زمونږ وطن او ټولنه کې ډېر داسې طبي اصطلاحات موجود او مشهور دي چې ډیری یې طبابت سره په ټکر کې دي او ناسم دي. 

یو د مشهورو او مروجو ناسم طبي اصطلاحاتو څخه د (وینې مېکروب) په نامه ده، چې نن سبا تر ډېره د روغتیایي کارکونکو او حتا د عام وګړو د خولې څخه هم اوریدل کېږي.

دغه ډله اشخاص هر کله چې یو شخص د وینې لابراتواري معاینه کې د وینې سپین حجرات (WBC:White blood cell) يا (TLC:total Leukocyte count) لوړوالی وویني، دوی یې وینې مکروب په نامه بولي.  

د وینې سپین حجرات چې د بدن دفاعي سیستم په لومړۍ کرښه کې قرار لري، او بدن د مکروب او جانبي جسم ژغورلو دفاعي پروسه کې خاصه ونډه لري.

 په وینه کې د نورمال سویې نه ( ۴۰۰۰ نه تر ۱۱۰۰۰ ) د وینې سپین حجراتو لوړوالی د لیکوسایتوزیس ”Leukocytosis “په نوم یادیږي. چې زیاتوالی یې د بدن التهابي عکس العمل لومړی نښه بلل کیږي. چې اکثره لوړوالی یې بدن کې د انتان یا انتاني ناروغیو په شتون دلالت کوي. خو ځینې نورمال حالاتو کې لکه زیات تمرین څخه وروسته، امیندواري، زکام، زیات روحي فشار او میرګي کې هم نوموړي حجرات د نورمال حالت نه لوړیدای شي.

او بله مهمه خبره که چیرته وینه کې د نوموړو حجراتو سویه نورمال یا دا چې ټیټه وي دا هم په دې معنا نده چې انتان یا انتاني ناروغۍ بدن کې شتون نلري.

نو باید یو معالج داکتر نظر ناروغ ګیلو ته د پوره تاریخچې اخستنۍ، فزیکي معاینې او اړوند معایناتو څخه وروسته دقیق، سم تشخیص او ناروغۍ ته ځان ورسوي. نه دا چي وړاندې له دې چې د نوموړو حجراتو (وینې سپین حجراتو) لوړوالي لامل پیدا کړي، یا یوازې د وینې سپین حجراتو په لوړوالي ناروغ ته د (وینې مکروب ناروغی)په نوم انتي بیوتیک او نور بې ځایه درمل شروع کړي.
پای