ایا زمونږ په ژوند کې ستونزې مثبت رول لري؟

ستونزې، ربړې او مشکلات زمونږ د ژوند یوه حتمي پېښېدونکې برخه ده. ستونزې هر څوک لري، په هر چا راځي، په هر حالات کې راځي. له ستونزو پرته، ژوند امکان نه لري. خو ستونزې هر چاته فرق کوي او هر چاته متفاوتې دي. ځینې خلک، اصلاً ستونزې نه پیژني.

ډیر نور واړه، کوچني مسايل ورته ستونزې/ستونزه ښکاري، پداسې حال کې چې هغه ستونزې نه؛ بلکې یوه کوچنۍ خبره وي. اکثر خلک داسې دي چې، ستونزې ته له مثبتې زاویې گوري او د ستونزې/ستونزو ته د حل په موخه؛ کوټلي گامونه پورته کوي. خو ځینې داسې خلک هم شته چې، ستونزو سره مبارزه نه شي، کولای. ستونزې ورته بلاء یا بو- بو ښکاري. د حل لپاره یې کوم اقدام نه کوي.

زه ډاډمن یم؛ هغوی غواړي چې، خپلې ستونزې ختمې کړي؛ ولې د ستونزو د ختمېدو/ورکېدو په هنر نه پوهیږي.

لکه؛ ارواپوان چې وايي:
«ښه او خوشحاله ژوند تیرول یا درلودل یو هنر دی.»
دا هنر هر څوک زده کولای شي؛ خو که یو څوک وغواړي.
زما اساسي منظور دادی چې، مونږ باید زده کړو چې څنگه ستونزې حل او ورته د حل لارې لټولای شو؟

ځینې نور بیا وایي:
«څه چې کیږي؛ ښه کیږي.»
دا یوه ډیره کره، درنه او قوي خبره ده.

یو څه داسې دي چې، زمونږ او ستاسې له وسې پوره وي؛ خو ځینې داسې څه هم شته چې، مونږ هیڅ نه شو کولای. کله چې یو ماشوم غواړي چې، پلي تگ زده کړي؛ نو باید څو-څو ځله ولویږي، تر څو درېدل زده کړي، ورپسې تلل او بیا منډه. که چېرې ماشوم ونه غورځيږي؟ څه فکر کوئ چې، آیا ماشوم به درېدل زده کړي؟

په هیڅ صورت نه!
د ستونزې/ستوتزو له حل وفصل څخه وروسته؛ ژوند ښکلی کیږي.
کله چې ستړي یاست؛ ارام-استراحت خوند کوي.
کله چې بې دمې یاست؛ دمه خوند کوي.
کله چې بې خوبه یاست؛ خوب خوند کوي.
همداسې هر څه؛
که چیرې تل په ژوند کې خوشحاله ووسې او هیڅ راز مشکل ونه لرې، د اصلي ژوند په خوند باندې نه پوهېږې، خو که چېرې برعکس؛ په ژوند کې له ستونزو سره مخ شئ، ژوند درته معنا پیدا کوي، ژوند درته معنادار کیږي او د اصلي ژوند په ارزښت پوهېږئ.

ناکامه خلک له ستونزو سره څه کوي؟
کله چې دوی له ستونزو سره مخ شي، له ستونزو د خلاصون لاره، تېښته بولي؛ خو په دې نه پوهیږي چې په تېښته یې له ستونزو ځان نه شي، خلاصولی.

که چېرې راشو، د بریالیو اشخاصو ژوند لیک (بیوګرافي) مطالعه کړو؛ مونږ ته به جوته، څرګنده او معلومه شي چې، ټولو بریالیو اشخاصو ستونزې لیدلي، ورسره مخ شوي، ترې تېر شوي، ورسره بلد شوي او ستونزو ته یې حل لارې لټولي چې، بلاخره بریالي شوي.

د کامیابۍ په لاره تلل مونږ ته اسان ښکاري؛ خو خنډونه به هله معلومیږي چې، تاسې په دې لاره د تللو هوډ یا تصمیم ونیسئ یا وکړئ. ستونزو، ربړو ته په خلاص تندي هرکلی ووایاست، له ستونزو ویره مه لرئ، ستونزو سره ځان عادي کړئ.

ستونزو ته د یوه فرصت په سترګه وګورئ. څه فکر کوئ؛ ایا هغه خلک ستونزو سره مخ کیږي کوم چې، یو ځای ارامه ناست وي، نه په ښه کې کار لري او نه په بد کې؟

د گل ترلاسه کول؛ اغزي لري. هغه ونه ډیره په ډبرو ویشتل کیږي چې، ښه میوه نیسي. «مطرح خلک د موافقینو تر څنګ؛ مخالفین هم لري.»

نوښتګر، روشنفکره، متمدنه او پرمختللي انسانان له هر ډول ستونزو سره مخ کیږي، مخ شوي، مخ به شي؛ خو تسليميږي نه؛ ناهیلي کیږي نه؛ له ژوند څخه لاس نه اخلي. تل هڅه کوي؛ تل پرمختگ کوي، تل مبارزه کوي، تل نوښت کوي، تل په حقیقي معنا ژوند کوي.