ما فوق الطبعيت افکار

"ما فوق الطبعيت يا له طبعيت څخه پورته فکر کول پېل کړئ او ستونزو ته مو د پای ټکی کېږدئ"، دا هغه جمله ده چې ‌ډير پخوا مو له ځينو خلکو اوريدلې او ښايي ډيرو نورو هم ورته جمله اورېدلې وي، په ځانګړې توګه کله چې د ستونزو په اړه اندونه او مناسبې حل لارې نه وي.
 
ما فوق الطبعيت يا له طبعيته پورته فکر کول څه معنی لري؟ فکر وکړئ چې تاسو په يو ناڅرګنده فضا کې ژوند کوئ، چې ستاسو ټول بدن يې پوښلی، کوم چې د هغه طبعيت لپاره سمبول دی چې تاسو پکې ژوند کوئ  (هغه طبعيت چې له هغې څخه د پورته فکر کولو پر وخت يې بايد پرېږدئ).
 
هر څېرې چې تاسو ځئ فضا ستاسو شاوخوا ګرځي او تاسو له "اصلي" واقعيتونو چې ډېر پيچلي دي ژغوري، هغه واقعيتونه چې ستاسو حسي ارګانونه يې کشفوي خو که چېرې دغه واقعيتونه فلټر نه شي او په مستقيمه توګه مو ذهن ته راشي نو ستاسو دماغ يې اداره کولی نه شي.
 
ټول هغه معلومات چې ستاسو د محافظتي فضا څخه تېرېدو هڅه کوي فلټر کېږي او بيا انتخابېږي، يواځې خورا مهم يې په شعوري توګه پېژندل کېږي. فلټر شوی معلومات ستاسو په فرعي شعور کې وروسته د فلټر کېدو څخه د يو انځور په څېر ثبتېږي او د وخت په تېرېدو سره يا له منځه ځي او يا بدلېږي، چې دا ستاسو د تجربو، ذهن، کړه وړو او هغه لارو چارو پورې اړه لري چې تاسې په عامه توګه شيانو ته په کوم نظر ګورئ.
 
له طبعيته پورته فکر کول پدې معنی دي، چې تاسو هغه فضا پرېږدئ چې له تاسو چاپيره ده، له طبعيت څخه بيرون ووځئ، خپلې ټولې تجربې، ذهن او کړه وړه شاته پرېږدئ او هر څه په بشپړ ډول له متفاوت ليدلوري وګورئ.  له طبعيت څخه باندې وګورئ، نا فلټر شوي معلومات ثبت کړئ، بې طرفه قضاوت پرې وکړئ، وړانديزونه او د نورو نظرونه ومنئ او د ستونزو پر وړاندې مقاومت کولو لپاره داسې فکر وکړئ چې تر دې دمخه يې چا تصور هم نه وي کړی.
 
دا پدې معنی هم ده، چې هرهغه څه شاته پرېږدئ چې تاسو فکر کوئ چې بايد ځان پرې پوه کړئ، لکه هر هغه څه چې د ښوونځي په دوران کې مو په فکر کې ګرځېدل خو اوس هڅه وکړئ چې هر حالت او ستونزې ته د يوې بلې زاويې داسې فکر وکړئ چې تر دې دمخه مو نه وي کړی.
 
پرته له دې، که چېرته مو يو څوک قانع کړي چې تاسو په غلطه ييئ نو په خپله سر تمبګۍ بايد کلک ونه درېږئ. دا ساده خبره ده، خو تاسو به باور ونه لرئ چې څومره خلک په خپله سرتمبګۍ کلک ولاړ وي او په خپل "حد" کې پاتې کېږي، حتی که دوی په بشپړه توګه غلط هم وي، خو دا د انساني انا خبره ده.
 
