څنګه پر خپل ځان باور وکړو

ډيری خلک په ژوندکې دا هيله لري چې يوه ورځ به کومه لاټري وګټم. د لاټري ګټلو لپاره لوبې کول تل زړه راښکونکي وي، د دوي هيله دا وي چې د يوې جايزې په ګټلو به د ژوند يو څه ستونزې حل کړم.
 
په ژوند کې خلک له دندو سره مبارزه کوي تر څو يې د لاسه يې ور نه کړي او د لا پرمختګ په هيله وي، ډيری خلکو سره د کار روزګار د لويدلو ويره وي خو ډيری خلک بيا د بيروني وسيلو په تمه ژوند کوي تر څو يې ژوند ور بدل کړي.
پر بيروني وسيلو تيکه کولو سره هيڅ هم نه بدلېږي ځکه چې بيروني وسيلې هاغه ډول نه کارول کېږي چې مونږ يې غواړو.
 
د ژوند لاټري هر وخت نه ګټل کېږي خو لوبه يې بيا په ژوند کې يو ارزښتناک درس راکولی شي او هغه دا چې پر بيروني فکتورونو تکيه کول د ژوند غوره وسيلې خو مسئوليتونه بې اعتباره کوي.
 
په حيرانتيا سره بايد ووايو چې پر نورو خلکو تکيه کول (بيروني وسيلو تکيه  کول) زموږ په ټولنه کې په هره کچه شتون لري. موږ په حقيقت کې له همدې سره رالوي شوی  او د ژوند له پېل څخه ورسره عادت يو، په ځينو مواردو کې دا غوره ده  چې پر نورو خلکو او باندينيو وسيلو تکيه وکړو تر څو مو د ژوند د پرمختګ لپاره ملاتړ وکړي ، لکه زموږ مور او پلار چې موږ يې زېږولي يو يا زمونږ ښوونکي چې موږ ته يې  روزنه او پر نړۍ يې پوهه راکړې. مګر موږ د دې بشپړ مفهوم سره دومره عادی شوي يو چې  د ډيری خلکو  لپاره د ژوند بنسټ ګرځېدلی، ژوند تل دوي همدې لوري ته رهبري کوي تر څو د بيروني وسيلې په لټه کې شي.
 
پر "بيروني وسيلو تکيه کولو مسله" پر دې دلالت کوي چې تاسو پر خپل ځان باور او قدرت نه لرئ او هيڅ کله هم ځيرک انسان نه يې. تل  نورو ته اړتيا لرئ تر څو مو ستونزې حل کړي. نوروخلکو ته چې ستاسو په پرتله خورا هوښيار، شتمن، ښکلي، سياستوال ، فعالان، اجرايوي ريسان، شاهکاران، نوښتګر او د قدرت خاوندان  يا هم ډېر لوړ خلک دي ځان ورته اړ بولئ.
 
تاسې يواځې خپل شاوخوا ته وګورئ تاسو به پر بيروني وسيلو تکيه کولو مفهوم تر منځ توپيرونه وګورئ.
 
موږ سياست مدارو ته ګورو چې د خپلو ګټو لپاره زموږ په ستاينه څومره ځانونو بدلوي، موږ د نظر تاييد لپاره مخور خلک راټولوو او په ټولنه کې له دوي څخه د ښه ژوند ګټلو تمه کوو. موږ همدې بيروني اقشارو ستاينه کوو ځکه، او دا موقف دوي په خپله ځان ته ورکړی ، دوي غوره اشخاص دي، د قدرت خاوندانو سره اړيکې  لري خو  په لنډه توګه دا هم پوښتلی شو چې دوی ايا دوي ظاهرا زموږ څخه غوره دي؟
 
د دې ټولو ستاينې سربېره چې دا عامه شخصيتونه څومره حيرانونکي دي، موږ خپل واک دوي او داسې  نورو ته ورکوو، په دې هيله چې دوی به زمونږ د هيلو تر سره کولو لپاره يو څه تر سره کړي.
 
