خپلواک انسان څوک دی او ولې باید خپلواک انسان واوسو؟

خپلواکي د انسان یوه له اړتیاوو څخه ده، ټول انسانان په یو نه یو ډول د خپلواکۍ په لټه کې دي، په دې مانا، چې شخص وکولای شي تصمیم نیونه وکړي، د خپل ژوند تګلارې وټاکي، تجربه ترلاسه کړي، تېروتنې وکړي او مهارتونه زده کړي.
 
خپلواکي یوه مطلقه چاره نه ده، دا ډول نه ده، چې انسانان داسې خپلواکي ته اړتیا لري، چې نور تړاو ته اړتیا نه لري، تړاو د انسان یوه له اړتیاوو څخه ده، چې زموږ ډله ایز ژوند برابروي، موږ د خپلواکۍ په تر ټولو غوره شرایطو کې، هم په یو چا پورې تړلي یو، یانې زموږ خپلواکي زموږ په تړاوونو پورې تړلې ده.
 
خپلواکي داسې یوه اړتیا ده، چې په ټولو انسانانو کې شتون لري او یوه مطلقه اړتیا نه ده. انسان د خپلواکۍ په لټه کې دی او په عین کې حال کې د تړاو په لټه کې هم دی.
 
که وایو، چې تنکی ځوان له خپلواکۍ سره لېوالتیا لري، مانا یې دا نه ده، چې په کورنۍ پورې تړاو ته اړتیا نه لري، کله چې له خپلواکۍ سره د تنکي ځوان لېوالتیا نالیدلې نیول کېږي، په ځینو مواردو کې، هغه خپلواکۍ ته د رسېدو لپاره، ناچاره دی، له کورنۍ سره خپل تړاو نالیدلی ونیسي او دا د دې سبب ګرځي، چې له خپلې کورنۍ سره خپله اړیکه پرې کړي، له ډېرو مرستو څخه یې تېر شي او تړاو ته خپله اړتیا، له خپلو دوستانو سره په اړیکه کې ولټوي.
 
په څه لامل نه شو کولای، چې په خپلواکه توګه کار وکړو؟
په هغه صورت کې، چې وغواړو د کارونو د ترسره کولو لپاره، د خپلواکۍ او په خپل ځان باندې د تکیه کولو کچه لوړه کړو، لومړی باید وګورو، چې په نورو افرادو پورې زموږ د تړلي اوسېدو لامل څه دی او په څه دلیل په تمه پاتې کېږو، ترڅو هغوی موږ ته ووایي، څه باید وکړو.
 
د دې تړاو یو له دلیلونو څخه، امکان لري د «learned helplessness» یانې د زده شوې بې وسۍ په نامه مفهموم وي، چې لاندې به پرې بحث وکړو یا شونې ده، چې لامل یې ستاسو سردرګمه کېدل وي، دا چې لا هم په دقیقه توګه نه پوهېږئ، چې باید څه وکړئ، ښایي د دې مسئلې لامل دا هم وي، چې تاسو د کار د ترسره کولو لپاره کافي مهارت او وړتیا نه لرئ.
 
له بلې خوا شونې ده، چې د سازمان د رییس چلند داسې وي، چې د کارمند تړاو پیاوړی کوي یا بل لامل امکان لري، چې د نورو افرادو له خوا تائید ته اړتیا ولرئ او یا هم په خپل ځان باندې مو باور کم وي، چې اجازه نه ورکوي، په خپلواکه توګه او د نورو افرادو نظر ته له اړتیا پرته، کار مو ترسره کړئ. په هر صورت، زما په اند غوره ده، چې لومړی د دې تړاو لامل پیدا کړئ، ځکه په دې صورت کې په چټکه توګه کولای شئ، د دې ستونزې لپاره یوه لاره چاره پیدا کړئ او له منځه یې یوسئ.
 
د خپلواکۍ ډولونه او ګټې یې
فردي خپلواکي
اعتماد په نفس مو څو برابره  زیاتوي، خپلواک اشخاص د ژوند له ستونزو سره په مخامخ کېدو کې مهارت او په خپل ځان باندې  بشپړ باور لري، کېدای شي لامل یې دا وي، هغوی له دې چې د نورو ملاتړ او اجازې ته په تمه پاتې شي، د کار د ترسره کولو لپاره ډېر چمتووالی لري. خپلواک اوسېدل په دې مانا دی، پرځای د دې، چې د نورو هیلو ته ځواب ورکړئ، د نویو څیزونو له ازمویلو سره ډېره لېوالتیا لرئ.
 
