درمل او معقوله کارونه یې

مخکې له دې چې د درملو پر معقولې او سمې کارونې رڼا واچوم اړینه بولم چې د درملو او د اغیزو په اړه یې لنډ معلومات وړاندې کړم.
 
دوا یا (medicine) یا هم (drug) هغه کیمیاوي ماده چې د بدن عضویت ته دننه شي او د بیولوژیکو او پتالوژیکو بدلونونو لامل شي او د ناروغۍ حالت کې بدلون راولي، چې دا بدلونونه باید د ناروغ په ګټه وي. درمل د ناروغۍ حالت بدلون یا درملنې سربېره د ناروغیو تشخیص لپاره هم کارول کیدای شي.
 
د درملو اسطباب یا (Indication) هغه شرایط دي چې د یوې دوا سپارښتنې یا تجویز لپاره کوم مخنېوی رامنځته نه کړي او مانع یې نه شي. او مضا استطباب یا (Contraindication) هغه شرایط دي چې د یو درمل سپارښتنې یا تجویز مانع شي او دا مانع د درملو زیانمن تمامیدو لپاره وي لکه په امیدوارۍ کې د ځینو درملو په احتیاط کارونه او یا نه کارونه. او په همدې ډول څنګزنې اغیزې یا جانبي عوارض (Side effects) د درملو کارونې څخه نا غوښتل شوي یا نا مطلوبې اغېزې دي، چې هر درمل دا څنګزنې یا ناوړه اغیزې لري.
 
 
د درملو معقوله کارونه
د طبابت یو متل دی چې وايي هره دوا زهر او هر زهر دوا دی. له دې متل څخه په استنباط ویلی شو چې درمل باید په معقول، سم او دقیق ډول وکارول شي. د درملو معقولې او سمې کارونې په اړه معلومات درلودل د هر چا لپاره اړینه ده.
 
د درملو سیستم ادارې کولو موخه دا ده؛ تر څو هغو ناروغانو ته سم درمل ورکړل شي، چې ورته اړتیا ولري او دا درمل ورته په آسانۍ او معیاري ډول چمتو کړي. د درملو معقولې کارونې لپاره له وړاندې باید د درملو ټاکنې، تدارک او وېش په څیر اړین ټکي په پام کې ونېول شي، ځکه د درملو سمه او معقوله کارونه د څنګزنو یا جانبي عوارضو کچه راټیټوي او موثریت یې تر ټولو لوړې کچې ته لوړوي. پر دې سربېره د درملنې موده را لنډوي او ناروغ کس ژر ښه والي ته ځي.
 
د درملو معقولې کارونې په تړاو چې په ۱۹۸۵ زېږدیز کال کې په نایروبي کې د اړوند متخصصینو کانفرانس جوړ شوی ؤ د درملو معقوله کارونه یې داسې تعریف کړه : د درملو معقوله او سمه کارونه له دې څخه بحث کوي چې د ناروغانو لاسرسی هغه کچه درملو ته چې د کلینکي نظره ورته اړتیا لري او ددغو درملو کچه باید د کس اړتیا سره سم د یوې مناسبې مودې لپاره په آرزانه بیه وي. ځکه د لوړې بیې درمل یو مهم اصل نیمګړی کوي او که چیرې د ناروغ کس اړتیا څخه زیات وي چې اوس دې برخه کې ډيرې ستونزې شته او یا هم د درملنې له کچې کم وي نو درملنه منفي لوري ته بیايي.
 
درملو ته آسانه او ارزانه لاسرسی پر درملنې او روغتیايي خدماتو د ناروغانو او په ټوله کې د وګړو باور کچه لوړوي او د زیاتو خدماتو پراختیا او لوړو لګښتونو پر ځای پر کم لګښت او امکاناتو بسنه کیږي.
د روغتیا نړیوال سازمان له نظره د درملو معقوله او سمه کارونه دا ده چې ؛ ناروغان مناسب درمل چې ددوی کلینیکي اړتیاوې پوره کړي، مناسبو ډوزونو کې د یو پوره اړتیا وړ مودې لپاره او په تر ټولو کمه بیه یې تر لاسه کړای شي. چې دې اړوند تشریح په پورته پاراګرافونو کې وشوه. خو هغه څه چې دلته یې تشریح اړینه ښکاري د درملو بشپړ ډوز ( ټاکلې کچه ) ده. ډوز هماغه کچه درمل دي چې په یو ټاکلي وخت کې د ناروغۍ درملنې لپاره توصیه کیږي یعنې یوه ټاکلې کچه او حد دی د وخت په پام کې نېولو سره یې ناروغ ته سپارښتنه کیږي.
 
د بایو میډیکل له نظره د درملو معقولې او سمې کارونې معیارونه :
هره مسلکي او تخصصي پروسه د خپل تر ټولو لوړې کچې اغیزناکتوب او ګټورتوب ته د رسیدو لپاره د اړتیا وړ معیارونو بشپړولو او تطبیقولو ته اړتیا لري. د درملو معقوله او سمه کارونه هم د علمي تجربه شویو لید لورو په رڼا کې دا ډول معیارونه لري. چې دلته به په لنډ ډول ورته نغوته وکړم.
 
د بایو میډیکل له نظره د درملو معقولې او سمې کارونې معیارونه عبارت دي له؛ سم او وړ درمل، مناسب استطباب چې عبارت دی له دې څخه چې د درملو سپارښتنه شوي وي چې طبي څرګندو ملحوظاتو پر اساسي وي، مناسب درمل د اغیزناکتوب او ګټورتوب او خوندیتوب ټکو ته په پام سره ناروغ ته او د هغو بیه، مناسب ډوز، د مصرفولو لاره او د درملنې موده ، مناسب ناروغ یعنې مضاد استطباب نه وي او د تر ټولو کمو څنګزنو یا جانبي عوارضو درلودونکي وي او سمه وېشنه ناروغ ته د درملو کارونې مناسبو معلوماتو ورکړې په ګډون او ناروغ درملنې ته لیواله کول. دا ټول هغه معیارونه دي چې د درملو معقولې او سمې درملنې لپاره مهم دي او د درملنې کیفیت تضمینوي.
 
په پای کې د یادونې بولم چې د درملو معقولې او سمې کارونې لپاره د اړتیا وړ معلومات د داسې یو لنډې او رانغښتې مقالې لمن کې نه شي راغونډیدلی، نو راتلونکې لیکنو کې به په دې تړاو په بشپړ تفصیل او روښانتیا معلوماتو وړاندې کړم. په دې هیله چې زموږ هېواد کې د درملو معقولې او سمې کارونې معیارونه په پام کې ونېول شي او د درملو چمتو او تدارک د هر نالوستي سوداګر لاسته ور نه شي او نه هم د طبابت سپڅلي مسلک پازوالان ناروغانو ته له اړتیا پرته درمل ورکړي.