ژوند تل د بدلون په حال کې دی؛ کله چې د ژوند له لوړو او ژورو سره مخامخ کېږو، د درېدلو لپاره نرمښت او انعطاف منل او له نویو ننګونو سره مقابله کول، اړینه او کلیدي چاره ده، په دې لیکنه کې له بدلونونو سره خپل ځان ته د سمون ورکولو په ځینو لارو چارو باندې رڼا اچول کېږي، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
له بدلون سره سمون، په څه مانه دی؟
له بدلون سره سمون، هغه مهارت دی، چې تاسو ته د دې شونتیا درکوي، چې د نویو ننګو او موقعیتونو د رامنځته کېدو پرمهال، ورسره مخامخ شئ او ترې تېښته ونه کړئ او وې منئ، د بېلګې په توګه: ښایي اړ شئ په شرکت کې خپلې دندې ته بدلون ورکړئ یا یوه نوې دنده پیل کړئ، چې د بېلابېلو مهارتونو پراختیا یا د نویو مسؤولیتونو پر غاړه اخیستلو ته اړتیا لري. په یاد ولرئ، چې زموږ په ژوند کې یوازینی ثابت څیز بدلون دی.
هغه کس، چې کولای شي، له بدلونونو سره خپل ځان ته سمون ورکړي؛ دا د بدلون په حال کې نوي فرصتونه او موقعیتونه، له کومې وېرې او ډار پرته مني. په سمون لرونکي فرد باندې بدلون، مثبت لیدلوري او د اړتیا په وخت کې د بدلون منلو ته اړتیا لري.
له بدلون سره د سمون ښېګڼې څه دي؟
ولې باید له بدلون سره خپل ځان ته سمون ورکړو؟ کله چې د بدلونونو پر وړاندې چمتو ونه اوسئ او مقاومت کوئ؛ هېڅ کنټرول او ټاکنه نه لرئ، چې څنګه غواړئ خپل ژوند ته دوام ورکړئ.
موږ نه شو کولای، چې د خپل ژوند له پېښو څخه ډډه وکړو، ځکه همدا بدلونونه او پېښې دي، چې موږ ننګوي او اړ کوي مو، چې د خپلې هوساینې له سیمې څخه بهر شو، که د بلون ننګونه نالیدلې ونیسو یا یې پر وړاندې مقاومت وکړو؛ له خپل ځان څخه د زده کړې او ودې فرصت اخلو او ژوند مو سختېږي.
بدلون د ژوند قانون دی او هغه کسان، چې یوازې تېر او اوس ته ګوري؛ نو په ډاډ سره ویلی شو، چې راتلونکې به له لاسه ورکړي. له بدلون سره سمون په هر وخت کې کولای شي، د هر فرد لپاره ګټور وي.
په یوه غوره او سمون لرونکي فرد باندې بدل شئ
دا ډول فرد کولای شي، چې د بدلونونو په منځ کې خپله آرامتیا او د ستونزو د حل وړتیا وساتي، د نویو موقعیتونو د رامنځته کېدو پرمهال له بدلون څخه په هر کلي کولو او د وده خوښوونکي فکر بڼې په ښودلو سره؛ کولای شئ د نورو لپاره د یوه سمون لرونکي فرد یوه بېلګه واوسئ.
نوي فرصتونه په غېږ کې ونیسئ
کله چې ناڅاپي بدلونونو ته د یوه خنډ په سترګه نه، بلکې هغو ته د نویو فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره، د یوې لارې په توګه ګورئ، چې کولای شي، تاسو د خپلې هوساینې له سیمې څخه بهر کړي، کولای شئ د بدلونونو پر وړاندې تل انعطاف منونکی شئ.
خپلې ذهنې هوساینې ته وده ورکړئ
په سمون لرونکي فرد باندې بدلېدل، له تاسو سره مرسته کوي، تر څو په خپل ځان کې د نا غوښتل شویو بدلونونو له امله منفي احساسات خوشې کړئ. د سټرس، بدلونونو او نویو موقعیتونو په اړه په خپل لید باندې بیا کتنه، کولای شي ستاسو اروایي روغتیا ښه کړي.
