پنځه اغېزناکې ګټې چې پالک (ساګ) يې لري

ډېر داسې خوراکي توکي دي چې د انسان لپارہ ګټور تمامیږ‎ي خو  په پام کې مو نه دې نیولي. یو له دې جملي څخه شنه (سابه) پالک دي چې ھم په اوسپنه او ھم په نورو داسې موادو بډايه دي چې غوره او اغېزناکې ګټې لري. 
۱- د سرطان مخنیوی
پالک د زرغون رنګه مادي (کلوروفیل Chlorophyll) په درلودلو د سرطان د حجراتو مخنیوی نیسي چې په وجود کې سرایت ونه کړ‎ي. لھذا ډېر خوړ‎ل د پالک د ھر چا لپارہ ګټوردي په خاص توګه ھغو کسانو ته چې په کورنۍ کې يې سرطان ښکارہ شوی وي.
 
۲- د شکرې د ناروغۍ په ضد مرسته کوي
پالک د الفا لیپویډ اسید (Alpha Lipoid Acid) د درلودلو په سبب په وینه کې شکرہ (خوږ‎ه) جګوالي ته نه پریږ‎دي او ترڅنګ يې محیطي عصب غښتلي ساتي.
 
۳- پالک د وینې فشار ټیټ ساتي
ھغه کسان چې د وينې فشار يې تل لوړ‎یږ‎ي پالک خوړ‎ل ورته خورا ګټور دي. پالک په وینه کې د سوډیم [Na] عنصر د کمیدو مرسته کوي کوم چې د جګ فشارلامل دی، دا په دې دلیل چې پالک پوټاسیم [K] عنصر زیات لري. يانې پوټاسیم د سوډیم مالګې په وینه کې د ډیرښت مخه نیسي.
 
۴-  پالک خوړ‎ل د ھډوکو د قوي کېدو لپاره مرستندوی دی
کله چې پالک پرلپسې خوړ‎ل کیږ‎ي د ویټامین K ډیرښت او پروتین لرلو په پارھډوکي له ماتیدو پنځوس سلنه ژغوري.
 
۵-  پالک ویټامین C لري
پالک خوړ‎ل د Vit C په شتون کې د پوستکي او ویښتانو ته رونق او ښکلا ورکو‎ي، یاني "چمک دمک" کوي يې.
 
سربېرہ پردې د وینې د کمبود مخه ھم نیسي ځکه چې اوسپنه لري، اوسپنه او پروتین په پالک کې د وینې سره کرویات لوړ او پاخه ‎ساتي، (ھیموګلوبین ټیټیدو ته نه پریږ‎دي، چې کمبود د وینې "انیمیا" را منځ ته شي) او د ھاضمې لپاره په معدہ او کلمو ښه اغېزہ لري.