د ابن خلدون لنډه پېژندنه
عبد الرحمن ابن خلدون د ۱۳۳۲ میلادي کال د مۍ د میاشتې په ۲۷ په تونس کې زېږدلی و. ابن خلدون خپله وایي چې د ده نیکونه د یمن وو. لمړنۍ زده کړې یې له خپل عالم پلار څخه ترلاسه کړې، قرآن کریم کې حفظ کړ، ګرامر، قضا، حدیث، منطق، ژبپوهنه او شعر یې زده کړل، تبحر ته پکې ورسید او شهادتنمامې یې ترلاسه کړې. تر ۱۹ کلنۍ پورې یې زده کړې وکړې او په دې وخت کې هغه ستره وبا ولګېده چې له سمرقنده تر موریتانیا پورې یې خلک تباه کړل. ابن خلدون لمړنۍ دولتي دنده پیل کړه او د تل لپاره یې د هغه ژوند بدل کړ. د صدر اعظمۍ د چوکۍ سر بېره هغه په زیاتو پستونو کې لکه قضا او نورو کې کار وکړ. په سیاست کې فعال او مبارز انسان و، څو ځلی بندي او تبعید شوی دی او زیات کړاوونه یې لیدلي دي. په ۱۴۰۶ کال په مصر کې وفات او خاورو ته سپارل شوی دی.
ابن خلدون د عربي نړۍ او شمالي افریقې ستر او ښه پېژندل شوی مسلمان مفکر تېر شوی دی. ابن خلدون ته د ټولنیزو علومو او د تاریخ د فلسفې د اصلي تیوريګانو د سرغندوی او بنسټګر په سترګه کتل کېږي، همدارنګه هغه د اصلي اقتصادي نظریاتو رامنځته کوونکی و او د نویو لاسته راوړنو وړاندوینه یې کوله. ابن خلدون په اندلس، الازهر او نورو اسلامي او علمی مرکزونو کې درس ورکړی.
د علامه ابن خلدون د مشهور اثر مقدمې د معرفي غونډه
د تاریخ د فلسفې یا مقدمې لیکل
په ۱۳۷۵ میلادی کال کې ابن خلدون د سیاست له ستړي کوونکي کار څخه ګوښه شو او د خپل ژوند تر ټولو ستر او مهم قدم یې واخیسته: هغه د اولاد عارف له قبیلې سره ژوند پیل کړ، دې قبیلې ابن خلدون او د هغه فامیل ته په یوه خوندي قلا کې چې د ابن سلامه قلا په نامه یادېده او هغه ځای ته نېږدې وه چې نن په الجزایر کې د فرنده ښار ګوټی نومیږي.
هلته ابن خلدون څلور کاله ،“له ټولو بوختیاوو فارغ “ تېر کړل او خپل ستر شاهکار، مقدمه یا د تاریخ معرفي کولو کتاب یې ولیکه. د هغه بنسټیزه موخه، چې وروسته یې تر لاسه کړه، دا وه چې د عربو او بربر قوم چې په شمالي افریقا کې میشته دي عمومی تاریخ ولیکي. خو مخکې له دې ده اړینه وبلله چې په تاریخي میتود بحث وکړي، د دې موخې لپاره چې د تاریخي حقیقت او سهوې تر منځ د توپیر لپاره یو معیار وټاکي.
مقدمه یا د تاریخ فلسفه او تر ټولو ستر شهکار
د تاریخ لیکلو دې کار ورته لاره برابره کړه داسې څه فورمولبندي کړي چې د شلمې پېړۍ انګریز تاریخ پوه آرنولد توینبي تشریح کړ چې « د تاریخ یوه فلسفه کومه چې بې له شکه د خپل ډول تر ټولو ستر شهکار و او هیڅکله تر اوسه بیا د هېڅ مغز لخوا په هېڅ وخت او یا ځای کې نه دی خلق شوی» یو داسې بیان دی چې ان د رابرت فلینت تر مخکینۍ ستاینې لوړ ځي:
د تاریخ د یوه تیوریسن په توګه په هېڅ وخت یا ملک کې د هغه سره برابر کس نه و تر څو چې ویکو تر دری سوه کاله وروسته را ښکاره شو. افلاطون، ارسطو او اګوستین د ابن خلدون سیالان نه وو....
خو ابن خلدون نور هم مخکې لاړ. د ده مطالعې او څېړنو د ټولنې د طبیعت او ټولنیز بدلون په هکله هغه دې پایلې ته ورساوه چې وده کوي او په روښانه یې د یوه نوي ساینس په ډول ولیدل، او ده ورته علم عمران « د کلتور ساینس» نوم ورکړ او هغه یې داسې تعریف کړ:
دا علم... خپله موضوع لري، یعنې انساني ټولنه، د هغو ستونزې او ټولنیز بدلون (انتقال) کوم چې د ټولنې د خاصیت له مخې یو بل ته بریا ورکوي.