متفاوت فکر د نوي امکاناتو لامل کېږي
دلته تاسو ته د يو داسې شخص يوه بېلګه وړاندې کوم چې په ښکاره توګه يې د طبعيت دننه فکر کاوه، چارلس ايچ دويل، د متحده ايالاتو سوداګريز دفتر مشر داسې وايي:
 
"هر هغه څه چې اختراع کېدی شو اختراع شول"
د ډويل وينا په طبعيت کې دننه فکر کولو په زړه پورې بېلګه ده. دا وينا له دې پلوه چې په ۱۸۹۹ کې ويل شوې ډېره د پام وړده، ځکه چې خلکو په هغه وخت لا هم  پر اسونو او ريل ګاډو کې سفر کاوه، د موټرو، الوتکو، جيټ، فضايي بېړۍ، مايکرو ويو، کمپيوټرونو او ګرځنده تليفونونو اختراع څخه ډير وخت وړاندې خبره وه.
 

  • څنګه له طبعيته پورته فکر وکړو؟
له طبعيته پورته فکر کول د يادو ټولو شيانو څخه پورته وړتيا ته اړتيا لري، چې دې ته خلاقيت وايي. په ځانګړي توګه خلاقيت لرونکي خلک د خپل ژوند مختلف اړخونو څخه د ګټې اخېستنې په پار له " طبعيته پورته فکر کولو" لار کشف کوي، تر څو د ژوند څخه د ګټې اخېستلو په موخه ورسره مرسته وکړي.
 
لومړۍ دا چې له طبعيته پورته فکر کول څه معنی لري تر څو يوه لويه ستونزه له منځه يوسو او خلک له طبعيت پورته فکر کولو لپاره وهڅو، په لومړيو کې خلک په روښانه توګه نه پوهېدل چې دا څه معنی لري.
 
دويمه برخه کې تاسو ته له طبعيته پورته فکر کولو په اړه مؤثره لارې ښايو.
 
  • نوي اصولو رامنځته کړئ:
له طبعيته پورته فکر کول ستاسو د ليدلوري بدلولو په اړه دی، چې په دې ډګر کې د بل چا اصول پلي کول هم ستاسو ملاتړ کولی شي. اړتيا نشته چې د خپل مور او پلار، ملګرو، همکارانو او ګاونډيانو اصولو ته غاړه کېږدئ، ځکه چې ډيری يې ښايي د نړۍ په اړه له تاسو سره ورته پوهه او نظر ولري، لکه څنګه چې يې تاسو لرئ. د نوي اصولو په رامنځته کولو سره تاسو کولی شئ خپل هغه ليدلوری او لاره بدله کړئ چې له امله  يې تاسو  د شيانو په اړه فکر کوئ.
 
تاسو بايد يو څه  وخت ځانګړی کړئ ترڅو ستاسو ليدلوری په چاپيريال کې وګرځي او ټول هغه نوي شيان ومومي چې مخکې مو نه و ليدلي.
 
که تاسو د اوسيدو په خونه کې ناست يې نو تاسو کولی شئ هر هغه څه راواخلئ چې ستاسو شاو خوا دي او هغه بيا بيا وګورئ، ممکن د دې توکي په اړه داسې يو څه زده کړئ چې تاسو تر دې دمخه پرې نه پوهېدلئ.
 
  • بديله لاره انتخاب کړئ
خلاقيت له طبعيته پورته فکر کولو لازمي اړخ دی، ځکه چې دا تاسو ته د ستونزو حلولو بېلا بېلې لارې چارې ښيي.
 
لاندې تمرين  تاسو سره د خلاقيت په هڅولو کې خورا مرسته کوي او تاسو هڅوي چې د يوې دندې سرته رسولو لپاره بديله لار ومومئ:
 
1. د کاغذ يوه ټوټه راواخلئ
2. يو ستونزمن کار پرې وليکئ
3. په دقيق ډول وليکئ چې تاسو څنګه  د نوموړي ستونزمنې دندې سرته رسولو اراده لرئ،
کله چې تاسو پورته چاره تر سره کړئ، بايديو څه ننګونکي دندې هم تر سره کړئ او د دندو تر سره کولو لپاره له مخکې پلان شوي طرز سره سم قدم په قدم پورته لاړ شئ.
 
