څنګه خپل ځان آرام کړئ؟

آیا په ورځني ژوند او د سټرس په څپو کې ډوب شوی یاست او نه پوهېږئ، چې څه وکړئ؟ اندېښنه مه کوئ! په دې مقاله کې زده کوئ، چې څنګه خپل ځان آرام کړئ.
 
سټرس بېلابېل ډولونه لري، کولای شي د وخت په اوږدو کې ورو ورو رامنځته شي یا په یوه شېبه کې پېښ شي او وروسته له منځه لاړ شي، حتا د سټرس یو ګټور ډول شتون لري، چې په حقیقت کې ستاسو لپاره ښه دی، مګر دا چې ډېر شدید یا اوږد شي.
 
که له اوږد سټرس سره لاس و ګرېوان یاست، په اوږد مهال کې د سټرس د مدیریت لپاره د ځینو چارو ترسره کول ډېر مهم دي.
 
څنګه ځان آرام کړئ؟ هغه سټراټیژیانې، چې درسره مرسته کوي
هر ډول سټرس، چې له بریده زیات شي، ښایي د زغملو وړ نه وي. کله چې اړتیا لرئ، له ځنډ پرته ذهن او بدن مو آرام کړئ، دا نهه آسانه سټراټیژیانې ترسره کړئ، ترڅو وکولای شئ، په هر وضعیت کې چې یاست، وې منئ.
 
۱ ـــ لږ پلی مزل وکړئ
ورزش کولای شي، د سټرس یو ښه را کمونکی وي، ځکه له تاسو سره مرسته کوي، انډروفین آزاد کړئ، حتا که ۵ یا ۱۰ دقیقې وخت لرئ، خپل بدن ته حرکت ورکول به ډېر ښه وي، که ډېر وخت لرئ یا کولای شئ بهر لاړ شئ، پلی مزل یوه ښه ټاکنه ده.
 
له یوه ښه دوست سره قدم وهل کولای شي، د ټولنیز ملاتړ لپاره یوه ښه لاره وي، یوازې په لاره باندې ورو ورو تګ هم کولای شي، د فکر کولو، د چوکاټ بدلون او په خوش بینۍ سره بېرته ښه وضعیت ته د راتګ لپاره، تاسو ته یو فرصت په لاس درکړي، کولای شئ د په لاره تګ پرمهال قرآن عظیم الشان تلاوت ته غوږ ونیسئ.
 
۲ ـــ ژوره ساه ایستنه
که په داسې وضعیت کې نه یاست، چې وکولای شئ هغه ځای پرېږدئ، په کوم کې چې یاست، کولای شئ له ځنډ پرته د ساه ایستنې د تمرینونو په ترسره کولو سره، ښه احساس پیدا کړئ. د بدن له خوا د ډېر اکسیجن تر لاسه کول او له فزیکي نارامۍ څخه خلاصون، دوې تګلارې دي، چې د ساه ایستنې تمرینونه کولای شي ستاسو لپاره ګټور وي، تاسو کولای شئ، دا تګلاره په هر وخت یا هر ځای کې ترسره کړئ، د دې لپاره، چې آرامه ساه وباسئ، نو هڅه وکړئ، چې سترګې مو وتړئ.
 
۳ ـــ مجسم کول او انځورول
څو دقیقې آرامتیا غلا کړئ، د ځینې ښو څیزونو مجسم کول او انځورول، د ذهني آرامتیا د بېرته را ګرځولو لپاره یوه ښه او په زړه پورې لاره ده، ترسره کول یې آسانه دي او کولای شي له روحي او جسمي پلو مو آرام کړي.
 
په تمرین سره، په ډېرې آسانۍ کولای شئ، خپل خوښ او خوشاله ځای ته لاسرسی پیدا کړئ او د سټرس پرمهال په ډېرې چټکۍ سره د آرامتیا احساس وکړئ.
 
که زموږ په موخه باندې نه وئ پوه شوي، نو دا تګلاره وازمایئ، هغه فضا مجسمه کړئ، چې ستاسو د آرامتیا سبب ګرځي، دا فضا کولای شي، د ساحل تر څنګ، په یوه ځنګله یا یوه معنوی ځای کې حضور او داسې نور ... وي. د سټرس پرمهال سترګې مو وتړئ، ژوره ساه وباسئ او خپل ځان په هغه فضا کې، چې تاسو ته آرامتیا درکوي، مېشت کړئ.
 