د مقدمې د کتابونو موضوعګانې
په حقیقت کې دا به تېروتنه نه وي چې ادعا وکړو، لکه یوه اوسني عرب عالم ستی الحسري، ویلي، د مقدمې په لمړي کتاب کې ابن خلدون عمومي ټولنپوهنه (جامعه شناسي) ترسیموي؛ د مقدمې په دوهم او دریم کتاب کې د سیاسټ ټولنپوهنه بیانوي؛ په څلورم کتاب کې د ښاري ژوند ټولنپوهنه راښيي؛ په پنځم کتاب کې د اقتصاد ټولنپوهنه تشریح کوي؛ او په شپږم کتاب کې د علم یا پوهې ټولنپوهنه رامنځته کوي. دا کار د تاریخ لیکنې (historiography)، اقتصاد، سیاست، او تعلیمي نظام په ساحه کې په خورا روښانه او غوره نظریاتو سره تکمیل شوی دی. دلته هیستوریوګرافي څخه هغه تاریخ لیکنه مراد ده چې د سرچینو د ژورې ارزونې، له هغو څخه د ټاکلو موثقو معلوماتو د غوره کولو او د هغو د جزئییاتو داسې ترکیب دی، چې د ژورو کتنو او ارزونو په وړاندې د وخت په تېرېدو سره خپل اعتبار وساتي.
ابن خلدون او (ټولنیز پیوستون)
دا ټول څېزونه د ابن خلدون د عصبیت یا « ټولنیز پیوستون» په مفهوم کې رانغښتي دی. د ابن خلدون په نظر د ټولنیز پیوستون کچه ټاکي چې ټولنه څومره وړتیا، واک او ځواک تر لاسه کوي او ریښتینې خپلواکۍ او سوکالۍ ته رسېږي. دا پیوستون دی، چې په قبیلو او قومونو کې په طبیعي او یا ناڅاپي توګه راڅرګندېږي، هغه چې د دیني ایدیولوژۍ په مرسته ټینګېدای او سترېدای شي، کوم چې د حاکمو ګروپونو لپاره یوه محرکه قوه رامنځته کوي چې قدرت تر لاسه او وساتي. دا محرکه او نښلوونکې قوه همدارنګه کېدای شي چې د سایکالوجیکي، ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي پېچلو لاملونو له کبله کمزورې شي. ابن خلدون دا لاملونه په خورا زیات مکمل او بې عیبه مهارت ارزولي او تحلیل کړي، د امپراتوریو د زوال لاملونه یې ښودلي، چې د نویو قوتونو د راڅرګندېدو لپاره لار اواروي، او دا ټول د قوي ګروپي پیوستون لرونکې قوې د شتون او یا نشتون له کبله سرته رسېږي.
ټولنیز پیوستون په ننیو شرایطو کې
په اوس وخت کې چې د نشن سټټ او یا له زیاتو قومونو جوړ ملتونه رامنځته شوي د ټولنیز پیوستون مفهوم بدل او زیات مهم شوی دی. پخوا خلکو په قبیلوي توګه ژوند درلود او ټولنیز پیوستون هم قبیلوي مفهوم درلود. خو نن که وګورو په چین، هند، امریکا، او نورو زیاتو ملکونو کې چې په هر یوه کې په لسهاوو او ان سلهاوو قومونه ژوند کوي د ملي مفکورو او وطنپالنې اصل زیات مهم شوی دی. په نن وخت کې ملي ستراتېژیک فکر، ملي اوږدمهاله ستراتېژیکې ګټې، دیني او ملي ګډ شعایر او ارزښتونه، ملي مشارکت، ټولنیز عدالت، ګډ کلتوري ښکارندې او نور دي چې په یوه ټولنه او ملت کې ټولنیز پیوستون ټینګوي. دلته د دین او وطندوستۍ دوه مهم عنصره زیات رول لري چې باید بې له افراط او تفریطه یو ځای وکارول شي. که هر یو له نظره وغورځول شي، یا ورباندې د ناپوهو خلکو لخوا بېځایه تمرکز او افراط وشي، قومي افراطي بڼه غوره کړي، یا دین د مذهبي تعصبونو او افراط په انحصار کې بند شي خورا بدې پایلې لري او ټولنیز پیوستون ته زیات تاوان اړولای شي.
نو باید د ټولنیز پیوستون د رامنځته کېدو، ټینګښت، دوام او یا کمزورتیا په لاملونو پوه شو. ټولنیز پیوستون د ښې رهبرۍ، غوره کلتور، کوم بهرني تهدید، ټولنیز عدالت او ټولنیزې ویښتیا په شتون کې رامنځته او ټینګېږي. که په ټولنه کې فساد، تبعیض، بېسوادي، جهالت، بېوزلي او لوږه شتون ولري ټولنیز پیوستون کمزوری او په پای کې له منځه ځي او ځای یې ځانځاني او نفاق نیسي.