پورته يادې نمونې (سياستوال، قدرتمند او نور) محض يوه غولونه ده. که موږ په ژوره توګه فکر وکړو وبه وګورو چې پر بيروني وسيلو تکيه کولو فکر په هر حالت او د ژوندپه  ټولو چارو کې پر مونږ محاصره دی، حتی مذهب هم.
 
موږ تل يو بيروني قدرت ته په تمه يو چې ناڅاپه بايد راښکاره شي او زموږ ژوند ته مثبت بدلون ورکړي. خو له دې حقيقته سترګې پټو چې موږ ددې بدلون لپاره لا دمخه هرڅه لرو او هغه دا چې کله پر خپل ځان باور ولرئ هيڅکله مو بيروني وسيلو ته اړتيا نه پېښېږي.
 
په ځان باور وکړئ !
 ۱. د خپل ژوند مسئوليت په خپله غاړه واخلئ
يو څوک څنګه کولی شي چې په خپل ځان باور رامنځته کړي ، که چېرې يو څوک تل د دې توان ولري، چې د خپلو تيروتنو پړه پر بيروني شرايطو واچوي آيا بيا به هم پر خپل ځان باور ولري؟ زه فکر نه کوم که تاسو کوم بيروني لامل پيدا کړئ چې د خپلو تېروتنو ملامتيا پرې واچوئ.
 
پر خپل ځان د باور رامنځته کولو لپاره لومړی ګام دا نه دی چې پر ځان ډير مطمين اوسئ، مګر د خپلو غلطيو او ناکاميو مسئوليت پر خپله غاړه اخېستلو سره تړاو لري. د ځان ملامتول هم ستاسو برخه ليک نه شي ټاکلی.
 
په لنډه توګه، د ځان ملامتول به تاسو تل په يو نه يو ډول په نورو باندې تکيه کوي او په دې لوبه کې به تاسو يواځې د بې وسئ حالت غوره کوي. خو که تاسو نور ملامت ونه ګڼئ نو خپل ژوند لپاره به مو اړين مسئوليت په غاړه اخيستی وي، کوم چې په خپل ځان د باور کولو اساس دی.
 
2. خپلې تيروتنې هېرې کړئ
په ژوند کې تيروتنې او ناکامي ديو مسئوليت له مخې بايد ومنل شي تر څو بيا ځلې تکرار نه شي، د دې پرځای چې تاسو پر خپلوتيرو تيروتنو ځان ملامت کړئ، له هغې څخه عبرت واخلئ تر څو همدا ناکامي يا تيروتنې تاسو ته درس درکړي. په دې توګه، تاسو به د هرې ناکامۍ  تر شاه په يو لوړ هدف پوه شئ. دا به تاسو سره مرسته وکړي چې د ورته غلطيو بيا تکرار څخه مخنيوی وکړئ.
 
