روغتيايي پاملرنه: ايا کوم ځانګړ‎ی وخت شته چې ميوه په کې وخوړ‎ل شي؟

د میوې رانیول، پریمنځل، برابرول او بیا خوړ‎ل یو سادہ بھیر دی خو چې یو کس ځان پرې وپوھوي.

میوہ له لبه د وجود سالمیت، پروریش، ودې او د تودوخي (انرژي) ساتني لپاره خوراکي توکي دي، مګر د خوړ‎لو وخت پیژندل يې خورا اړ‎ین دی ترڅو ګټه ډېرہ او زیان يې ھیڅ وي.

میوه خوړ‎ل له بدنه زھرجن شیان باسي، د وزن په بایللو، د ھاضمي په چستي، د وینې فشار راټیټولو، د زړ‎ه رنځ کمولو او د مادې په بدلون (میټابولیزم) کې مرسته کوي.

د میوې د خوړ‎لو ډېرې کیسې (افسانې) شته چې کوم مھال وخوړ‎ل شي، ځیني خلک خو چې پر ور برابرشي ورته کیني، نو بسم الله....

۱) میوہ خوړ‎ل سھار په خالي نس خورا ګټور تمامیږ‎ي.
۲) د غرمي د ډوډۍ او بیګاه (شپې) د ډوډۍ منځ مھال ټاکل ښه وخت دی (یعني ماسپيښین قضا، مازدیګر لوړ‎). 
۳) مخته او یا وروسته تر جسماني ستړ‎یا/ تر ورزش وروسته يې خوړ‎ل ډېرہ ګټه لري.
د میوې په ھضمیدلو تر نور خوراک ډېر وخت لګیږ‎ي، په پورته درې واړ‎ہ حالاتو کې معدہ خالي وي او د انزایم (کیمیاوي بدلون مادہ) سره مرسته وکړ‎ي، ترڅو د میوې ټول خوراکي (غذايي) توکي په وینه کې جذب او د بدن ھر راز حجرات غښتلي وساتي، ترڅنګ يې میوہ خوړ‎ل په تش نس د ویني شکر ھم نه لوړ‎وي.