رواني روغتیا څه ده او پاملرنه ورته څومره مهمه ده؟

روغتیا او د رواني روغتیا خوندیتوب
د انسان بدن یا جسم او روان د سکې دوه مخونه دي او له یو بل سره تړلي دي، له همدې امله یوازې په جسمي ډول روغتیا او سالموالي ته موږ صحتمندي نه شو ویلای، کله چې د انسان روح او روان په خفیف یا شدید ډول د بهرنیو او کورنیو یا داخلي عواملو له امله له ستونزو سره مخ وي او تر عادي فشار لاندې که هم وي، نو موږ ویلای شو، چې ددې کس رواني روغتیا نا خوندي دی او اړتیا ده چې بشپړه درملنه یې وشي، څو شدیدو او خنډنیو حالتونو ته مخته تګ ونه کړي کوم حالت چې د کابو کېدو او درملنې سختوالي ته رسیدلی وي.
 
په رواني روغتیا د څېړنې سره لیوالتیا مې وروسته له هغه پیدا شوه، چې د خپلو طبي لوړو زده کړو بهیر کې ارواپوهنې او رواني درملنې مضامینو سره مخ شوم او دغه راز د ارواپوهنې اړوند اختصاصي زده کړو بهیر کې راته ارواپوهنه ډېره په زړه پورې وه او رواني درملنه خو تر ټولو ځکه په زړه پورې وه، چې موږ ټول افغانان د خفیفې رواني ناروغۍ نښې نښانې تېرې کړي او یا دا نښې نښانې له ځانه سره لرو او په یو ډول پرې اخته یوو او دا چې د ارواپوهنې اړوند اختصاصي زده کړو بهیر کې زما اړوند استادانو پر دې ډېر ټېنګار درلود چې تر لاسه کړې مسلکي زده کړې باید تر نورو ورسول شي او په ټولنه کې په یو ډول د خفیفو رواني ناروغانو مخنیوی وکړو او د رواني مشورو له لارې رواني ناروغۍ درملنه یا تداوي کړو.
 
کله چې د ارواپوهنې د علم پیل خبره کیږي، نو د آلمان هېواد ته سترګې وراوړي او دا مهال په آلمان او په لویه کچه په اروپا کې د هرو ۴۰ وګړو لپاره یو ارواپوه شته، خو په افغانستان کې به دا کچه کېدای شي اوس د هرو دریو میلیونو افغانانو لپاره د یو ارواپوه شتون تر حده وي، چې دا په رېښتیا هم د اندېښنې وړ ده.
 
زموږ ګران هېواد کې جګړو، اقتصادي، ټولنیزو ستونزو او د پوهې کچې ټېټوالي د روغتیا خوندیتوب کچه راټېټه کړې ده او لکه څنګه چې په کار وه او ده هومره یې پرمختګ نه دی کړی. د روغتیا خوندیتوب چې د عربي له حفظ الصحې سره یې هم انډوله او په یو معنا بللای شو؛ د ژوند ټول ټولو بهیرونو کې د شخصي پاکوالي له لومړنیو اهتماماتو نېولې بیا تر پاکو خوړو او اوبو او د ژوند اړتیا وړ لازمو ضروریاتو پورې ټول په روغتیا خوندیتوب ( حفظ الصحې) کې راځي.
 
نو د روغتیا خوندیتوب کې رواني روغتیا او د هغې بشپړې خوندیتوب ته پاملرنه هم راځي او ټول اړوند موارد یې په کې شامل دي.
 
د روغتیا نړېوال سازمان په ۱۹۴۶ م کال کې روغتیا؛ جسمي، رواني او ټولنیز خوندیتوب او آرامښت وبلله او یوازې د ناروغۍ او معلولیت نه شتون ته یې د روغتیا نوم ور نه کړو، ځکه که داسې وي نو بیا د روغتیا تعریف نېمګړی او نا بشپړ بلل کیږي.
 
د روغتیا په شوي تعریف کې د وګړو رواني او ټولنیزه سلامتیا په پام کې نېول شوې ده او دا یې د روغتیا خوندیتوب یو مهم اړخ بللی دی.
 
د روغتیا نړېوال سازمان رواني روغتیا د فکر سلامتي، له نورو سره په موزون او همغږي ډول د اړېکو نېول، د فردي او ټولنیز چاپیریال بدلون او اصلاح کول او په منطقي، عادلانه او مناسب ډول د خپلو تمایلاتو او تضادونو حلولو بللې ده.
 
یعنې له رواني اړخه یو روغمن انسان د خپلې ټولنې له نورو غړو سره اړیکې په نورمال ډول پالي او خپلې فردي او کورنۍ اړتیاوې د کار او فعالیت له لارې بشپړوي، ستونزې په منطقي، عادلانه ډول حلوي او د هر ډول ناخوالو پر وړاندې مناسب دریځ غوره کوي، داسې چې هم ځان زیانمن نه کړي او هم له ستونزو داسې اغیزمن نه شي، چې ماتې وخوري او ګوښه توب غوره کړي او د ژوند له ټولو چارو یې لاس ووزي.
 