عاطفي خپلواکي
اندېښنه را کموي او نېکمرغي زیاتوي. عاطفي خپلواکي په دې مانا ده، پرته له دې چې، له نورو نه پوښتنه وکړئ، فردي تصمیمونه نیسئ او همدا راز په یوازې توګه، پرته له دې، چې نور پکې شریک کړئ، د خپل ژوند ستونزې حل کوئ.
 
مالي خپلواکي
مالي خپلواکي د آزادۍ او د لاسته راوړنې د حس په مانا ده، کله چې له خپلواک اوسېدو څخه خبره رامنځته کېږي، د خپله شخص له خوا د خپلو شخصي لګښتونو د ورکولو په پرتله هېڅ حس نه شي کولای، چې هغه خوښ کړي، د شخصي لګښتونو د ورکړې وړتیا په کورنۍ، دوستانو او نورو..... پورې ستاسو تړاو را کموي. مالي خپلواکي یانې تاسو په خپلې ګټې او لګښتونو باندې په بشپړه توګه کنټرول لرئ او هیچا ته ځواب ویونکی نه یاست.
 
غوره تصمیم نیونه
خپلواک اوسېدل، تصمیم نیونه آسانه کوي؛ د دې لپاره، چې منئ یوازینی شخص یاست، چې د خپلو تصمیمونو تر اغېزې لاندې راځئ، خو که چېرې د خپل عاطفي او مالي ملاتړ لپاره کمه خپلواکي او په نورو افرادو پورې ډېر تړاو ولرئ، نو ستاسو لپاره تصمیم نیونه د ډېرو سختو کارونو یوه برخه ګرځي.
 
له نورو افرادو سره کم تړاو
هغه افراد، چې کمه خپلواکي لري، په نورو باندې له تکیه کولو سره ډېره زیاته لېوالتیا لري، د دې اقدام لامل کولای شي دا وي، چې دا افراد نه غواړي اړ واوسي، چې خپله د خپل ځان لپاره تصمیم ونیسي یا د دې زړورتیا نه لري، چې په خپل ژوند کې په یوازې توګه له ستونزو سره مخامخ شي، د دا ډول شخصیت لرل، کولای شي تاسو په یوه اړمن شخص باندې بدل کړي.
 
فردي وده او خلاقیت  
د یوې موخې په توګه خپلواک کېدل، کولای شي، د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې ستاسو د ودې سبب شي، د بېلګې په توګه: عاطفي خپلواکي کولای شي، له کورنۍ، دوستانو او نورو... سره ستاسو د اړیکو کیفیت لوړ کړي، تاسو به په خپلو احساساتو باندې ډېر کنټرول ولرئ او د یوه خپلواک او آزاد ذهن لرل، تاسو ته د دې وړتیا درکوي، چې د خپل وجود له ټولو اړخونو څخه ګټه واخلئ، استعدادونه مو کشف او وې غوړوئ.
 
د لید پراخول
د لا زیاتې خپلواکۍ موندل په دې مانا دي، چې له نويو خلکو سره د لیدلو او نويو تجربو ترلاسه کولو لپاره ډېر چمتووالی او آزادي ولرئ، دا په مانا ده، چې تاسو به د چارو او اړیکو پراخه لید ترلاسه کړئ، کوم چې د پخوا په پرتله د نړۍ په اړه د ډېرو تجربو او پوهېدو له امله دی.
 
د کار رامنځته کوونکو د بریا یو له مهمو لاملونو څخه هم د فرصتونو موندل دي، د دې لپاره، چې هغوی پراخ لید پیدا کړی دی او کولای شي، هغه فرصتونه وګوري، چې مخکې د چا ورته پام نه و.
 
خپل ځان ته ارزښت ورکول او د ځان درناوی
هرڅومره، چې ډېر خپلواک واوسئ، په هماغه کچه به مو خپل ځان ته درناوی زیات شي او خپل ځان ته ارزښت ورکول مو هم زیاتېږي، د دې لپاره، چې تاسو ډېرې تجربې ترلاسه کړئ، پراخ لید پیدا کړئ، نو د خبرو لوړ ارزښت به هم ترلاسه کړئ او له بلې خوا په هره کچه چې مالي، عاطفي، شخصیتي او ټولنیزه خپلواکي ترلاسه کړئ، په هماغه کچه لاسته راوړنې مو هم زیاتېږي، چې د خپل ځان له درناوي سره مستقیمه اړیکه لري، په پایله کې د خپل ځان درناوی مو هم زیاتېږي.
 
د خپلواکۍ له لارې خپل ځان ته د ارزښت ورکولو ډېرښت، کولای شي د خپل ځان د درناوي د ډېرښت او بریا لپاره، یوه غوره لاره وي.