له بې ګټې بحث ډډه وکړئ

دا چې موږ څه کوو، څه غواړو، د څه هیله او تمه لرو، دا د هر انسان د فکر او ذوق پورې تړلی بحث دی، ځيني یې غواړي، یو لړ بریاوې دې ولري، ځیني یې موټر خوښوي، ځیني يې خوښ ژوند غواړي، ځيني یې په ژوند کې هر څه لري، خو یوازې سکون نه لري او د سکون هیله لري، دا هر څه د جلا – جلا ذوق پورې اړه لري او له همدې کبله چې فکرونه او اذهان بېلابېل دي، خلک یې هم په جلا – جلا توګه جلا – جلا فرمایشونه لري، د چا یې پوره کېږي او د چا نه. 

هغوی بختور دي، چې خپل ټول تمرکز یوازې په خپلو چارو کوي، هر څه ته له بېلابېلو زاویو ګوري، له بېځایه بحث او نیوکو ډډه کوي، په بې ګټو مجلسونو کې ونډه نه اخلي، له ناروا دفاع نه کوي، حق ته لومړیتوب ورکوي او خپل مسوولیت یې بولي.

فکر مو وي چې په ډېری مسائلو کې ځيني وخت یو لوری هم په حقه وي، حال دا چې مقابل لوری هم د حق دلیل وړاندې کوي، دلته قناعت او عامه پوهاوي ته اړتیا ده، باید له پراخ لیدلوري ورسره کار واخیستل شي او هڅه وشي، چې هر څه د ژورلید له مخې ترسره شي، د قناعت ژبه کولای شي، هر څه ژر حل او فصل کړي.
پای