د خوارځواکۍ ډولونه -دویمه برخه

د خوارځواکۍ په اړه مې تیره مقاله کې یاده کړه، چې ځوارځواکي د بدن اړتیا وړ خوراکي موادو کې د عدم تعادل څخه رامنځته کیږي، چې که چیرې له اړتیا زیات خواړه تر لاسه کړو، نو over nutrition باندې اخته کیږو او که چیرې خواړه له اړتیا کم شي په under nutrition خوارځواکۍ اخته کیږو.
 
دا چې زموږ بحث پر under nutrition راڅرخي، نو که له موضوع بهر نه شم په لنډ ډول د لا زیات وضاحت لپاره ویلای شم، چې under nutrition کې لکه د برېښنا سیستم کې د ټرانسفارمر اضافه باره کېدل چې د ساحې اړتیا وړ برېښنا نه شي چمتو کولای د ساحې ټرانسفامر ولټاژ ضعیفوالي ته ورته ده، چې سمه برېښنا ترې نه ویشل کیږي او دې ته اړتیا پیښیږي، چې ټرانسفارمر بدل شي، څو د اړتیا وړ برېښنا ټولې ساحې ته په سم او منظم ډول ورکړای شي.
 
په ټوله کې د خوارځواکۍ پېژندنه د ماشوم د وزن نظر قد ته د کمښت محاسبه او د ماشوم عمر نظر وزن ته محاسبه او یا هم دا چې د یو شخص وزن نظر عمر ته د محاسبې له مخې په رامنځته او تشخیص شوې نا انډولتیا کې ستونزې رامنځته کیږي، چې خوارځواکي یې بللی شو.
 
دغه راز د خوارځواکۍ لومړني لاملونه، چې د قحطۍ، اقتصادي بحرانونو او خوړو ته بشپړ نه لاسرسی ؤ هم په لنډ ډول د مقالې لومړۍ تیره برخه کې تشریح شول او ثانوي لاملونه یې چې د خوړو رسیدلو پر مهال بدن کې روغتیايي ستونزې، د خوړو سم نه جذبیدل او د حفظ الصحې نه مراعتول وو هم څرګند او تشریح شول.
 
د ملګرو ملتونو سازمان روغتیايي برخې څېړنې ښيي، چې خوارځواکي په نړۍ کې تر ټولو لویه برخه ماشومان اغېزمنوي او د دوي د مړینې لامل کیږي. د یونسیف نوې موندنې ښيي، چې افغانستان کې خوارځواکي دوه برابره لوړه شوې او دا مهال له ۱،۱ میلیون زیات افغان ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي. که لږ وړاندې ولاړ شو لس کاله وړاندې هم ۳۰سلنه افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ وو او په ټوله کې په نړۍ کې له هرو ۱۲ماشومانو یو یې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دی.
 
 د under nutrition خوارځواکۍ اړوند ډیر لاملونه دي، خو دوه مهم یې primery protine energy deficiency  چې په مقدم ډول د خوړو کموالي له امله رامنځته کیږي او دویم یې هم secondary protine energy deficiency  چې په ثانوي ډول د ناروغیو له امله رامنځته کیږي لکه توبرکلوز، سؤ جذب او نور.
 
اوس به د مقالې دې دویمه برخه کې د under nutrition یا د خوراکي توکو کمښت له امله رامنځته کېدونکې خوارځواکۍ او د هغې ډولونو په اړه په لنډ ډول رڼا واچوو.
 
د غذايي موادو کمښت له امله رامنځته شوې خوارځواکي یا under nutrition په ټوله کې په حادې او مزمنې ویشل شوې ده.
 
حاده خوارځواکي
په ټوله کې د خوارځواکۍ تشخیص د بدن له بشپړې طبي ارزونې یا assessment او د خوارځواکۍ اړوند طبي screening څخه کیږي او د ډولونو له اړخه په دوه ډوله ده، چې لومړۍ حاده او دویم مزمنه خوارځواکي ده، په حاده خوارځواکۍ کې، چې د ماشوم عضلات ویلي شوي وي او له منځه تللي وي، دې حالت ته wasting وايي، نو د ماشوم بدن ډنګر او په صدري برخه کې یې پښتۍ څرګندې ښکاري.
 
مزمنه خوارځواکي
په مزمنه خوارځواکۍ کې د ماشوم پر قد ژور او څرګند اغېز ښکاره وي، چې قد یې ټيټ پاتې وي، چې دې حالت ته stunting وايي.
 