۴ ـــ وضعیت مو یو ځل بیا منظم کړئ
کله وخت په هغه لید سره، چې سټرس زېږونکو موقعیتونو ته یې لرو، له سټرس زېږونکو موقعیتونو څخه خپله تجربه زیاتوو، که وکولای شئ خپل وضعیت ته له یو بل لید څخه وګورئ، په تاسو کې د کم سټرس سبب ګرځي.
 
ذهني او عاطفي سټرس کولای شي له بدبینۍ  او د ځان ورانونې له ټولو بېلګو څخه سرچینه واخلي، زده کړئ، چې څنګه کولای شئ د څیزونو په اړه خپل لید ته بدلون ورکړئ.
 
۵ ـــ غړي مو آرام کړئ
د غړو آرامول، هغه تګلاره ده، چې په هغې کې د غړو ټولې ډلې خپل ځان غونجوي او خوشې کوي، له دې کار څخه وروسته، د لا ډېرې آرامتیا احساس به وکړئ.
 
۶ ـــ درملیز بوی
درملیز بوی یوه بله  آسانه وسیله ده، چې کولای شئ په چټکه توګه ترې ګټه واخلئ.
له درملیز بوی څخه ګټه اخیستنه، په ځانګړې توګه د اسطوخودوس بوی د زړه د ناروغانو  د ژور خپګان، سټرس او ستړیا په را کمولو کې رغنده رول لري، د اسطوخودوس له بوی څخه خوند واخلئ او وګورئ، چې آیا د سټرس کچه مو را ټیټېږي او که نه.
 
۷ ـــ احساس مو ولیکئ
که یوازې څو دقیقې وخت لرئ، کولای شئ احساس مو ولیکئ، د یوې څېړنې پایله، چې په ۲۰۲۰ ز کال کې خپره شوه، څرګنده کړې ده، د ورځنیو یاددښتونو لیکل په هغو کورنیو کې د اروایي پرېښانیو له کمولو سره مرسته کوي، کومې چې ځینې غړي یې ناروغان دي، کولای شئ د هغه څه په اړه ولیکئ، کوم چې ستاسو د سټرس سبب ګرځي او دغه راز احساس مو د کاغذ پرمخ راوړئ.
 
۸ ـــ لږ اوبه وڅښئ
په تږي اوسېدو سربېره، د بدن د اوبو کمښت هم کولای شي د ستړیا او پرېښانۍ سبب شي، له دې امله که د ستړیا احساس کوئ، نو هڅه وکړئ یو ګیلاس اوبه وڅښئ، حتا د سټرس را کمونکی یو ګیلاس چای هم کولای شي، ستاسو لپاره یو استراحت رامنځته کړي.
 
له هغو څیزونو څخه د لیرې والي په خاطر استراحت کول، کوم چې ستاسو د سټرس سبب ګرځي، ډېر اړین دي.
 
۹ ـــ ژاولې وژوئ
څېړنې څرګنده کړې ده، چې د ژاولو ژوول کولای شي د سټرس له را کمولو سره مرسته وکړي، که ژاولې ژوول مو په سټرس زېږونکو ځایونو کې نه وي ازمویلي، خپل د خوښې وړ خوند لرونکو ژاولو ته لاسرسی ولرئ، ترڅو بل ځل یې وازمویئ او وګورئ، چې ستاسو له آرامتیا سره مرسته کوي او که نه.
 
وروستی ټکی
کله چې له سټرس سره لاس و ګرېوان کېږئ، باید د سټرس د کموالي لپاره تګلارې ولرئ، هغه کارونه، چې د خوښۍ او آرامتیا سبب ګرځي، وې لیکئ او په سټرس زېږونکو موقعیتونو کې ترې ګټه واخلئ.
 
دغه راز دا ډېره ښه نظریه ده، چې د سټرس له آرامه کوونکو درملو او د روغ ژوند له عادتونو څخه ګټه واخلئ، ترڅو وکولای شئ د خپل سټرس ټولیزه کچه را ټیټه کړئ.
 
په دې صورت کې په هغو سټرس زېږونکو موقعیتونو کې، چې په راتلونکې کې ورسره مخامخ کېږئ، ډېر لږ به تر اغېزې لاندې راشئ.