 که څه هم له طبعيته پورته فکر کول پدې معنی دي، چې د يوې چارې تر سره کولو لپاره تاسو د وضع شويو لارښوونو او لارو چارو پېروي ونه کړئ، نو له همدې امله تاسو بايد خپله ننګونکي دنده پرته له دې چې تاسو يې د تر سره کولو اراده ولرئ سرته ورسوئ.
 
د چارو تر سره کولو لپاره له يوې بديلې لار که څه هم ننګونکي وي کار واخلئ. هڅه وکړئ او پر ځان فشار راولئ، که چېرته ددې تمرين په تر سره کولو کې بند راځئ نورې حل لارې ولټوئ.
 
  • يوې متفاوتې نړۍ ته لاړ شه
متفاوتې نړۍ ته تلل ستاسو د ليدلوري پراخولو لپاره  له خورا مؤثرو لارو څخه دي او تاسو ته داسې پوهه درکوي چې په بشپړ ډول نا اشنا وي.
دا چې متفاوتې نړۍ ته تلل خورا ستونزمن هم دي خو څنګه بلې نړې ته تللی شو؟ په لاندې ډول يو څو وړاندېزونه را اخلو:
 
  • نوی مشغولتيا پيدا کړئ
  • له نويو خلکو سره وګورئ
  • د هغو موضوعاتو په اړه پوهه راټوله کړئ چې تاسو ورسره علاقه لرئ
  • د خپلې بوختيا وراخوا نور محيط مطالعه کړئ
  • نوې ژبې زده کړئ
  • د خپلې ټولنې څخه زده کړه وکړئ
 
سربېره پر دې کتابتون ته تلل او داسې نورې ډېرې لارې چارې شته چې تاسو متفاوتې نړۍ ته وړي. د کتابتون چاپيريال نه يواځې دا چې زموږ له ورځني چارو له چاپيريال څخه توپير لري، بلکې کولی شئ د مختلفو موضوعاتو په اړه ډير نور معلومات راټول کړئ.
 
هغه څه چې ډير حيرانونکي دي  دا دي، چې ډيری وختونه ساينس پوهان ، مهندسان او ډيری نور خلک طبعيت او وګړي مشاهده او تحليلوي ترڅو د هغو ستونزو لپاره حل لار ومومي چې دوی ورسره لاس او ګريوان دي.
 
دې ميتوود ته بايوميميکري (طبيعي لار) ويل کېږي او دطبعيت له مشاهدې څخه د ستونزو حل لپاره الهام اخستل دي، يا په ساده ډول دا په متفاوته نړۍ کې له طبعيته پورته فکر کولو ستراتيژي ده.
 
اړتيا نشته چې د طبعيت ټولې پروسې تحليل کړئ، مګر کولی شئ داسې ذهنيت جوړ کړئ چې د ستونزو حل لپاره داسې لارو لټون پېل کړئ چې ستاسو ذهن ته راځي.
 
متفاوتې نړۍ ته تلل په عموم کې تاسو دې ته هڅوي چې ستونزو ته له يوې بلې زايې وګورئ، کوم چې ممکن د ستونزو د حل لپاره بېلا بېلې لارې ستاسو ذهن ته راولي.
 
  • له خپلو ماشومانو څخه پوښتنه وکړئ
ماشومان ځانګړي عادتونه لري، په ځانګړې توګه دوی اکثرا خو په ټيټه کچه له طبعيته پورته فکر کولو عادت لري، ځکه چې دوی د ستونزو احتمالي حل په اړه څه نه دي اوريدلي، مخکې له دې چې يو څوک ورته کومه لاره وښيي، دوی مجبور وي چې خپل نظرونه وړاندې کړي. تاسو هڅه وکړئ چې د يوې ستونزې د ساده کولو لپاره د دوی له افکارو او خلاقيت څخه الهام واخلئ.
 
په هرصورت، ماشوم ستاسو ستونزه نه شي حلولی، مګر د الهام سرچينه ضرور کيدلی شي، چې تاسو ته ځينې ارزښتناکه  نظرونه درکړي او تاسو يې په تعقيب لا پسې پياوړي کړئ.
 