څنګه کولی شو چې خپلې تېروتنې هېرې کړو؟
تير په هېر کړئ، له خپلو تېروتنو زده کړه وکړئ، عبرت ترې واخلئ او په ځان کې يو ډول خوځښت رامنځته کړئ ، ناکامي خورا دردونکی شی دی، خو تاسو کولی شئ لږ ترلږه د ځان هڅولو لپاره ځان اماده کړئ.
د خپلو تجربو پر اساس هغه څه تر سره کوئ چې تاسو ته جرئت درکوي تر څو د لا هڅې لامل مو شي او په راتلونکي کې تاسو ته ګټه ورسوي.
خپل ځان له دې حقيقته هم خبر کړئ چې د ناکامۍ د مخنيوي لار دا نه ده چې له يو څه تر سره کولو څخه لاس واخلئ!
له همدې امله، خپلې تېروتنې د يوې تر لاسه شوي تجربې په توګه په پام کې ونيسئ. له ځان سره ياد کړئ چې هغه تيروتنې چې يو کاله د مخه مو تر سره کړي وروسته له څو نورو کلونو تاسو ته څه پايله درکوي او د هغې په مقابل کې تاسو څومره ځيرک او پياوړي شوي يې.
د خپلو تېروتنو هېرولو تر څنګ مسئوليتونه پر غاړه واخلئ، دا به تاسو ته پر ځان د باور رامنځته کولو خورا مهم بنسټ جوړ کړي. د ځان او نورو پر وړاندې غوسه کول پريږدئ، پر ځان غوسه کول يا ځان متهم کول په خپل ځان د باور رامنځته کولو لپاره ګټور پس منظر نه لري، نو له کړنې ځان وژغورئ.
د يو مهم يادښت په توګه، تاسو د انسانيت پر وړاندې هم ځان مه هيروئ او نه هم د انساني تيروتنو پر وړاندې ځان ملامتوئ. دا هم مه هيروئ چې تاسو څوک ياست، د ځان پېژندل خورا اړين دي.
 
3. خپلو پخوانيو تجربوته په نظر کې نيولو سره بيا ځلي راولاړ شئ
ماضي په نظر کې نيول اړين دي، تر څو له هغې څخه عبرت واخلئ خو ماضي کله هم د بدلون وړ نه ده، څه چې ماضي کې تر سره شوي هغه شوي، بېرته د را ګرځېدو وړ نه دي، اوس افسوس کول کومه پايله نه لري بلکې دا ټول زمونږ د ژوند يوه  برخه ګرځېدلې، که مونږ يې ومنو يا يې ونه منو.
که مونږ تل په همدې په فکر کې واوسو، نو د ژوند پرمختګ به مو ټکنی کړي او بيا هم کومه پايله به مو نه وي تر لاسه کړې.
دا ټول هغه څه دي چې که په اوسني حالت کې ورته فکر کوو د ورته وضعيت سره بيا مخ کېږو چې دا مونږ ته يواځې درد او نارامي رامنځته کوي. په خپل ځان د بېرته باور ترلاسه کولو لپاره  د تيرو تجربو سره راپورته شئ او دا ومنئ چې څه ترسره شوي دي پرته له کومې تمې او توقع شوي چې په اوسمهال کې کوم بدلون نه شي موندلی.
اوس يواځېنی شی چې تاسو يې تر خپلې اغېزې لاندې راولئ همدا د حال وخت دی؛ دلته دوه لارې دي يا تاسو  د روښانه راتلونکي جوړولو پېل لپاره مټې رانغاړئ او يا د خپل پاتې ژوند لپاره د تير په اړه تل په پښېمانتياسره ژوند کوئ.
 
له تېرو تجربو سره د راپورته کېدلو لپاره
… له اوسمهال څخه ډيره  ګټه پورته کړئ!
 
د تير وخت په اړه اندېښنې له منځه يوسئ
اړتيا نشته چې د بې وسۍ احساس وکړئ، ځکه چې اوسمهال په هره شېبه او هر حالت کې بدليدلی شي.
ډير خلک خپل باور له دې امله له لاسه ورکوي کله چې پوه شي چې په ماضي کې يې خورا سترې تېروتنې کړي او پر خپل ژوند برلاسي نه دي
تاسو کولی شئ تل په خپل راتلونکي باندې بر لاسي اوسئ! له همدې امله دا خورا مهمه ده چې خپلې ماضي ته اجازه ور نه کړئ تر څو ستاسو پر اوسني حال هم بر لاسی شي او دا ځکه چې دا ډول حالت ستاسو هغه چانسونه له منځه وړي چې تاسو يې اوسمهال کې لاسته راوړئ.
د نن ورځې عمل ستاسو راتلونکی تضمينوي. که تاسو د  راتلونکي په اړه پر ځان باور جوړولو بنسټ کېږدئ نو هيڅ شی به مو د لاسه نه وي ورکړی!
 