د رواني روغتیا په اړه پوهانو ډیر تعریفونه کړي دي، خو په ټوله کې په دې تړاو شویو تعریفونو څخه دا پایله اخلو، چې رواني سلامتیا یا روغتیا؛ د ښه او آسوده ژوند او ټولنیزې آرامۍ او د ژوند له ستونزو سره منطقي سازش او اړخ لګول دي.
 
د ژوند په هر پړاو کې په تېره په منځني عمر چې مسئولیتونه ور تر غاړي شي، انسان د سټرس یا رواني فشار، اضطراب او حتا وسواس سره مخ کیږي، خو د رواني روغتیا خوندیتوب ته په پام سره باید هیڅ انسان له عادي رواني فشارونو تر شدیدې اغېزې لاندې رانه شي، چې له هره اړخه یې لاس ووځي او پر وړاندې یې د مقابلې توان ونه لري. خو که چیرې یې د مقابلې توان له لاسه ورکړ، نو دا په دې معنا ده چې ګواکې ماتې یې وخوړه او هر څه یې وبایلل او نور د ژوند له هرې چارې ووتو. نه ! داسې دې هېڅکله ځان تسلیمۍ ته نه ورکوي او تر یو برېده له ستونزو سره سازش کول یا اړخ لګول اړین دي.
 
یوه ډېره معقوله مقوله ده، چې وايي که ژوند سخت نه وای نو په ژړا به نه پیلیدو، ژوند لوړې او ژورې لري او د انسان زغم سربېره په کار ده، چې له یو شمېر ناخوالو او بدلونونو سره اړخ ولګوي او سازش وکړي، ځکه پرته له دې بله چاره نه شته او د رواني روغتیا اړوند پوهانو نظر هم دا دی، چې سازش کول او دا ویل چې ژوند مې له لوړو او ژورو سره قبول کړی او دې ستونزو سره غاړه غړۍ کیږم او د ژوند یوې برخې چارو په توګه مې قبولې کړي او منلي دي. دا ځکه چې د رواني روغتیا او سلامتیا تعریف کې راغلي، چې؛ رواني سلامتي د هغه حالت څخه عبارت دی چې کس خپلې وړتیاوې پېژني او ددې وړتیا لري، چې د ژوند معمولي رواني فشارونو(سټرسونو) سره تطابق وکړي یعنې ورسره غاړه غړۍ شي او دغه راز دا کس له کاري اړخه ګټور او کارنده وي او د ټولنې یو غړي په توګه له نورو سره ګډون او همکاري ولري، اړیکې وپالي او د خپل ترسره کړي کار څخه خوند واخلي، په زړه پورې وي ورته او د هر کړاو حل ته پرته له لار ورکۍ لازمې لارې چارې ومومي.
 
نو د پورته وضاحت په پایله کې ویلای شو، چې رواني روغتیا یا رواني سلامتیا هغه حالت دی، چې کس خپلې وړتیاوې وپېژني، د ژوند له نورمالو سټرسونو یا فشارونو سره سازش وکړای شي، په فعال او ګټمن ډول کار او فعالیت ترسره کړي او په ټولنه کې برخه واخلي.
 
رواني ناروغي څه ته وايي ؟
پر رواني روغتیا رڼا واچول شوه او اړوند اړخونه یې روښانه شول، خو دا چې رواني ناروغي څه ده په لنډ ډول دلته د پوهانو نظرونو له ګډولې داسې اوبدل شوی تعریف را اخلم، چې؛ لکه په پیل کې چې مې یادونه وکړه چې بدن او روان د سکې دوه مخونه دي، نو لکه څنګه چې د انسان بدن یا ځان ځیني وختونه ناروغیږي، همداسې د انسان روان هم له ناروغۍ سره مخ کيږي، چې دا ډول ناروغۍ ته رواني ناروغي ویل کيږي، رواني ناروغي هغې ناروغۍ ته ویل کیږي، چې د یو کس احساسات، افکار او کړه وړه داسې تر اغېزې لاندې راشي، چې هغه د کس شخصیتي جوړښتونو او فرهنګي باورونو څخه بهر وبلل شي او همدارنګه د ناروغ کس او یا د هغه کورنۍ پر ژوند منفي اغېزه وکړي.
 
ولې باید د رواني ناروغیو مخنېوي او درملنې ته پاملرنه وشي؟ 
د روغتیا خوندیتوب ته په ټوله کې پاملرنه مهمه ده، که په هرې برخې کې وي، خو رواني ناروغیو مخنېوي ته د لاندې دلایلو له مخې ځانګړې پاملرنه په کار ده.
 
