالعه کړی وي او غواړي ژورنالیزم ولولي، او کانکور کې په دې بهانه چې نوموړي زده کوونکي د ریاضي، کیمیا او فزیک پوښتنې ندي ځواب کړي، بې پایلی اعلان کړي، نو داخو د انسان منطق هیڅ کله نشي منلی. همدغسې که چیرې یو زده کوونکې د طب لپاره ځان چمتو کړی اوسي، او په کانکو کې د تاریخ، پښتو ادبیاتو او نورو مضامینو اړوند پوښتنو  کې د پاتې راتللو په بهانه بې پایلی او یا ناکام شي، نو دا ټولنې لپاره یو  ستر ناورین ده.  که چیری یو زده کوونکی بی پایلی شي، هغه فکر کوي چې،  زه نور هیڅ هم یم او نا هیلې کیږي  چې دغه او دې ته اړوند موضوعات په یوه ټولنه کې د علم پایې لمنځه وړي، که په یو کال کې پنځه زره زده کوونکي بې پایلی اعلان کړي، نو دا په دې مانا چې د یوې ټولنې پوره وړتیا ووژل شوه.
 
که په عامه اصطلاح یی ووایم کانکور د افغان ځوانانو او پېغلو د ژوند او شخصیت سره لوبه ده، ځکه دغه غیر منظمه پروګرام د یو ځوان برخلیک ټاکي، که د څوک د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالي شو خو ښه ده، کنه ژوند یی تباه ده، اقتصادي وضیعت به یی هم دومره قوي نه وي، چې په خصوصي پوهنتون کې زده کړی وکړي،  نو همدغه ځای ده چې یو د یو زده کوونکي ښوونیز ژوند پای ته رسیږي، بیا نو هغه زده کوونکې تر دی حده ناهیلې کیږي چې یا به په نشه یی توکو عادت کیږي، یا به ځان وژنه کوي او یا به هم اوروپایی هیوادونو ته د غیر قانوني لارو سفر کوي.
 
نن که هره ستونزه نشو په نښه کولای،  خو ډېری ستونزې مو له نالوستۍ او هغه کسان چې بیا لوستي دي،  دوی ته د سم نصاب د نشتون له امله دي. نصاب کې له اړتیا سره سم بدلون په پوهنې او پوهونې کې سم بدلون دی؛ کاري چاپېریال کې د ګټې تله درنولی شي او د پرمختګ پر لور مو بېولای شي.
 
درنښت