4. خپل زړه/شعور په کار واچوئ
په خپل ځان باور لرل يواځې دا معنی نه لري چې په خپلو وړتياوو او مهارتونو باور ولرئ، بلکې هغه مهارتونه چې تاسو ته د  شعور په کار اچولو جرئت در کوي هغه ستاسو باور دی. شعور هغه داخلي قوه ده چې هروخت تاسو ته لارښوونه کوي او ګټورې مشورې در کوي.
د زړه پر خوښ حرکت کول ډيره زړورتيا غواړي ولې چې انساني منطق يا شعور (انا) تل د انساني زړه پر خلاف عمل تر سره کوي خو پر ځان باور بيا تاسو ته د زړه له لورې لارښوونې کوي او تاسو ته ډير باور در کوي .
له همدې امله، له ادراک او بصيرت څخه راولاړ شوی غږ ستاسو باور لا پسې پياوړی کوي او تاسو ته ځواک درکوي چې نور په خپل قدرت او وړتيا تکيه وکړئ.
 
د زړه يا شعور څخه راغلو پيغامونو تعقيبولو لپاره:

  • خپل ذهن مو ارام کړئ
  • د مراقبت تمرين وکړئ
  • هر څه په زور مه تر سره کوي – د حالاتو له جريان  سره سم مخکې لاړ شئ
  • له داخل څخه چې کوم پيغامونو لارښوونه درته کېږي تعقيب يې کړئ
  • په خپل عقل باور ولرئ
  • نوښتګر اوسئ
  • د خپل بدن سيګنالونو ته غوږ ونيسئ
  • هغه فکري طرحې چې په ناڅاپي ډول ستاسو ذهن ته راځي تعقيب يې کړئ
 
5. د  خلکو مشورو په مقابل کې پر خپل ځان باور ولرئ
د نورو خلکو مشورې که څه هم اړينې دي خو ډېری باوري نه دي، په ځانګړې توګه کله چې يو تصميم نيسئ، ځکه دا پردي معلومات دي، د هغه چا معلومات دي چې په ټولنه کې مو ورسره سروکار وي لکه ټوليګوال او نور ملګري، هر څوک د خپل نظر سره سم د تصميم نيولو لپاره نظر ورکوي. دلته په زړه پورې خبره داده چې کله د خپل ورځني ژوند چارو په اړه تصميم نيسئ دا پديده بايد درک کړئ چې د خپلې خوښې تصميم ونيسئ پرته له دې چې د بل چا نظر تاييد کړئ لکه د خوړو نيولو تصميم چې بايد څه وخورم.
 تاسو بايد پوه شئ چې د نورو خلکو اندونه (نظرونه) د احترام وړ دي خو د په هغه صورت کې يې تاييدول چې تاسو د خپل ژوند په اړه تصميم نيسئ ستاسو خپل داخلي قوه هم له منځه وړي.
 
په مشوره کولو کې متوازن کېدل
په ژوند کې د تصميم نيولو په اړه د نورو نظرونو تاييدول خورا مهم دي او دا تاسو سره مرسته کوي چې د خلکو د ژوند له تجربو څخه استفاده وکړئ او ډېر څه له يو بل ليد لوري وګورئ، همدارنګه دا تاسو ته فرصت درکوي چې له نورو حکمتونو او لارو چارو څخه ځان ته خپل ليد لوری يا لارښود وټاکئ.
د نظرونو تبادله تاسو سره ډيره مرسته کولی شي؛ تاسو ته د يو بديل په ډول نوي امکانات په ګوته کوي او د هغه ستونزو چې لا مو ورته د حل لار نه وي پيدا کړې نورې لارې چارې در ښيي.
 