 لومړۍ دا چې دا ناروغۍ موږ ټولو پورې اړه لري، څېړنې ښيي چې له هرو پنځو کسانو څخه یې یو په ژوند کې د رواني روغتیا ناخوندیتوب حالت سره مخ کیږي یعنې په رواني ناروغیو اخته کیږي، چې دا پر رواني ناروغۍ د اخته کېدو پراختیا کچه ښکاره کوي.
 
 دویم دا چې دا ناروغۍ په نړېواله کچه د روغتیا خوندیتوب ته زیان رسوي او کچه یې پراخیږي، ځکه په ټولنه کې د ناروغو کسانو شتون له روحي اړخه پر روغو هم اغیز کوي او که د ناروغو کسانو روغتیا ته پاملرنه ونه شي او په وخت یې درملنه ونه شي نو له یوې ټولنې بلې ته لېږدیږي او په همدې ډول سیمییزه، هېوادنۍ او نړېواله پراختیا مومي.
 
 درېیم دا چې رواني ناروغۍ په ډېرې چټکۍ انسان له اخ وټوخ او کار او فعالیت څخه غورځوي او ناتوانه کوي یې. ځکه دا ناروغۍ له خفیف حالت څخه پیل او بیا شدید او نه کابو کېدونکي حالت ته رسیږي، چې د ناروغ کس د بدن فعال سیستمونه ترې په بشپړ ډول اغیزمنیږي او له عادي فعالیت لویږي.
 
څلورم دا چې د رواني روغتیا خدماتو کچه ډېره کمه او په نشت حساب ده، نو دې برخې ته پاملرنه او د خدماتو پراختیا ډېره مهمه ده. په تېره دا کچه د مخ پر ودې هېوادونو کې په لومړني حالت کې ده، خو په وروسته پاتې هېوادونو کې بیا په نشت حساب ده، نو ځکه باید د رواني روغتیا خوندیتوب ټولې آسانتیاوې پراخې او پیاوړې شي.
 
 پنځم دلیل دا ګڼلای شو، چې زموږ ټولنه تل د بدلون په حال کې ده او بېلابېل بدلونونه په کې راځي او دا بدلونونه پر انساني روان باندې ډېر کله منفي اغیز پرېباسي، چې ځورونکي وي. لکه جګړې او د جکړو او طبیعي پیښو له امله کډوالۍ او یا د فقر له امله د خپلو سیمو پرېښودل، بل ځای کې د هستوګنې او اړتیا وړ نورو ضروریاتو نه شتون، له ځايي خلکو سره د فرهنګي، مذهبي او ژبنۍ اړوند تفاوتونو شتون.
 
 شپږم دلیل چې ډېر دردونکی دی دا دی چې رواني ناروغي د تبعیض او له ټولنې د شړل کېدو لامل کیږي، رواني ناروغانو ته په سپک نظر کتل کیږي او د ټولنې په ګډون، حتا له کورنیو هم شړل کیږي.
 
اووم دلیل چې امیدوارونکی دی هغه دا چې د رواني ناروغیو درملنه آسانه او په کم لګښت شونې ده، خو په دې شرط چې په رواني ناروغۍ د اخته کس په وخت درملنه وشي او په ټوله کې یې په ټولنه کې مخنېوی وشي.
 
د رواني ناروغیو مخنېوي ته د پاملرنې نه شتون نوره ناوړه اغیزې
پر پورته دلایلو سربېره ویلای شو، چې رواني ناروغۍ که پر وخت درملنه نه شي، نو د بدن معافیتي سیستم په ګډون ټول فعال سیستمونه په یو ډول نه یو ډول اغیزمنوي او ضعیفوي یې، چې بیا بدن د عادي ناروغیو پر وړاندې هم د مقاومت توان نه لري او په تلو تلو کې ضعیف شوی انسان د مرګ کومې ته رسوي.
 
د رواني ناروغیو پر وخت درملنې آسانتیا نه شتوالی د ټولنې اقتصادي ځواک ملا ځکه ماتوي، چې یو رواني ناروغ چې حتا په خفیفه کچه اغیزمن شوی وي ورسپارل شوې چارې او د ژوند چارې سمې نه شي ترسره کولای او د روغمن حالت اپوټه یې ځواک کم او د هیڅ نوښت توان نه لري. په ټولنه کې یې موثریت صفر ته راټیټیږي او د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار ګرځي.
 