په مزمن حالت کې شدیده او متوسطه خوارځواکي د غذايي موادو کمښت سربیره د خوارځواکۍ له امله د ماشوم زیانمن شوی بدن، چې معافیت یې ښکته وي له ناروغیو ډير اغېزمنیږي، چې دې حالت کې د مړینو کچه لوړه وي، ځکه د ناروغیو پر وړاندې مقاومت تر ټولو ټیټه کچه کې وي او ساري ناروغیو ته هم بشپړ آماده وي، نو له همدې امله یې ژوند د مرګ له ګواښ سره ډیر مخ وي.
 
مخکې له دې چې د حادې خوارځوکۍ ډولونو ته راشو له سنډرومل نظره د خوارځواکۍ د وېشنې د ډولونو لنډه یادونه د موضوع لا زیات وضاحت لپاره د یادونې وړ بولم.
 
د سنډرومونو له نظره خوارځواکي په پنځو ګروپونو وېشل شوې ده، چې kwashiorkor ،  marasmus، marasmic kwashiorkor ، pre kwashiorkor او nutritional dwarfing ځوارځواکي ده.
 
د حادې خوارځواکۍ ډولونه
حاده خوارځواکي په دریو ډولونو وېشل شوې؛ ( مرسموس، کواشیرکور، مرسمیک کواشیرکور) یعنې درېیم ډول یې د مرسموس او کواشېرکور ګډوله ډول خوارځواکي ده.
 
مرسموس
د حادې خوارځواکۍ مرسموس ډول زیات دی چې wasting شکل ترې څرګندیږي، د ماشوم د بدن اکثرا پوستکی او هډوکي پاتې کیږي، ځکه کاربوهایدریتونه،شحم او پوروټینونه، چې macronutrients بلل کیږي او دغه راز اوسپنه، منرالونه، کولیسټروسیفیرول یا ویټامین ډي، ویټامین A او دې ته ورته نور مهم ویټامینونه نه ورته رسیږي.
 
په مرسموس ډول خوارځواکۍ اخته ماشومانو عضلات ویلي کیږي، مخ یې د زوړ سړي په شکل پاتې کیږي. نس یې پړیسدلی وي او ډیری عضلات په تیره اسکلیټي عضلات یې ویلې شوي وي.
 
په دې ډول خوار ځواکۍ کې ماشوم اشتها لري خو مغذي خواړه چې بدن یې ورته جدي اړتیا لري کم وي. د یادونې ده، چې ماشومان په ټوله کې د خوارځواکۍ حال کې هم په stunting او هم په wasting دواړو اخته کیږي.
 
کواشیرکور
لکه پورته چې مو macronutrients کې پروټین یاد کړل، کواشیرکور ډوله خوارځواکي د پروټين کمښت له امله رامنځته کيږي، دې حالت کې اشتها کمه وي، ماشوم ګوښه نیشینه وي، پښې یې پړسیدلي وي، کانګي یا استفراقات لري، دا ناروغان بستر ته اړتیا لري او وروسته له تداوۍ هم ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري، څو یې د خوارځواکۍ کنټرول سربیره بدن په معافیتي ډول هم پیاوړی شي او له ناروغیو خوندي وساتل شي.
 
مرسمیک کواشیرکور
لکه څنګه چې ددې ډول خوارځواکۍ له نوم څرګندیږي د مرسموس او کواشیرکور ګډوله حالت خوارځواکۍ کې ددې دواړو ډولونو ګډ اعراض او علایم ښکاره وي.
 
یعنې په ټوله کې ویلای شو، چې که چیرې د بدن اړتیا وړ انرژي تر لاسه نه شي یو کس په مرسموس خوارځواکۍ اخته کیږي، چې ناروغ د وزن کمښت، د بدن پوستکي غونجوالي او د پښتیو راوتلي حالت سره مخ کیږي.
 
په کواشیرکور ډوله خوارځواکۍ کې د پروټینو پر کمښت سربیره د معدني موادو، اوسپنې، پټاشیم، مګنیزیم او انټي اکسیډانټونو په ګډون د ګڼو مهمو وېټامنونو کمښت هم برخه لري.
 
د ناروغ پوست نری کیږي، ینه یا ځیګر یې لوییږي، ناروغ ضعفیت لري، د بدن د معافیتي سیستم کمزورتیا له امله یې التهابات بدن ته په آسانۍ سره مداخله کولای شي، پوستکی او وېښتان یې سره رنګ ته نږدې حالت ته اوړي. ناروغ د زړه ناروغیو په ګډون ګڼو ژوند ګواښو روغتیايي ستونزو سره مخ کیږي.
 
په خوارځواکۍ کې پړسوب او درجې یې
په کواشیرکور خوارځواکۍ کې چې ناروغ د پروټینونو کمښت له امله کړیږي؛ بدن یې اذیما یا پړسوب لري، چې دا پړسوب له مثبت یو تر مثبت درې پورې درجې لري.
 