د ابن خلدون د نظریاتو او شهکار بنسټ
دا په ځای کار دی چې د ابن خلدون د کار په اصلیت باندې زیات تاکید وکړو. محسن مهدي، یو معاصر عراقي الاصله امریکایي پوه ښودلې ده چې د ابن خلدون د بنسټیز مفهوم اساس اسلامي ایدیولوژي او فلسفه ده او په خاصه توګه یې د اویروس/اویروز په نامه وتلي مسلمان عالم چې په اندلس کې اوسېده، په نظریاتو زیاته تکیه کړې. ابن خلدون په خلاص لاس د خپلو پخوانیو اسلافو په کار تکیه کوله او د هغو له قضاوتونو اغیزمن و. مګر په دې ټولو سرچینو کې د هغه کار ته ورته څه نشته او یا په حقیقت کې کوم پېژندل شوي یوناني او یا لاتیني لیکوال د ابن خلدون په څیر په ټولنیزو واقعیتونو کې ژور نظر نه درلود او نه یې د زیاتو بې شمېرو او په ظاهره اړیکې نه لرونکو ښکارندو په هکله چې د تاریخي او ټولنیز بدلون پروسه جوړوي، په ورته کوم ننښلوونکي تړاو کنترول درلود.
تاریخ د ابن خلدون له نظره
د ابن خلدون د تاریخ د فلقسې په هکله یوه بنسټیز ټکي ته باید پام وکړو. په روښانه توګه، د ابن خلدون لپاره تاریخ د غوړېدو او ورستېدو یو پای نه لرونکی سایکل یا دوران و، چې کوم تحول یا پرمختګ نه لري خو یوازې له بسیطو او وروسته پاته ټولنو څخه متمدنو ټولنو ته بدلون پکې شته. مګر د خپل ژوند په یوه لنډه تشریح کې، چې لکه څنګه چې ښایي زیاته پاملرنه یې نه ده ترلاسه کړې، ده ښودلي چې په تاریخ کې د روښانه اوښتونکو پېښو (ټکو) ظهور مجسم کولای شي او درک کوي چې خپله له هغو څخه د یوې شاهد دی: « کله چې د شرایطو عمومي بدلون راشی ... لکه څنګه چې ګواکي یو نوی او تکراري تخلیق شوی وي، لکه چې نړۍ له سره بیا رامنځته شوي وي.» د دې ستر بدلون عمده لامل په هغه وخت کې ابن خلدون تور مرګ (وبا) ښيي، چې په مسلمانه ټولنه یې ژوره اغیزه وکړه، خو هغه د مغولو د اشغال په اغیزو هم پوره خبر و، هغه به ممکن د اروپا د انکشافونو څخه متاثره شوی و، د هغو تاجرانو او کښتیو تر اغیزې لاندې به هم راغلی و چې د شمالي افریقې په بندرونو کې یې لنګر اچولی و، او هم به هغو سربازانو ورباندې اثر کړی وي چې په مسلمانو پوځونو کې یې خدمت کاوه.
د اهمیت وړ خبره
د مسلمانانو په تاریخي تفکر کې تر ابن خلدون پخوا کوم وتلی مورخ نه دی تېر شوی او له ځانه یې د پام وړ پیروان هم نه دی پرېښی. خو هغه په قاهره کې په خپلو شاګردانو یوه اغیزه لرله او یو له هغو المقریزي و چا چې د خپل استاد په شان د انفلاسیون په ارزونه او تحلیل کې غوره نظریات وړاندې کړل، زیات اثار یې ولیکل چې د خپل وخت په ټولنیزو حالاتو یې ژوره اغیزه هم وکړه. دا به ښایي مبالغه او خیالي نظر نه وي چې د ابن خلدون د افکارو ونډه په مصر کې په ۱۵ مه پېړۍ کې د زیاتو ښو تاریخی اثارو په بیا راژوندي کېدو کې اغیزمنه وبولو. وروسته بیا د عثماني خلافت زیاتو وتلو پوهانو او سیاستوالو د ابن خلدون په علمی کارونو کې په ۱۶ مه او ۱۷ مه پېړۍ کې لیوالتیا واخیسته، او په ۱۸ مه پېړۍ کې د مقدمې یوه برخه یې ترکي ژبې ته وژباړله. خو دا په حقیقت کې تر ۱۸۶۰ کال وروسته و چې مقدمه په بشپړه توګه فرانسوي ژبې ته وژباړل شوه او ابن خلدون ورسره نړیوال مینه وال وموندل هغه چې دا نابغه یې لایق و. اوس مقدمه د نړۍ په ټولو ژوندیو او مهمو ژبو ژباړل شوې ده.
هره سروې چې د مسلمانانو د لیکلو شهکاریو په هکله وي تر هغو به مکمله نه وي که هغه د اسلامي نړۍ ستر تاریخ لیکونکی ابن خلدون یاد نه کړي. د قرآن کریم له کبله تاریخ د مسلمانانو د خاصیت لرونکي علم په نامه یاد شوی دی.
"Ibn Khaldūn". Encyclopædia Britannica. Encyclopædia Britannica Online.
Encyclopædia Britannica Inc., 2018. Web. 02 Sep. 2018
<https://www.britannica.com/biography/Ibn-Khaldun>.