د رواني ناروغۍ پر وخت درملنې نه شتون او هغې ته نه پاملرنه په یو دفتر کې د مشر او کارکوونکو اړیکې ترینګلې کوي، په یوه کورنۍ کې د کورنۍ مشرانو او کشرانو تر منځ ناخوالې رامنځته کیږي، په یوه سیمه او محله کې د خپل  منځي اړیکو ټینګښت له ستونزو سره مخ کیږي او په دې ډول د وزګارتیا کچه لوړیږي او په نشه يي توکو د روږدېدو کچه لوړیږي، چې پر دې به په جلا سرلیک او د مقالې په ځانګړې برخه کې بشپړه رڼا واچوم.
 
په ټوله کې ویلای شو، چې یوه روغه ټولنه د اقتصادي پر ځان بسیاینې لپاره روغو، سالمو او فعالو غړو ته اړتیا لري او دا اړتیا هله بشپړیږي، چې د کاریګرو ټولې طبقې له بشپړې جسمي او رواني روغتیا برخمنې وي.
 
تر ټولو مهمه دا چې رواني ناروغۍ د روغمن او ګټمن نسل رامنځته کېدو کې ستر خنډونه او ننګونې رامنځته کوي؛ په ښځینه او نارینه کې د جنسي اختلالاتو رامنځته کېدو لامل کیږي، دواړه او یا یو جنس شنډیږي، له رواني ناروغیو اغیزمنې شوې جوړې ناروغ او نېمګړي اولادونه دنیا ته راوړي، چې په دې ډول د سالمې ټولنې له درلودو محرومیږو.
 
د مقالې لومړۍ برخې د پای ټکي په توګه به ووایم؛ دا چې رواني ناروغۍ په خفیفه کچه کومې نښې نښانې لري او د شدیدو او ځنډني شویو هغو نښې کومې دي په دې تړاو به د رواني سلامتیا یا روغتیا اړوند راتلونکو لیکنو کې بشپړه رڼا واچوم او تاسو ته به یې واضح کړم، خو ددې لیکنې لمن د مقدماتي پیل په توګه همدلته راټولوم او یوازې دومره یادونه کوم، چې زما موخه ددې لیکنو بهیر له پیل څخه دا ده چې زموږ ټولنه په لومړنۍ کچه د رواني سلامتیا او پر وړاندې یې د مقابلې او مخنېوي په اړه معلومات تر لاسه کړي او له رواني فشارونو سره تر یو برېده  اړخ ولګوي او تطابق غوره کړي.  دغه راز تر ټولو مهمه دا چې له عادي رواني ستونزو سره چې موږ هر یو ورسره لاس او ګریوان یوو څنګه سازش وکړو او څنګه یې مخنېوی وکړو، تر څو په شدیدو وسواسونو او ګواښمنو ناروغیو وانه وړي، ځکه داسې حد ته چې بېرته نورمال حالت ته یې را ګرځېدنه ناشوني او ستونزمنه وي ستر کړاو دی، نو ځکه ویلای شو، چې رواني روغتیا ته پاملرنه ډېره مهمه ده او ددې سترې اړتیا پوره کول که سل په سلو کې نه وي تر منځنۍ کچې خو باید بشپړه شي.
البته دا هم د یادونې بولم، چې راتلونکي سرلیکونه به د رواني ناروغیو له ډولونو پیلیږي، چې له خفیفو به یې پیلوم.
اخځ لیکونه :
آنجا که روانپزشک نیست. ویکرام پاتل. (۲۰۰۸ ).
صحت روان. پوهنیار سید نوراجان سادات، پوهنیار خاطره بارز.( ۱۳۹۶).
صحت روان. پوهنیار محمد جواد میرزايي. ( ۱۴۰۱ ).
 
د لیکوال لنډه پېژندنه :
حبیب الله بختیال په ۱۳۶۹ ل کال کې زېږدلی، په ۱۳۸۸ کال کې یې د لېسې دوره بشپړه کړې ده، په ۱۳۹۴ کال کې د کابل پوهنتون ټولنیزو علومو پوهنځي څخه فارغ شوی، په ۱۳۹۶ کال له فارمسۍ څانګې فارغ شوی او په ۱۴۰۱ ل کال کې له نرسنګ څانګې فارغ شوی. دغه راز ( د افغانستان ارواپوهنې مطالعاتو مرکز) کې یې د ارواپوهنې او رواني مشاورې برخه کې اختصاصي زده کړې کړي دي او پر دې سربېره د ژورنالیزم او عامه اړیکو برخه کې یې د لیسانس دورې بشپړولو سره هم مهاله یې د ( نی) انستیتیوت کې د ژورنالیزم برخه بشپړه کړې ده. حبیب الله بختیال له تیرو نږدې ۱۷ کالو راهېسې د ژورنالیزم ( راډیو، ټلویزیون، ورځپاڼې) برخو کې پر کاري تجربې سربېره دا مهال روغتیايي برخه کې د ټولنیزې روغتیايي پرمختیا او ودې برخه کې کار کوي او په همدې برخه کې د تدریس سپېڅلې دنده هم پر مخ وړي.