یعنې که چیرې د ماشوم پښو پر خپړو د دریو ثانیو لپاره ګوته کیږدو نو د اېښودل شوې ګوتې نښه پکې پاتې کیږي، نو دلته لازمه ده چې وویل شي، چې که چیرې په کواشیرکور د اخته ماشوم یوازې پښې پړسېدلې وي، نو مثبت یو پړسوب لري.
 
که چیرې یې له پښو سیوا پورته لینګي هم پړسیدلي وو، نو مثبت دوه پړسوب لري او که چیرې یې پړسوب ټول بدن کې حتا تر مخ پورې خپور وو نو بیا مثبت درې پړسوب لري، چې په دې ډول خوارځواکۍ کې پړسوب متناظر حالت لري، یعنې په دواړو پښو کې د بدن ټولو برخو کې تر سر پورې خپور وي.
 
په مرسمیک کواشیرکور حالت کې بیا ددې دواړو ډول خوارځواکیو نښنې نښانې یا اعراض او علایم ښکاري.
یو مهم ټکی چې باید یادونه ترې وکړم هغه دا دی چې که تاسو خپلې کورنۍ، کلي او سیمه کې د خوارځواکۍ پورته یادو ډولونو نښې نښانې په ماشومانو کې ولیدې، نو ژر تر ژره یې اړوند روغتیايي مرکزونو ته ورسوئ، څو هلته یې بشپړه طبي ارزونه او تشخیص وشي، درملنه یې وشي او د لازمو خوړو، چې د نړېوال روغتیايي سازمان له لوري د خوارځواکۍ ماشومانو لپاره چمتو شوي دي او وړیا ورکول کیږي ورکړل شي.
 
د یادونې ده چې د خوارځواکۍ دې دویمې مقالې کې مې ددې لپاره اړوند ډولونه یاد کړل چې ستاسو درنو لوستونکو په تیره د روغتیايي برخو ګرانو محصلینو ته بشپړ واضح او عام فهمه وي او لوستل یې درته ستومانوونکي نه وي. دغه راز له شپږو میاشتو تر ۵۹ میاشتو خوارځواکۍ اخته ماشومانو طبي ارزونې اړوند روشونو په اړه هم طبي سرچېنې راسره شته، چې که چیرې مې وخت وموند، نو په بله برخه کې به یې محصلینو او طبي کارکوونکو(نرسانو او قابلو) لپاره په بشپړ ډول واضح کړم. دغه راز د خوارځواکۍ اړوند میتابولیکي او پر ټولو سیستمونو د منفي اغېزو په اړه به هم بشپړ وضاحت وړاندې کړم.
 
دا چې انسان له سهوې او خطا څخه سېوا نه دی، نو که په دې او نورو طبي مقالو کې مو کومه نېمګړتیا ومونده نو د لورېینې له مخې یې له ما سره د لاندې برېښنالیک له لارې شریکه کړئ او دغه راز د طبي کوچنیو موضوعاتو په اړه زما د مقالو په اړه مو خپل نظرونه، وړاندیزونه او نېوکې راسره شریکې کړئ، چې دا به مو لویه لورېینه وي او زما د چارو بشپړ سمون او ددې بهیر غځول کېدو ته د لا زیاتې هڅونې لامل شي.
 
ماخذونه:
۱ – د کوچنیانو خوارځواکي( پوهندوی ډاکټر سمیع الله حیات -۱۳۹۲ ).
۲– تغذیه او سؤ تغذیه ( پوهنوال دوکتور عبدالواحد وثیق- ۱۳۹۱).
۳ – د حادې خوارځواکۍ د هر اړخېزو خدمتونو لارښود ( عامې روغتیا وزارت-جنوري۲۰۱۴).
۴ – د تغذیې د مشوره ورکوونو روزنیز لارښود ( عامې روغتیا وزارت-نومبر۲۰۲۰ ).  
۵ – داخله اطفال، داکتر زبیر حبیبي لکچر.
 
د لیکوال لنډه پېژندنه:
حبیب الله بختیال، چې لوړې زده کړې یې د کابل پوهنتون ټولنیزو علومو کې کړي، ژورنالیزم کې د مسلکي زده کړو سربیره یې طبي برخه کې د درمل جوړونې یا فارمسۍ او دغه راز د نرسنګ څانګې لوستي او اړوند نورو طبي برخو کې یې د لوړو زده کړو او مسلکي کار بهیر اوس هم دوامداره ساتلی دی. پر دې ټولو سربیره په لیکوالۍ او ژورنالیزم کې له یوې نېمې لسیزې زیاته کاري تجربه هم لري.