څنګه له بدلونو سره خپل ځان ته سمون ورکړو؟
له بدلونونو سره خپل ځان ته سمون ورکول، آسانه کار نه دی؛ له بدلون سره سمون، د نویو موقعیتونو او ننګونو پرمهال انعطاف منلو او چمتووالي ته اړتیا لري، په هغه فرد باندې د بدلېدو لپاره، چې وکولای شي له بدلونونو سره خپل ځان ته سمون ورکړي، ډېرې زیاتې لارې شتون لري، په دې ځای کې مو شپږ ټکي راوړي دي، ترڅو وکولای شئ په خپل ژوند کې بدلونونه په بریاليتوب سره پلي او مدیریت یې کړئ.
۱ ـــ مثبت لید ولرئ
خپل ذهن پرانیستی وساتئ او تل په خپل ژوند کې د بدلونونو په اړه مثبت لید ولرئ، د خپل ځان په ګټه یا د نویو مهارتونو د زده کړې لپاره د یوه فرصت په توګه، د دې بدلونونو منل، سټرس او وېره مو له منځه وړي.
۲ ـــ موخې مو په خپل ذهن کې ولرئ
کله چې له نویو ننګونو سره مخامخ کېږئ؛ موخې، ارزښتونه او هیلې مو په پام کې ولرئ، ښایي د بدلون په رامنځته کېدو سره، د ناهیلۍ احساس وکړئ؛ په همدې دلیل حیاتي ده، چې په دې وخت کې په خپلو هیلو باندې یو ځل بیا مرور وکړئ او خپلو موخو ته د دوام ورکولو لپاره، یو نوی پروګرام جوړ کړئ.
۳ ـــ د بدلون لپاره پروګرام جوړ کړئ
که چېرې د کوم بدلون وړاند وینه وکړئ؛ نو ډېر کم احتمال شتون لري، چې د رامنځته کېدو پرمهال یې ناهیلي تجربه کړئ. د هر څه د بدلون لپاره پروګرام جوړ کړئ او په خپل ژوند کې د نویو موقعیتونو وړاند وینه وکړئ.
۴ ـــ د ځواک د ټاکلو په اړه خپل د فکر بڼې ته بدلون ورکړئ
زموږ وېره او محدود کوونکي باورونه، هغه وخت د عمل ډګر ته دانګي، چې د بدلون له ورانونکو پایلو سره مخامخ شو، له دې واقعیت څخه تېښتنه نه شي کېدای، چې بدلون یوه ګډوډي ده او له ځانه سره د وېرې او اندېښنې احساس لري، په دې حالت کې؛ دا زموږ ټاکنه ده، چې موږ په دې باندې توانوي، ترڅو په خپل ژوند کې مثبت بدلونونه فعال کړو.
زموږ ناخبره هوډ، له ناپېژاندو څیزونو سره مینه نه لري او غواړي، چې موږ د خپلې هوساینې په سیمه کې ژوند وکړو؛ خو که هر څومره ډېر د خپل ټاکلو له ځواک څخه ګټه واخلو او خپل ذهنیت تر ډېره له بدلونونو سره، په سمون باندې متمرکز کړو، له هغه اغېز سره په مخ کېدو کې، چې بدلون به یې زموږ په ژوند کې وښندي، نرم او انعطاف منونکی به واوسو.
۵ ـــ په ژوند کې مانا پیدا کړئ
د خپلې هوساینې له سیمې څخه بهر شئ؛ ځکه ستاسو د هوساینې سیمه هغه ځای دی، چې په حقیقت باندې نه بدل شوي، خوبونه مو هلته ښخ شوي دي او ستاسو د بریا دښمنه ده.
په دې باندې پوهېدل، چې ستاسو په ژوند کې څه څیز مهم دی؛ تاسو ته موخه درکوي او د ژوند تګلوری مو ټاکي، په ژوند کې د موخې او مانا په لرلو سره، د خپلې هوساینې له سیمې څخه د بهر کېدو لپاره به اړین تمرکز او په ژوند کې د بریا لپاره به د بدلونونو ښه مدیریت ولرئ.
۶ ـــ په خپل ځان باندې مهربان واوسئ
د بدلون په وخت کې طبیعي ده، چې داسې احساس وکړو، چې کنټرول نه لرو، په یاد ولرئ، چې په دې وخت کې خپل ځان ته استراحت ورکړئ او په خپل ځان باندې مهربان واوسئ او مُسکا مه هېروئ.
وروستي