 خو له بله پلوه په بيروني وسيلو تکيه کول ستاسو خپل داخلي باور اغېزمنوي، کموي او بلاخره يې له منځه وړي.
همدا لامل دی، چې په "مشوره کې بايد متوازن اوسو" ځکه چې تاسو اړ يې تر څو د پرېکړو په نهايي کولو کې له نورو سره متوازن اوسئ، د هغوي نظرونه د يو لارښود په ډول په نظر کې ونيسئ او بيا په تصميم نيولو کې له خپلې وړتيا کار واخلئ.
د يوې قاعدې په توګه، خپل ځان حس کړئ او د خپل شعوري لارښود / پوهی په لټه کې شئ ، تاسو به پوه شئ چې دلته تصميم نيول ستاسو لپاره څومره غوره دی.
که بيا هم تاسو د يوې مهمې پرېکړې په اړه شک وئ  نو بيا اړينه ده چې له نورو سره مشوره وکړئ او د دوی انډول په پام کې ونيسئ.
 
6. په ژوند کې خپلواک اوسئ
پورته عنوان د ځان پياوړتيا او پر خپل ځان د باور پراختيا په اړه دی، نو اړينه ده چې په هغه خطرونو په اړه ځان پوه کړئ چې خپل قدرت پر وړاندې مو د نورو په انحصار کې  شتون لري.
 
د "بلواکۍ" خطرونه
1. تاسو کله هم د خپل ښوونکي پر وړاندې تجاوز نه شئ کولی
2. تاسو د بل چا په لارښوونو تکيه کوئ
3. تاسو د نورو سره چې د ټولنې منحصر دي برابر نه ياست او هيڅکله به نه وئ
4. تاسو د هر هغه پوهې/معلوماتو پر وړاندې په خطر کې يي، چې ستاسو ځواک د هغه له دائرې څخه وتلی وي او همدا لامل دی چې تاسو خپل ځان د خپل پرمختګ لپاره محدود کړی دی.
 
په  ژوند کې خپلواک اوسيدل ستاسو هغه ځاني باور پياوړی کوي چې تاسو يې لرئ.
نورو ته  کتلو پر ځای خپله د ژوند استاد اوسئ! تاسو يواځينی شخص يې چې د خپل وجود  هر اړخ په اړه ټول معلومات لرئ لکه  ستاسو له شخصيت ‎څخه بيا تر هغه تجربو پورې چې تاسو د ژوند په سختيو کې لاسته راوړي.
له تا پرته بل څوک دا پوهه نه لري! کله چې ستاسو د ژوند په اړه خبره راځي، نو تاسو يواځينی کس يې او – بايد چې اوسئ – يواځينی خپلواکه شخص د خپلې بسيا او پرمختګ لپاره همدا خپله تاسې يې.
 
۷. پر خپل ځان باور پيدا کول زده کړئ
هيڅ د ژوند متخصص تاسو نه يې مطالعه کړې او هيچا په هغه لارو ژوند نه دی کړی کوم چې تاسو کړی او هيچا ژوند ستا له انده نه دی تجربه کړی.
نورو يواځې د ژوند تخنيکونه شريک کوي، کوم چې يواځې تر هغوي محدود وو نو اړينه نه ده چې ستا لپاره هم ورته تخنيکونه واوسي، له همدې امله د  خپل ژوند ټولواک په خپله اوسئ.
په ځان باور د اتلولۍ جوهر دی
رالف والدو ايمرسن
په ټوله کې، په ځان باور لرل د ځان پېژندنه ده. دا يو ډول دوامداره لټون دی تر څو پوه شئ چې ستا لپاره څه سم دی او څه نا سم. په ځان باور لرلو سره کولی شئ هغه څه ترلاسه کړئ چې تاسو يې هيله لرئ، که داسې نه وي نو هر څه به مو له لاسه ورکړي وي او له ژونده به تل نا اميد يې.
همدارنګه، که تاسو غواړئ هغه باور چې تاسو يې په ځان لرئ زيات کړئ، د نورو سره د باور داسې فضا رامنځته کړئ چې تاسو يې د ورته فضا غوښتنې هيله لرئ.