د رښتینولۍ پر مټ؛ بریالیتوب!

د اسلام مبارک دین او د نړۍ په تاریخ کې، ډېرې د رښتینولۍ- صداقت پېښې، حادثې، کیسې او ژوندي مثالونه لرو، چې خلکو ته یې شان، نوم، عزت او شهرت ورکړی وو/دی.

رښتینولي یوه داسې چاره/ کړنه ده چې، د ژوند په ټولو چارو کې، پر کار وړل کیږي. له خپل ځان سره رښتیني، له ځان سره د مرستې او ښېګڼې په معنا ده. له خپل ځان سره رښتیني اوسئ، دا مو پر ځان باور زیاتوي او د حقارت، ټیټوالي احساس څخه مو ژغوري. رښتینولي مثبت او برعکس؛ ټیټوالی، حقارت، بې باوري سراسر منفي پایلې لري.

که رښتیني ونه اوسئ، لومړی به د ګناه احساس کوئ، کله چې د ګناه احساس وکړئ، پر ځان باور مو؛ له منځه ځي او خپل ذهني او فزیکي کنټرول له لاسه ورکوئ. ناسمو کارونو ته مخه کوئ او د خپل ځان، ټولنې پر ضد ثابتیږئ. هماغه ده چې، ټولنې ته خپل ځان، پخپله بد معرفي کوئ.

مه هېروئ؛ په سمو کارونو د انسان وجدان ارامیږي، په ځان باور پکې پیدا کیږي، انسان د خوښۍ احساس څو چنده زیاتیږي، کیږي. د خوښۍ پر مهال؛ د انسان حس ښه کیږي، د ناهیلۍ له تورې کندې، د هېلو تر پوړۍ رسیږي. تل د بریالیتوب، نوښت، مرستې او بدلون په لټه کې شي.

د هر شخص لپاره بهترین، نعمت او حکمت؛ صداقت او رښتینولي ده. که څوک یې نه لري، د تمرین او هڅې پر مټ یې، خپل ځان کې موندلای شي. صداقت یوه داسې عادت، خوی او صفت دی چې، له نیکمرغه په خپل ځان کې، د هڅې کولو وروسته د پیداکولو وړ دی. ډیری خلک، د رښتینولۍ له برکته شتمن شوي، محبوب شوي، منل شوي.  تاسې هم داسې وکړئ، صادق شئ، چې ومنل شئ.

داسې چارې او کارونه ترسره کړئ، چې ستاسې وجدان یې سم او مناسب بولي. ډاډمنې کړنې، ډاډمنه روحیه رامنځته کوي او ډاډمنه روحیه د انسان پر روان باندې مثبته اغیزه کوي.  کله چې، پر روان مثبته اغېزه وشي، د خوښۍ ګراف لوړیږي، کله چې د خوښۍ ګراف لوړ شي، ناشوني کارونه شوني کیږي او د ترسره کېدو لېوالتیا او جذبه یو په سلو زیاتیږي، د ناشونو کارونو پر لور د شونې کېدو میلان ډیریږي او په قوي مورال، کلکې ارادې د سختیو پر وړاندې دریږي او خپلې هڅې دوامداره ساتي.

رښتینولي او صداقت باید د خلکو لپاره نه؛ بلکې د خپل ضمیر او وجدان د ارامولو لپاره ترسره شي، مونږ د خلکو پر وړاندې نه، بلکې د خپل وجدان پر وړاندې مسؤل یو او مسؤلیت ادا کول، د انسانان دیني، ملي او وجداني وجیبه ده. د رښتنولۍ عدت په ځان کې، پیدا کول سخت؛ خو امکان پذیره ده.

«رښتیني شئ او خپل وجدان ته، خوښي او ارامي ور وبخښئ، دا تر ټولو لویه او بې مصرفه خوښي ده، چې د رښتینولي په پایله کې، انسان ته پیدا کیږي.»