  • د چارو تنظيمول
 دستونزو له سره تنظيمول خورا په زړه پورې دي، تر څو له يوې بلې  "اميد بخښونکي"، زوايې ورته وګورو. دا د "نا اميدئ" رغول شوې نسخه ده، چې په بشپړ ډول مختلف،  ډيره مثبته  او معنی لرونکې ده. د چارو بيا تنظيمول تاسو سره مرسته کوي چې له طبعيت څخه راووځئ او له طبعيت څخه باندې شيان له يو بل ليدلوري وګورئ.
 
  • عادي فکر مه کوئ
د چارو سمبالول تاسو ته دا امکانات برابروي چې د حالاتو، دندو يا ستونزو معنی بدله کړئ. په عموم کې، دا تاسو ته د چارو په سمبالولو پوهه او د نظر بدلولو ازادي در کوي.
 
  • هر څه تر پوښتنې لاندې ونيسئ
ګاليليو يو له هغو اشخاصو څخه و، چې په خپل وخت يې طبعيت تر پوښتنې لاندې راوست، هغه د خپل وخت مذهبپالو هغه پوښتنه چې ويل يې "لمر د ځمکې شاوخوا ګرځي" نظريه تر پوښتنې لاندې راوسته.
 
ګاليليو چې له مشهورو مفکرانو څخه و له طبعيته پورته فکر کولو قدرت يې درلود. ګاليليو نه يواځې دا چې هغه څه نه منل چې ښايي په ښوونځي کې يې فکر کاوه او د حالاتو سره يې اختلاف درلود، بلکې د هغه څه په اړه يې پوښتنې را ولاړې کړې چې حقيقت ګڼل کېده.
 
تاسو هم د شيانو په اړه پوښتنې پېل کړئ او په پټو سترګو مخکې له مخکې ټاکل شوي ځوابونه مه منئ. يواځې پرهغه څه باور مه کوئ چې ښوونکي، پروفيسورانو او متخصصينو تاسو ته د يو حقيقت پر بنا وړاندې کړي. بلکې  د شيانو په اړه پوښتنې کولو عادت واخلئ او له دې لارې نوي حل لارې او حقايق کشف کړئ.
 
  • نوې لارې چارې تجربه کړئ
د شيانو تجربه کول يواځې زړورتيا ته اړتيا نه لري بلکې د ناکامۍ او غلطۍ لپاره خپل داخلي چمتووالي ته هم اړتيا لري. هرکله چې تاسو د يوې ستونزې حل موندلو لپاره ځان چمتو کوئ نو تاسو به ضرور دا فرصت لرئ چې د هرې ستونزې د حل لپاره لاره ومومئ.
 
په هرصورت، که تاسو هڅه ونه کړئ نو هيڅکله به حل لاره ونه مومئ. تېروتنې د شيانو په اړه نوي حل لارې پيدا کوي تر څو د يوې بلې زاويې څخه پرې فکر وکړئ. نو تېروتنه د يو فرصت په توګه ومنئ تر څو له هغې زده کړه وکړئ او په راتلونکي کې يې مخه ونيسئ او همدا له طبعيته پورته فکر کولو پرته بل څه ندي.
 
 ډيری تېروتنې په بېلا بېلو حل لارو رامنځته کولو کې مرسته کوي او ددې فرصت درکوي چې ستونزو ته د حل لارې پيدا کولو په موخه د يوې بلې زوايې څخه وګورئ.
 
بل ځل لپاره چې کومه تېروتنه کوئ، په مثبت ډول يې وارزوئ، له دې سره به تاسو ځينې نوې تجربې ترلاسه کړئ، بل ځل لپاره به د ورته تېروتنو څخه ډډه وکړئ او تاسو به پوه شئ چې کومو لارو چارو تاسو ته ګټه نه ده رسولې تر څو يې بيا تکرار نه کړئ.
___________
 ما فوق الطبعيت افکار
ليکوال: ستيو ميولر
ژباړونکی: مير عالم شينواری