ته تر هر چا وړ یې، پیل یې کړه

دا حقیقت دی چې د هر کار پیل سخت وي، لومړی باید څه وکړئ، څه ته ارزښت ورکړئ، څه ومنئ، څه اېګنور کړئ، څه ته فکر وکړئ، څه له فکره وغورځوئ، څه راښکاره کړئ او څه پټ پرېږدئ، څه د یو حقیقت په توګه ومنئ، څه بیخي لمنځه یوسئ، څه رامخته کړئ او څه وروسته کړئ، دا هر څه باید د یوې ځانګړې کړنلارې پورې اړوند وي. 

څښتن تعالی انسانان اشرف المخلوقات پیدا کړي دي، له همدې کبله اړ دي، چې په ټولنه کې یو بل ته متقابل درناوی ولري، یو بل ته په ارزښت قائل و اوسي، مینه خپره کړي، ترلاسه یې کړي، نورو ته یې هم ډالۍ کړي، ښه چال چلند وکړي، له بدو افکارو واټن ونیسي، بیخي ورسره مخه ښه ورسره واخلې او خپل ټول تمرکز په خپلو چارو وکړي، په ځانګړي ډول د کار په پیل، باوري اوسئ چې د پیل چارو ته ځانګړې طرحه تاسې د بریا تر دورازې رسوي، بریالیتوب ستاسې په برخه دی.
پای