د ښځې مينې د پيشو په ژوند څه اغېز وکړ؟

د ښځې مينې د پيشو په ژوند څه اغېز وکړ؟
ډاکټر نجيب ويال

د (بېن بېن) په نوم تر ټولو غمجنه پیشو په انټرنېټ وګورئ. دغه پيشو چې ټول وجود يې ټپي - ټپي وو او په قفس کې اچول شوه. د پيشو د ملا تير کوږ وو، پوستکي يې زخمي وو او يو غوږ يې داسې ژوبل وو چې د ګلپي بڼه يې نېولې وه.

په دغه پيشو باندې کوم لوی او غښتلي بل ځناور بريد کړی وو. د پيشو د جوړېدو چانس ډېر کم وو. ډاکټرانو پرېکړه وکړه، چې پيشو بستر کړي. پيشو فکر کولو چې ډېر زر به يې مرګ ميلمه شي او له نړۍ به لاړه شي. پيشو له ډېر خپګان څخه خوراک او څښاک هم نه کولو.

پيشو د مرګ تر پولو نېږدې شوه. د ناروغې او ټپي پيشو د کيسې په اړه يوه زړه سوانده ميرمن خبره شوه. د پيشو له مرګ څخه يوه ورځ وړاندې، يادې زړه سواندې ميرمنې د هغه پيشو له ځان سره کور ته يوړه.

هر کله چې ښځې دغه پيشو له ځان سره يوړه، نو د يو څو ساعتونو په موده کې يو عجيبه پېښه رامنځ ته شوه. د پيشو په مخ خانده را ښکار شوه او مخ يې يو - بل خوا تاو - راتاو کړ. پيشو په ځان پوه شوه، چې د مرګ په غاړه وه او يو نوی ژوند يې تر لاسه کړی.

پيشو خوښه وه، چې نوی کور يې پيدا کړ او د دردونو ژوند يې له خوښۍ ډک او روغتيا يې په برخه شوه. که څه هم ډاکټرانو پيشو ته ويلي، چې په ټول ژوند کې به دا وړتيا تر لاسه نه کړي، چې په خپلو پښو وګرځي، خو پيشو دومره روغتيايي شوه، چې په کم وخت کې منډې او ټوپونه پيل کړل.

د دغه هر څه راز په څه کې وو؟ پيشو ته په کمه اندازه مينه ورکړل شوه او د نړۍ ترټولو غمجنه پيشو د نړۍ د تر ټولو په خوښې پيشو بدله شوه.

حيوانات د خپل ژوند ټوله تکيه، مينه او ساتنه پر مونږ او تاسې کوي. حيوانات پر انسانو باور کوي او که باور يې وساتل شي، نو ژوند يې د مثبت په لور تغير کوي.

د حيواناتو سره دا حيواناتو په ډول رويه مه کوئ، له دوی سره د ژونديو موجوداتو په ډول رویه او سلوک وکړئ او مينه ورکړئ.